سياست او روانې چارې
هرات: امریکايي ځواکونو ۲ ماشومان شهیدان کړي
lawangin
19.08.2014
[img:9286323a96]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/08/mashooman-sha-heedan-490x330.jpg[/img:9286323a96]
هرات: امریکايي ځواکونو ۲ ماشومان شهیدان کړي
نشرونکی: بلال ساپی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۸مه ۱۳۹۳): د هرات ولایت په شینډنډ
ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو ۲ ماشومان شهیدان کړي.
ددغو دوه ماشومانو عمرونه د ۱۳ کلونو شاوخوا دي.
د هرات ولایتي شورا غړی تورمحمد ظریفي ویلي چې دغه پېښه پرون /
دوشنبه، زمري ۲۷مه/ مازدیګر مهال د شینډنډ هوايي ډګر سره رامنځته
شوه.
ظریفي زیاتوي چې دغه دوه ماشومان د هوايي ډګر سره نېږدې اوسپنې
ټولولې چې امریکايي ځواکونو په ډزو وویشتل.
د نوموړي په وینا دواړه ماشومانو هغه مهال د لګېدو سره ساه ورکړه.
دا لومړی وار نه دی چې امریکايي ځواکونه واړه ماشومان په شهادت
رسوي، بلکې له دې وړاندې یې هم د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې له جنګه ناخبره ماشومان په شهادت رسولي دي.
تر دې وړاندې څو ورځې مخکې هم امریکايي ځواکونو د ملکي وګړو په یوه کور برید وکړ چې په ترڅ کې دوه نارینه، یوه ښځه او یو ماشومان ووژل.
همدا راز د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې ځايي خلک وايي چې
امریکايي جیټ او ډرون الوتکو په بمبارۍ کې ۵۰ ولسي وګړو ته مرګ
ژوبله اوښتې.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور
کې وویل چې امریکايي ځواکونو په تېرو ۱۳ کلونو کې په زرګونو بېګنا
افغانان وژلي خو عاملین یې لا هم د قانون منګولو ته نه دي سپارل
شوي.