د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دافغانستان شریف اولس ته!

Hashmat Kahn
18.08.2014

دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم په سنتکام کې د افغانستان خلکوته د ۹۵ خپلواکۍ ورځ په ویاړ خپلي د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي. همدا راز دا یوه ښه موقع ده چې تاسو راتلونکې ته امیدواره اوسې هغه راتلونکې چې د ټول افغانستان خلک یې د ډیرو نورو هیوادونو په مرسته چې ټول د یو با امنه، با ثباته ، پر مخ تللي، هوسا او تل پاتي سوله ییز افغانستان په هیله دي.
امریکا اونړیواله ټولنه به تل د افغانستان د خلکو سره خوا په خوا ولاړ وي چې مشترک دښمن تروریزم له بیخ اوبنیاد څخه ورک کړي.

په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


Re: دافغانستان شریف اولس ته!

tandar
19.08.2014

اوس يی چه ماته وخوړله دخپلواکي مبارکي واي ؟
ترهغه چه ټول اشغالګر سره له لاسپوڅو يې دخاوره خوشي کړي نه وي افغانستان ازادي نه لري يو اشغال شوي خاوره ده

پنټاګون دي پوه شوي چه ددي خاوري اشغال دزهرو خوږپ دي هره ورځ چه تابوتونه يې دلنډغرو وړروان دي ، ژوندي مثال کيدلاي شي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


Re: دافغانستان شریف اولس ته!

Hashmat Kahn
19.08.2014

[quote:82abd621fe="tandar"]اوس يی چه ماته وخوړله دخپلواکي مبارکي واي ؟
ترهغه چه ټول اشغالګر سره له لاسپوڅو يې دخاوره خوشي کړي نه وي افغانستان ازادي نه لري يو اشغال شوي خاوره ده

پنټاګون دي پوه شوي چه ددي خاوري اشغال دزهرو خوږپ دي هره ورځ چه تابوتونه يې دلنډغرو وړروان دي ، ژوندي مثال کيدلاي شي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي[/quote:82abd621fe]
تندر !
اول خو افغانستان هیڅکله هم اشغال شوی نه وه او نه دي؟ امریکا او متحدین یی ددی لپاره افغانستان ته لاړل تر څو د تروریستانو ځالي هلته ونړوي. دوهم لاس پوڅی تاسی چاته وایی هغه ټولو افغانانو ته چې په اوسنی دولت کې کار کوي؟ نو بیا خو ۹۵ فیصده افغانان په دولت کې کار کوي تاسي دوي ته وایې لاس پوڅې؟ عجیبه ده!
حشمت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more