د موضوعګانو سرپاڼه
د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه
کابل کې پر ۴ ميرمنو هغه مهال جنسي تيری شوی، چې له واده نه راستنيدلې
lawangin
29.08.2014
http://rohi.af/fullstory.php?id=33063
کابل کې پر ۴ ميرمنو هغه مهال جنسي تيری شوی، چې له واده نه راستنيدلې.
د جمعې په شپه په کابل کې پر څلورو تنو هغو ميرمنو جنسي تيری
شوی، چې پغمان ته د واده مراسمو ته تللې وې او کور ته د
راستنيدو په حال کې وې.
داسې رېپوټونه شته، چې شل تنه وسلوالو چې د پوليسو يونيفورم يې
اغوستی و، څو موټر درولي د سپرليو تر وهلو ټکولو وروسته يې
پر ۴ ميرمنو جنسي تيری کړی او ګاڼې يې ترې وړي دي.
دغه ميرمنې روغتون ته وړل شوې وې، خو له دې ويرې، چې بدنامه
نشي د کورنۍ لخوا ژر بيرته له روغتون نه بهر کړل شوي دي. د
يادو ميرمنو کورنۍ هم دغه خبر تاييدوي، خو خپل يې نوم پټ
ساتلی.
ويل کيږي، چې د پېښې سره په تړاو کې دوه تنه نيول شوي هم دي،
خو که له زوراکه سره يې تړاو ولري نو بيرته به خوشي شي.