سياست او روانې چارې
دکوکنارو پر ځاي د زعفرانو کښت!
Hashmat Kahn
28.08.2014
د افغانستان د زعفرانو صادرات د تیر کال د همدې مودې په پرتله اروپایې او آسیایې هیوادونو ته ۶۷ سلنه زیات شوي دي. د زعفرانو کرکیله نه یوازی د افغانستان صادراتوته ګټه رسوي بلکه دا یو ښه زیري د افغانستان لپاره دي. دا نه یوازي یو ښه عاید د بزګرانو لپاره شمیرل کیږي بلکه د تجارت لاري د ګاوندیانو سره هم اواروي. افغان دولت د نړیوالو موُسسو په ملاتړد زعفرانو کرکیله د کوکنارو کرکیله په ځای بزګرانو ته توسعه کوي.
د افغانستان آب و هوا د زعفرانو دکرکیله لپاره ډیره مناسبه او په غزنی او هرات ولایتونو کې یې ښه نتیجه ورکړي. د کړنې ، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت پلان لري چې د زغفران کرکیله نورو ولایتونو ته هم وغزوي.
ستاسو په اند نوري کومې لاري وجود لري چې د کوکنارو له کرکیله څخه ډډه وشې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم