د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د بدعت شیطاني مثلث

میرویس
25.08.2014

ډیرو ګرانو او ویاړلو پښتنو، السلام علیکم.
په اسلام کې یو امیرالمؤمنین، خلیفه او یو خلافت وي. امیرالمؤمنین او خلیفه با تقوا، چندي مسلمان، عادل او مهربان انسان وي. خلافت د اسلامي اماکنو ساتنه کوي، د اسلام دفاع کوي، د خلافت په قلمروکې د پرتو مسلمانانو د سر او مال امنیت ساتي او خدمات ورته برابروي او په روزمره ژوند کې یې آسانتیاوې راولي.

خو نن سبا چې هرڅوک پنځه غله، قاتلان، قطاع طریقان، بدعتیان او خوارج پر ځان پسې روان کړي، بې اسرې مسلمانان ووژني، د کورونو نه یې پسې واخلي، مال یې چورکړي، ښځې یې وتښتوي، لږکې قومونه او فرقې تباه کړي بیا ځان خلیفه او امیرالمؤمنین اعلان کړي.

ددغو شیطاني بدعتي ډلو په اند چې هر ې ډلې د اسلام او مسلمانانو په مقابل کې زیات جنایتونه کړي وي، د هغې ډلې مشر تر نورو نه ښه امیرالمؤمنین او خلیفه ګڼل کیږي.
اول ملا محمد عمرآخند پخپله ټوله بې سوادۍ ځان امیرالمؤمنین اعلان کړئ ؤ، ورپسې دداعش دډلې مشر ابوبکر بغدادي دا کار وکړ او اوس د بوکوحرام د ډلې مشر ترورېست ابوبکر شیکاو د خلافت دعوې کړېده.
موږ ګورو چې هره دغه ډله له بلې نه په جنایت او د اسلام په دښمنۍ کې په بیلو بیلو برخو کې سبقت کوي، خو د اسلام دپیغمبر محمد صلی الله علیه وصلم مبارک حدیث دغسې ډلې خواررج بللې دي. دا لاندې مبارک حدیث چې د سعودي شیغ عبدالعزیز ال الشیخ مفتي اعظم اشاره ورته کړیده داسې وايي:
[په آخره زمانه کې به یو بې خرده قوم را و ټوکیږي چې خوږه ژبه به لري، احمقانه خیالات به لري، د قرآنکریم فهم به دهغوی دپاره یوازې قرائت وی او عمل به نه پرې کوي. دا قوم به په اسلام باندې د خرافاتو له لارې تجاوز کوي، داسې چې لکه په یوه ښکار باندې چې غشې ورحواله کیږي. که چیرې تاسې داسې قوم ولیده، دوی ووژنئ ځکه چې ددې قوم قاتلان به په آخرت کې پاداش تر لاسه کړي].
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=33010


Re: د بدعت شیطاني مثلث

lawangin
25.08.2014

ټوله پروپاګنده ده داخو دروسته ده چې صليبي اشغالګر ورک شي!
لېونه سواد شرط ندی حقيقت ، رښتيا او صداقت شرط دي
که خبره په سواد کې وي خو دکرزي کابينه او د انتخاباتو ډاکوګان
یې هم لري چې غلا ، درواغ ، ظلم ، قتل، بچه بازي، رشوت
زنا، زورواکي ټوله په دوی کې ده او په ټوله نړۍ کې اوله درجه
منافقين ګڼل شوي دي !
قربان له بې سواده خو چې صادق مسلمان او وطن پالونکی وي !
دپتنګ ملګري يوه خبره کوي او یو دين لري !
پتنګ

[quote:1d9db7651a="میرویس"]ډیرو ګرانو او ویاړلو پښتنو، السلام علیکم.
په اسلام کې یو امیرالمؤمنین، خلیفه او یو خلافت وي. امیرالمؤمنین او خلیفه با تقوا، چندي مسلمان، عادل او مهربان انسان وي. خلافت د اسلامي اماکنو ساتنه کوي، د اسلام دفاع کوي، د خلافت په قلمروکې د پرتو مسلمانانو د سر او مال امنیت ساتي او خدمات ورته برابروي او په روزمره ژوند کې یې آسانتیاوې راولي.

خو نن سبا چې هرڅوک پنځه غله، قاتلان، قطاع طریقان، بدعتیان او خوارج پر ځان پسې روان کړي، بې اسرې مسلمانان ووژني، د کورونو نه یې پسې واخلي، مال یې چورکړي، ښځې یې وتښتوي، لږکې قومونه او فرقې تباه کړي بیا ځان خلیفه او امیرالمؤمنین اعلان کړي.

ددغو شیطاني بدعتي ډلو په اند چې هر ې ډلې د اسلام او مسلمانانو په مقابل کې زیات جنایتونه کړي وي، د هغې ډلې مشر تر نورو نه ښه امیرالمؤمنین او خلیفه ګڼل کیږي.
اول ملا محمد عمرآخند پخپله ټوله بې سوادۍ ځان امیرالمؤمنین اعلان کړئ ؤ، ورپسې دداعش دډلې مشر ابوبکر بغدادي دا کار وکړ او اوس د بوکوحرام د ډلې مشر ترورېست ابوبکر شیکاو د خلافت دعوې کړېده.
موږ ګورو چې هره دغه ډله له بلې نه په جنایت او د اسلام په دښمنۍ کې په بیلو بیلو برخو کې سبقت کوي، خو د اسلام دپیغمبر محمد صلی الله علیه وصلم مبارک حدیث دغسې ډلې خواررج بللې دي. دا لاندې مبارک حدیث چې د سعودي شیغ عبدالعزیز ال الشیخ مفتي اعظم اشاره ورته کړیده داسې وايي:
[په آخره زمانه کې به یو بې خرده قوم را و ټوکیږي چې خوږه ژبه به لري، احمقانه خیالات به لري، د قرآنکریم فهم به دهغوی دپاره یوازې قرائت وی او عمل به نه پرې کوي. دا قوم به په اسلام باندې د خرافاتو له لارې تجاوز کوي، داسې چې لکه په یوه ښکار باندې چې غشې ورحواله کیږي. که چیرې تاسې داسې قوم ولیده، دوی ووژنئ ځکه چې ددې قوم قاتلان به په آخرت کې پاداش تر لاسه کړي].
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=33010[/quote:1d9db7651a]


میرویس
27.08.2014

لونګین پتنګه السلام علیکم
ورورجانه، د لونګین په نامه خواب راکوي او په پای کې پتنګ لیکې. که د پتنګ په نامه پسې دومره خپه شوي یاستئ، نو ولې دې خپل نوم بدل کړ؟

ورورګله، تاسې زما د مضمون د اصلي ټکي نه انحراف کړئ او یوازې د ملا محمد عمر په بې سوادۍ مو فخر کړئ او د کابل د سر دمدارانو ته د بد رد ویلو له لارې مو هڅه کړې چې ګیر بدل کړئ او دلوستونکو توجه د اصلي مسئلې نه بله خوا واړوئ.
ولې د آنحضرت محمد مصطفی صل الله علیه وصلم حدیث ته شا اړوئ چې داعش، بوکوحرام، افغان او پاکستاني طالبان ټول په خوارجو کې حسابوي؟
دا حدیث شریف ښه په ځیر د زړه په غوږو واوره او بیا ووایه چې آیا هغه تعریف چې زموږ لوی پیغمبر د خوارجو کړیدئ، هوبه هو پر دغو ډلو باندې صدق نه کوي؟

آیا د اسلام پیغمبر د آخرې زمانې د خلکو او حالاتو په باب قبلي الهامونه نه لرل؟
آیا ته مسلمانی یې، په اسلام عقیده لري، د آنحضرت پیرو یې او په آخرت، د محشر په ورځ د خیر اوشر په پوښتنو باور لري؟ که ستا ځواب مثبت وي، نو بیا ولې دبدعت او خوارجو ملاتړ کوي، او خان هم په هغوی کې شامل کوي، او که دې ځواب منفي وي، نو دا بیا بله خبره ده.
په مولا دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more