د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

میکیاوېلینیزم

میرویس
28.08.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
د میکیاوېلینیزم فلسفه داده چې دقدرت داخیستلو او قدرت د ساتنلو دپاره د ولس ددوکه کولو، ظلم، مکر، حیلې اوهرې بلې وسیلې نه کار اخیستل روا دي.

وسله والو طالبانو د افغانستان د فراه په ولايت کې د يوه کلي ملا له حکومت سره د همکارۍ په تور حلال کړی دی. ملا فاروق په يوه مسجد کې خلکو ته د سهار د لمانځه تر امامت وروسته د طالبانو لخوا ونيول شو او په بالابلوک ولسوالۍ کې د يوه مسجد سره نږدې حلال کړل شو.
طالبان په دې سيمه کې قوي حضور لري. په دې اړه تر اوسه د طالبانو لخوا په رسمي ډول څه نه دې ويل شوي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر آخند طالبانو ته بیابیا امر کړئ چې د مسلمانانو د سر او مال ساتنه وکړي. د فراه د ملا امام د سر وهلو د طالبانو اصلي څیره یو ځل بیا ولس ته جوته کړه چې طالبان داسې جنایت کارمیکیاولیان دي چې نه داسلام پروا لري او نه هم د مسلمان. دوی کوښښ کوی چې په اسلامي امت کې ویره، دهشت او ګډوډي خلق کړي او لدې لارې ځان قدرت ته ورسوي.
آلله جل جلاله دې دوی په صراط مستقیم روان کړي.


Re: میکیاوېلینیزم

lawangin
28.08.2014

دا پوښتنه بايد دفاسد دولت او اشغالګرو څخه وکړې اونه له طالبه!
انتخابات مو څه کوي ؟ اولس پالي او که پر مخ یې ور توکي !
ملا د الله پاک وشرموي چې دين خرڅوي !
پتنګ په درنو دروند په سپکو سپک!

[quote:f5da255aba="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
د میکیاوېلینیزم فلسفه داده چې دقدرت داخیستلو او قدرت د ساتنلو دپاره د ولس ددوکه کولو، ظلم، مکر، حیلې اوهرې بلې وسیلې نه کار اخیستل روا دي.

وسله والو طالبانو د افغانستان د فراه په ولايت کې د يوه کلي ملا له حکومت سره د همکارۍ په تور حلال کړی دی. ملا فاروق په يوه مسجد کې خلکو ته د سهار د لمانځه تر امامت وروسته د طالبانو لخوا ونيول شو او په بالابلوک ولسوالۍ کې د يوه مسجد سره نږدې حلال کړل شو.
طالبان په دې سيمه کې قوي حضور لري. په دې اړه تر اوسه د طالبانو لخوا په رسمي ډول څه نه دې ويل شوي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر آخند طالبانو ته بیابیا امر کړئ چې د مسلمانانو د سر او مال ساتنه وکړي. د فراه د ملا امام د سر وهلو د طالبانو اصلي څیره یو ځل بیا ولس ته جوته کړه چې طالبان داسې جنایت کارمیکیاولیان دي چې نه داسلام پروا لري او نه هم د مسلمان. دوی کوښښ کوی چې په اسلامي امت کې ویره، دهشت او ګډوډي خلق کړي او لدې لارې ځان قدرت ته ورسوي.
آلله جل جلاله دې دوی په صراط مستقیم روان کړي.[/quote:f5da255aba]


میرویس
02.09.2014

لونګینه، السلام علیکم
ته وایې: ملا د الله پاک وشرموي چې دين خرڅوي !
آیا په دین کې دا راغلي چې یو مسلمان دې بل بې ګناه مسلمان ووزني او بیا دې اعتراف او فخر هم ورباندې وکړي.
او آیا په اسلام کې انتحار حرام ندئ؟ آیا دا ددین خرڅول ندي څه دي؟
هغه وخت چې تاسې پتنګ وئ، درته ونه ویل شول چې د افغان عسکر، حکومتي مامور او عادي مسلمان وژل حرام دي، ځکه چې دوی ټول مسلمانان دي؟
او س دا لاندې رپوټ ولونه چې طالبانو بې ګناه خلک چې ولسې افراد هم پکې شامل دي وژلي، او د طالبانو نطاق صاحب یې مسؤلیت هم منلئ دئ.
آیا دا وسیله په هدف باندې مؤجه کول یا د طالبانو میکیاویلینیزم نه پرته بل څه دئ؟
===
ننګرهار کې ځانمرګي برید دوه پولیس وژلي
د خپريدو وخت: 08:52 گرینویچ - سه شنبه 02 سپتمبر 2014 - 11 وږی 1393

په دې وروستیو کې د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار نه د ناامنیو رپوټونه ډېر شوي دي
د ننګرهار ولایت غني خیلو سیمه کې د ځانمرګي برید له امله دوه کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولایتي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، غني خیلو سیمه کې د ځانمرګي برید پایله کې لږ تر لږه دوه ملي پولیس وژل شوي او یو سیمه ییز پولیس او یو ملکي کس ټپيان شوي دي.
دغه پېښه نن سهار نژدې یولس بجې (سپتمبر ۲) د جلال اباد تورخم د لارې په اوږدو د شینوارو ولسوالۍ اړوند غني خیلو سیمه کې شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، بریدګر یوه موټر کې ناست و او د امنیتي ځواکونو ورته پام شو، چې ناڅاپه یې ځان پر ځان بورې تړلي توکي وچوول.
د دغه برید پړه طالبانو منلې او د ۶ تنو د وژلو او ۱۰ تنو د ټپي کولو ادعا یې هم کړې ده.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/09/140902_ma_afghanistan_nangarhar_attack.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more