سياست او روانې چارې
زه نن د ازادۍ ورځ نه لمانځم
lawangin
19.08.2014
[img:65dd3abcd7]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/08/ghazi.jpg[/img:65dd3abcd7]
ليکوال: لمرشرفزی
زما هلمندۍ مورې!
دا اوس خلک غږېږي، چې نن د ازادۍ ورځ ده، خو زما سترگو ته د
ازادۍ د ورځې له اورېدو سره سم ته ودرېدې او هغه شپه چې
انگرېزان په کور درننوتل او ستا په کور کې یې وینې وبهولې.
مورې !
تېر کال د همدې ورځې له سهاره مخکې ستا په کور کې وینې بهېدې او
ته مې لېدې، چې کله به د کوټې په غولي کې پر شېبه وړاندې شهید
شوي زوی ور پرېوتې او له خولې به دې د زړه د درد سوې کړیکې
ووتې او کله به دې د ځوان زوی ترڅنگ په شهیده شوې ځوانه اینگور
ور پرېوتې.
د اینگور او ځوان زوی د کوټې له غولي د وینو نرۍ لیکه د کوټې په
دروازه د کور انگړ ته ور وتلې وه او هلته د بلې کوټې له غولي د وینو
له راوتلې لیکې سره یوځای کېده.
مورې !
ته مې لیدې، چې د ځوان زوی او اینگور له کوټې دې د هغې بلې کوټې
په لور لکه لېونۍ ور منډه کړه او هلته په خپل کمکي اته کلن زوی او
مېړه ور پرېوتې او نېږدې و، چې زړه دې ودرېږي، خو زړه دې نه
پوهېږم چې ولې ونه درېد.
مورې!
ستا د کمکي زوی او سپین ږیري مېړه د وینو لیکه هم د کوټې له غولي
دباندې روانه وه او هلته ستا د اینگور او زوی له وینو سره یوځای کېده
او د څلورو جسدونو وینو د کور په انگړ کې د وینو وړوکی ډنډ جوړ
کړی و.
مورې !
ما اورېدلي، چې اوس د هغې ډنډ په ځای گلان را شنه شوي او ستا له
ځوان زوی او اینگور یوازینی پاتې یو کلن زوی یې ټوله ورځ په څنگ
کې خاپوړې کوي او دا مې هم اورېدلي، چې د خپلې مور او پلار مینه
پکې لټوي او هلته پکې په سپېرو خاورو ویده کېږي او چې ته یې ترې
را پورته کوې، نو په گلانو پسې په چیغو چیغو ژاړي.
مورې!
وایي ستا لمسی بېگاه پوهېدو، چې نن شپه یې د مور او پلار د شهادت
لومړۍ کلیزه ده؛ نو ځکه یې رنگ الوتی و او ټوله ورځ یې هیڅ خندلي
نه دي.
مورې!
وایی بېگاه ماښام چې تا له گلانو راپورته کاوه، نو بې اختیاره یې له
سترگو دوه رڼې اوښکې په مخ را ولوېدې او بیا یې له خولې ووتل
“ادې”.
مورې!
پوهېږم، چې ستا د کمکي لمسي په “ادې” ویلو سره ستا له سترگو هم بې
اختیاره اوښکې را وبهېدې او تا ته ځوان زوی، ځوانه اینگور، اته کلن
زوی او سپین ږیری مېړه مخې ته ودرېدل او هغه ورځ دې هم مخې ته
ودرېده، چې سهار یې ستا له کوره څلور جنازې پورته کړې او ته، ستا
شپږ کلنه لور او همدا لمسی ترې پاتې شوﺉ.
مورې !
شل ورځې مخکې اختر و او ستا وړې لورگۍ په اختر کې نوې جامې نه
درلودې، ځکه نه یې پلار و او نه ورونه، چې جامې ورته وکړي او
وریندار یې هم نه وه، چې ورته ویې گنډي؛ ته هم سپین سرې وې او
پیوند جامې دې اغوستې وې.
مورې !
بېگاه تا ټوله شپه په اوښکو تېره کړه، خو له تا غرونه غرونه لرې دلته
په کابل کې خلکو سبا د ازادۍ د ورځې په ویاړ ټوله شپه مېلې وکړې
او په کړس کړس یې خندل، خو هیچا هم ستا د اوښکو او سلگیو غږ نه
اورېد.
مورې!
نن به خلک د ازادۍ د ورځې په لمانځلو خوښۍ کوي او یو او بل ته به
مبارکۍ ورکوي، خو ستا په شونډو به سلگۍ وي او د تېر کال همدا
ورځ به دې سترگو ته ولاړه وي، چې ستا له کوره څلور جنازې پورته
شوې او ته، ستا شپږ کلنه لور او همدا لمسی ترې پاتې شوﺉ.
مورې نن هغه ورځ ده، چې خلک به د ازادۍ د ورځې په لمانځلو رنگا
رنگ کالي واغوندي او مېلو ته به لاړ شي، خو ستا لورکۍ به د تېر
شوي اختر په څېر را روان اختر هم په زړو جامو کې تېر کړي؛ یوازې
به د څو نویو پیوندونو په ور گنډلو هغې ته نوې ښکاري.
مورې !
ستا لمسی به نن ټوله ورځ په گلانو کې خاپوړې کوي او هلته به په
سپېرو خاورو ویده کېږي، ځکه نن یې د مور او پلار د شهادت یو کال
پوره شو.
مورې!
نن به په هېواد کې له انگرېزانو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو یوه بله کلیزه
لمانځل کېږي، خو ستا سترگو ته به هغه انگرېزان ولاړ وي، چې تېر
کال د ازادۍ په شپه ستا په کور در ننوتل او د ازادۍ په همدې ورځ یې
ستا له کوره څلور جنازې خاورو ته ولېږلې.
د ازادۍ ورځې! نن زه تا نه لمانځم، ځکه که زما هېواد له انگرېزانو ازاد
وای، نو د انگرېزانو له لاسه به زما د هلمندۍ مور په شونډو نن ټوله
ورځ ژړا نه وای، زما د کمکۍ هلمندۍ خور کالي به له پیوندونو ډک نه
وو او زما د هلمندۍ مور کمکی لمسی به په خاورو نه ویده کېدو.
د ازادۍ ورځې !
بخښنه غواړم، چې نن دې زه نه لمانځم، ځکه له کومو انگرېزانو چې
مونږ د ازادۍ ادعا کوو؛ هغوی نن هم زما په هېواد کې گرځي او هره
ورځ بې پوښتنې زما هېوادوال شهیدانوي.
د ازادۍ ورځې!
نوم دې پر ما ډېر خوږ لگېږي او زه د هغې ورځې په تمه یم، چې په
واقعي توگه دې ولمانځم، هغه ورځ چې زما په هېواد کې به کوم بهرنی
د چا په کور نشي ننوتلی او زمونږ د هېواد چارې به مونږ په خپله
ترسره کوو، نه د نن په څېر