د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ټول افغان اسلام اند ليكوال عادل وطنمل او دSAF استخبارتي شبكه

Anonymous
10.03.2005

د ټول افغان ويب پاڼي درنو لوستونكو له سلام څخه ورسته

له يو بد خبر له مخي د ټول افغان تكړه اسلام اند ليكوال ښاغلي عادل وطنمل د تيري مياشتي(فروري) په ۱۲ تاريخ د مازديګر په ۵ بجو د SAF د استخباراتي شبكي لخوا له يوبريد څخه په زخمي حالت كې د كور تر څنګ زنګل ته يې پنا وړي خو د SAF استخبارتي شبكې كمانډو ګروپونو د زنګل په طرف حركت كړي چه تر اوسه دا خبره نه ده روښانه چه عادل وطنمل به په كوم حالت كې وي.
خبر زياتوي چه د هغه كلي خلك چه عادل وطنمل پكي اوسيدو پدي نظر دى چه نومړي به يا استخباراتي شبكي خلكو نيولي وي او په هغو هليكپټرونو كې به يي وړوي وي چه د زنګل پر سر ګرځيدلي او يا به د څيرونكو حيواناتو خوراك ګرځيدلي وي.
كله چه د كلي د خلكو څخه د عادل وطنمل د ګناه پوښتنه وشوه نو يو سپينږيري سړي وويل چه عادل يو زړور ځوان وه او د امريكايانو اوسني يرغلونه په افغانستان او عراق باندي ئي صليبي جنګ باله او د امريكايانو سره پدي جنګ كې دريدونكې د اسلامي هيواونو حاكمان به ئې د غدارانو په نامه يادول او ويل به ئي چه اوسني د اسلامي هيوادونو حاكمان دبوش څخه دومره په وير كيدي لكه څنګه چه د هلاكو خان څخه د بغداد خليفه وه خو اخر نتيجه څه وه هلاكو خان خليفه په شړي كې وپيچو او د فيل پښوته يي واچولو نو همدغه حالت به د ددغه حاكمانو هم وي او په مثال كې ايران او سوريا په ګوته كوله او ويل ئي كه دغه هيوادونو په افغانستان باندي د صليبيانو د يرغل په مخ نيوي كې بي غيرتي نه واي كړي نو نن به يي خپل هيوادونه هم په امن كې وه او هغه زړه دردونكي كړه چه دغه قواوو د مسلمانانو سره په افغانستان او عراق كې تر سره كول عادل به په خپلو ويناو كې خلكو ته بيانول، او ددغه قواو هر چلند ته ئي د وګړو پام اړولو.
ويل كيږي چه عادل وطنمل د ليكوالي ترڅنګ ښه خطيب هم وه او د جهادي ترانو او فلمونو په تر تيب، جوړولو او نشر كولو كې ئي پوره لاس درلودو.
د كلي د ځوانانو په وينا عادل وطنمل د مجاهدينو د اعلامي څانګې يوه غټه سټه وه او د هيڅ كوم مشخص تنظيم سره ئي اړيكي نلري او په ټوله نړۍ كې د مجاهدينو فتحوات ئې ستايل او پري ډير خوشحاله كيدو او ويل به ئي كه د مسلمانانو يو مركزي حكومت او د مالي صندوق درلودلي او دغه ټول مجاهدين چه نن د كفارو سره د ازادي په جنګ بوخت دي د يو مركز څخه كنټرول كيدل نو د جهاد نتائج به د اوس په پرتله څو چنده زيات وايي.

دا هغه معلومات وه چه ماته لاس ته راغلي وه او تاسي ته مي وړاندي كړه او په اخر كې دا دعا كوم كه ښاغلي عادل وطنمل ژوندي نو الله پاك دي د اسلام او مسلمانانو د خدمت لپاره اوږد ژوند وركړي او كه د دښمن په پنجره كې وي نو الله پاك دي ازاد كړي او كه شهيد شوي وي نو الله پاك دي شهادت قبول كړي. آمين.

حميد الله


Anonymous
10.03.2005

حميد الله ګله خبر خو د ډېر زړه دردونکی او غمګين دی٠

دا د SAF ګناه نه دی، ګناه دی MR کرزي دی٠ کرزي امريکايان راوستل او هیواد
یې پرې اشغال کړ . چا چې د هغوی سره مرسته کړې وه لکه دوستم ،لوړې څوکۍیې ورکړې . خو پښتنوبیاهم دئ د خپل لس شرپه توګه و ټاکه .مرګ په پښتنو ، اوس چې څوک ما ته پښتون وايي زه شرمېږم،پخوا ما د پښتون په نوم فخر کاوه
ما باندې خودافغان غول خبره ډېره بده لګيده او هر وخت مې په ضد مبارزه کړيده، خو فعلأ کرزي ثابته کړه چې واقعأ ټول پښتانه افغان غول دي، او په هر رنګ چې وي صرف پيسې پيداکوي، ملي ناموس هم خڅوي او ٢ روپۍ لاس ته راوړي .

مرګ پر پښتنو او پرېږده چې دا ټول د ترهګرانو او د ترهګرۍ د ژبې په نوم ترور کړي، او په محلي، ميلي ام نړېواله سطحه رسواکړي .

وطنمله او شېرزاده که تاسې دبل نظرته هم اجازه ورکوئ ، نو دا ځما ليکنه به نه ړنګوئ.


Anonymous
10.03.2005

ورک شه هلکه !
نه څوک عادل پيژني اونه تاڅوک پيژني ٠ دا د CIA کلتور تاسو زده کړي ٠ چه ځان له
ديرش نومونه جوړ وي ٠ نه عادل د باور نوم او نه دي تا سو نوم


Anonymous
10.03.2005

عادل وطنمل د jalazai په نوم هم ليکنې کوي او زه ١٠٠ % مطين يم، يوه ورځ ما zalzai ته PM وکړ، بيا ما ته د عادل وطنمل له خوا PM وشو او هغه د عادل وطنمل PM بيا jalazai کټ مټ په هغه شان په بل بحث فورم کې ليکلای وو.


pattang
10.03.2005

دغه شيان دافغانستان دخلکو په ګټه ندي يو اخلاقي وزن هم نلري .
عادل وطنمل شته زه ئي پيژنم خداي پاک د رحمت پري وکړې او خداي پاک د ي
داخبره دروغ کړي اوزما ز ړه خو ډير غمجن شه خداي پاک دي دا اوازه نه رښتيا
کوي ٠
د پښتنولۍ په مينه پتنګ

[quote:717ffc67e9="Anonymous"]ورک شه هلکه !
نه څوک عادل پيژني اونه تاڅوک پيژني ٠ دا د CIA کلتور تاسو زده کړي ٠ چه ځان له
ديرش نومونه جوړ وي ٠ نه عادل د باور نوم او نه دي تا سو نوم[/quote:717ffc67e9]


نقاد
10.03.2005

[color=cyan:ee87c26ed3]د عادل وطنمل په اړه د ورکړ شوي خبر په اوریدلو ډیر خواشینی اوغمجن شوم ، نوموړي چې هرڅه کړي وي دخپل باور اوسوچه عقیدې پر بنسټ به یې کړي وي .
که شهید شوی وي او د بل افغا ن ورور د مرګ ژوبلې سبب نه وي ګرځېدلی ، نو ګټه یې کړې ده، ځکه خدای (ج) به بښلی وي او الله تعالی دې وبښي ( انا ل الله وانا الیه راجعون) ، او که ژوندی وي ډیربه خوښ شم ، ښایي په خپله بنسټپاله تګ لار هم نوی نظر واچوي او د خپلو هیوادو الو ورڼو په ګټه هم تمام شي . ومن الله التوفیق![/color:ee87c26ed3]


Anonymous
10.03.2005

دحميداله صيب دا ليکنه خو دومره باوري نه ښکاري.داچې دا يوخواشينونکی خبر دی او که مقاله چې د هغه شهرت ته يې پلان جوړکړی خدای پوهيږي. که خبره رښتيا وي نو خدای دي رحم پرې وکړي، خوکه دويمه خبره وي بيانو د شهرت دپيدا کولو له پاره دا يوه مناسبه لاره نه ده. بايد داهم په نظر کې ونيسو چې په افغانستان کې ټاکنې شوي ، ولس مشر دخلکو د رايو په اساس ټاکل شوی ، او بايد دخلکو دارادې او خوښې درناوی وشي. نه وايو چې ديموکراسي راغلې خو کم ترکمه دديموکراسۍ تخم وکرل شو او دثمر له پاره يې اوږده لاره لا شته. دصليبيانو او ګوډاګيانو کلمي کارول به داوس وخت له پاره چې زموږ په خلکو دسولې دلمرنوی څرک لګيدلی دي او نوې ټاکنې ترسره شوي دی عاقلانه تبليغ نه دی.
کيدی شي عادل وطنمل اوس په بل نوم ليکني کوي او دځنيو په ګمان هغه د هيواد نه بهر اوسيږي.


pattang
10.03.2005

دامريکې دتحميلي ديموکراسې طرفداران او دامريکي د شل غمکو ملايان بايد
له دي حا لته داسي پند واخلي چې افغانستان ددوي او د افغانانو په لاس کې ندي
او پردي خلک ئي ټول واک او صلاحيت په لاسونو کې لرې او يوځو ګوډاګيان هسې چيټي هلته ناست دي ا و غلامې کوي٠
که عادل وطنمل او دهغه وينا د افغانستان د خلکو په تاوان هم وي نو بايد خپلو افغانانو له ده ځخه سوال او ځواب کړې وي اونه پرديو ،نودامريکايانو او روسانو فرق څه شو ?? ٠ که په افغانستان کې هم يوه نسبي د يموکراسي د پرديو په زور وي ، نوددوي دغربي قانون له مخي څوک دچا خوله نشي تړلي او هر څوک دخبرو حق لرې ٠ نويواځي دغلامي ، ديکتاتوري او مستعمرې په دورو کې خولې او قلمونه تړل کيږي او جزا ورکول کيږي ٠

دخپلواکې او پښتونولې په مينه پتنګ


Anonymous
10.03.2005

پتنګه ته څه پوهيږي چې هغه يوازې دخولې خبرې کولي؟ اويا يې سوله ايزه مبارزه کوله چې البته داد هرچا حق ده. ولي کيدی شي هغ بمونه يې ځان پورې تړلي و. هغه خو په کلکه دطالب جان سره يوځای دنيويارک د برجونو نړولو او دزرګونو بې خبره نړيوالو قتلولوته شرعي جواز وړاندې کاوه. که دهغه ليکني ولولي نو دابه درته څرګنده شي چې هغه سخت بنيادګرانه دريځ درلود اوداسې خلک په وژلو او بمونو الوزولو صرفه نه کوي.



ع کريم حليمي
11.03.2005

....................[color=cyan:20dbfcbea6]الَّذِينَ إِذَا أَصبَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا للَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ رَجِعُونَ[/color:20dbfcbea6]
تردې ورسته تاسوټولو دوستانو او ملګرو او ټولو لوستونکوته سلامونه
دوهم خدای دي وکړي چه د خواشنۍ خبر درواغ سي ٠او ان شأالله دروغ به هم وي ٠

داسي فرضيه به کښېږدو چه خبر دروغ دۍ ٠
اول څرنګه مړ شو
دوهم چيري مړ شو
دريم پرڅه باندي مړ شو
کله چه په غربۍ دنيا کښي څوک مړ کيږي ٠ کڅه هم په خايي مرګ مړشي ٠پوليس
بياهم غواړي چه سند ولري چه په خدايي مرګ مړ شويدي ٠
او تحقيق د مرګ سبب غواړي چه معلوم کړي ٠ چه په کوم مرض مړ سويدي ؟؟؟
او چيري مړسو؟؟ ٠ له چيري داسي ځای مړ شوي وي ٠ او ډاکتر ته نوي بېول شوي ٠ نو
پښتنه کوي ٠ چه ولي ډاکتر ته شفاخانې ته ندي بېولدشوي ؟؟؟

که چيري داسي جوابونه په لاس ورغله ٠ چه يوه خبره د يوې بلي خبري سره رفت نه درلودلي ٠ نو مرګ ته په شکمنه سترګه ګوري ٠

د تحقيق اصول داسي ايږدي ٠ د مثال په ډول ٠ که تاسو يو عکس راوخلي ٠
او څري او ټوټه ټوټه ئې کړي ٠ او په پوه اطاق کښي ئې وپاشۍ ٠ نو بيا د سره ورته
وجوړېږۍ چه ددغه عکس ټوټې سره را ټولي کړۍ ٠ او چه سره کښې ئې ږدۍ نو يو پوره عکس ترې چوړيږي ٠ که پوره عکس چوړ نه شو ٠ نو دا معنا چه يوه ټوټه ئې ورکه ده ٠ نو پوليس هم موضوع ته يا شکمن مرګ ته د يوه څيري عکس په سترګه
ګوري ٠ يعني ټوله تحقيقات چه ئې کړي سره ايږدي ئې ٠ او ګوري چه چيري خبري
سر نه سره خوري ٠ يا چيري کومه خبره ئې د مړي دوستانو پټه کړې ٠ يائې ځيني پټوي ٠ نو اوس به ټوله خبرچه : حميد الله جان په ٥ شنبه مارچ 10, 2005 11:12 am ليکلي دۍ ٠ د يوه څيري شوي عکس په سترګه ورته وګورو ٠ او سره واډو چه کومه کوچنۍ ټوټه خوئې کمه نده که کمه نوي نو رشتيا خبر دۍ او که ټوټه ئې کمه وي نو خبر درواغ ٠

په خبر کښي داسي ليکل شوي : [color=darkred:20dbfcbea6]له يو بد خبر له مخي د ټول افغان تكړه اسلام اند ليكوال ښاغلي عادل وطنمل د تيري مياشتي(فروري) په ۱۲ تاريخ د مازديګر په ۵ بجو د SAF د استخباراتي شبكي لخوا له يوبريد څخه په زخمي حالت كې د كور تر څنګ زنګل ته يې پنا وړي خو د SAF استخبارتي شبكې كمانډو ګروپونو د زنګل په طرف حركت كړي چه تر اوسه دا خبره نه ده روښانه چه عادل وطنمل به په كوم حالت كې وي. [/color:20dbfcbea6]

دعادل له ليکنو داسي واضح معلوميږي چه کار ئې کاوه ٠ او په خپل موټر کښي کارته تللي ٠

کله چه پوليس څوک نيسي ٠ اول مخفي پوليس (SAF )کوښښ کوي چه د کور چار طرفه اول محاصره کړي ٠ چه د تښتېدو امکان ئې نوي ٠ په داسي حال کښي که يونفر وي يا لس وي ٠ دابه نو طبعأ هغه څوک وي ٠ چه د حکومت څخه فراره وي ٠
اوکه فراره نوي ٠ نو پوليس اول کوښښ داوي چه په کار يا پر سرک ئې په ناخبري کي
ئې نيسي ٠

دوهم داسوال پيدا کيږي چه دا کومه منطقه ده چه عادل په کښي اوسېدۍ چه د کور تر څنګ ئې ځنګل وي او وحشي حيوانان په دې ځنګل کښي سته ٠ او ممکن چه خوړلې ئې وي ٠ اياپه پښتون خوا کښي داسي کڼ طبيعي ځنګلونه سته چه له طيارې څخه هم پټېدالې شي ٠ ؟؟؟

درېيمه ٠ که چيري داسي حمله SAFعسکرو کړې وي چه پر ټوله محل شوې وي ٠
نو داسي حملې ته د عسکرو او ملت ترمنځ جنګ ويل کيږي نو طبعأ بايد په اخبارو کښي د جنګ خبر تير شوي وي ٠ په داسي حال کښي چه الوتکي هم په جنګ کښي داخيلي وي ٠ او ميډيا څخه داخبره نه شي پټېدلې ٠

خبر زياته وي چه : [color=green:20dbfcbea6]كله چه د كلي د خلكو څخه د عادل وطنمل د ګناه پوښتنه وشوه نو يو سپينږيري سړي وويل چه عادل يو زړور ځوان وه او د امريكايانو اوسني يرغلونه په افغانستان او عراق باندي ئي صليبي جنګ باله او د امريكايانو سره پدي جنګ كې دريدونكې د اسلامي هيواونو حاكمان به ئې د غدارانو په نامه يادول او ويل به ئي چه اوسني د اسلامي هيوادونو حاكمان دبوش څخه دومره په وير كيدي لكه څنګه چه د هلاكو خان[/color:20dbfcbea6]

ايا ٠ څوک چه مجرم وي ٠ نو يوه پپينږيري ته ئې ګناه ور معلومه وي ٠ او دټوله کلي
يو سپينږيړې په خبر وي ٠ حال داچه په خبرو کولو سره پوليس څوک نه نيسي ٠
ولي چه په پاکستان کښي اخبارونه هره ورځ داسي څه ليکي چه عادل به ګوټه په غاښ ورته نيولې وي ٠ د بوټو په وخت کي به په اخبارنو کښي ليکلي وه [color=red:20dbfcbea6]بوټو رنډي که بچي [/color:20dbfcbea6]
زما پخپله پياد دي چه د ګاډۍ څه راتا سوم په لاړ کانه کي ٠ چه د بوټوو کلې وو
په ټېسن کي خلکو ناري وهلې بوټو رنډي که بچي ٠ مطلب په پاکستان کښي د خبرو
ازادي سته ٠

او بيا خبر داسي ليکي چه :[color=blue:20dbfcbea6]د كلي د ځوانانو په وينا عادل وطنمل د مجاهدينو د اعلامي څانګې يوه غټه سټه وه او د هيڅ كوم مشخص تنظيم سره ئي اړيكي نلري او په ټوله نړۍ كې د مجاهدينو فتحوات ئې ستايل او پري ډير خوشحاله كيدو او ويل به ئي كه د مسلمانانو يو مركزي حكومت او د مالي صندوق درلودلي او دغه ټول مجاهدين چه نن د كفارو سره د ازادي په جنګ بوخت دي د يو مركز څخه كنټرول كيدل نو د جهاد نتائج به د اوس په پرتله څو چنده زيات[/color:20dbfcbea6]

دا ځنګه غټه سټه وه ٠ چه ځوانان ټوله خبر وه ٠ او بيا هم په خبر دي چه د کوم تنظيم سره ئې اړيکي نه درلودلې ٠ دامعنا چه دده خبري پر کوڅه او سړک کيدي ٠ نو طبعأ
پوليسو دده په باب هم پوره معلومات لري ٠
که هر ځوان دده حال خبر وي ٠ نو پوليس ولي يا څه ضرورت لري ٠ چه طيارې هم لېږي
د ده ونيولو ته ٠ فکر نه کوم چه عسکر يا پوليس به واسي ساده خلګ وي ٠
داسي يو سړی لکه عادل ٠فکر کوم که يو د تاڼې پوليس ته وظيفه ورکړي چه کله دي
عادل په بازار کښي وليدي په پښو يا موټر کښي ٠ وې نيسه ٠ ممکن ده او وه ٠

عادل ليکي چه دئ د ٢٧ کالو هلک دۍ ٠ يعني د يوه ځوان پلار زوئ دۍ ٠ داڅنګه پيښه ده ٠ چه د نورو سپينږيرو خلګو څه معلومات په لاس راځي او د پلار د خولې ئې ٠ احوال نه نيانيږي ٠
که حميد الله جان دده د کلي د سپينږيري د خولې حال وايي ٠ دامعنا چه کلې هم ور معلوم دي او محترم پلار هم نوهم پېږني ٠

که چيري دئ ترورست وي يا وي ٠ زما زړه ته نلوېږي ٠ ولي چه ترورست ممکن on Line ليکني وکړي ٠ نه د کوڅې او سړک پر سر ٠ هيڅ حزبي سړی داسي نه کوي ٠
چه په ځان پسي ډول ووهي ٠ په تير بيا داسي څوک ٠ چه محترم پلار ئې هم مجاهد وي ٠ او دجهاد په وخت کښي زخمي او ټپي سوي هم وي ٠ يعنني راز ساتل ئې طبعأ له پلار ه زده کړي وه ٠ که نه نو پلار ئې نسولې مجاهد کېداي ٠ مجاهد ښه پو هېدل
چه دوئ ته ضرور ده چه جهادي نوم بايد ولري ٠ که نوم ئې محمد سلام وي په کور او
اسنادو کښي ٠ نو د ځان د ساتني په خاطر ځانه ملا اختر نوم چوړه ولي ٠ که چيري
ونيول شي يا نيول سوئ واي نو و جرم څه په محکمه کي خلاصيږي ولي چه مجرم
ملا اختر دي ٠ او دئ محمد سلام نوميږي ٠ او اسناد لري دنامه ٠ کېس ئې ډراپ کېږي ٠

زما په نظر دا خبري نه سره مښلي او يو عالم ټوټې د عکس کمي دي ٠ تر څو ورکي ټوټې د عکس پېدانه شي نو نسم ويلاي چه عادل مړ دي ٠

داسي ليکني ئې کړي چه جواب نه ورته لري ٠
چه ترور ئې فرض بللي دي٠ نو دائې بهتره وبلل چه دغه رنګ ورکړي ٠ د فلم هلک مړ شو ٠ سبا بل فلم شروع کيږي نوم به ئې مثلأ ٠ اومثال د ممنوعاتو څه ندي
نو سبا به ئې نوم ځاروان کښېږدي ٠ مثال ترخبري پوري راوړم

زما مطلب داندي چه ځاروان نو عادل دي ٠



ع کريم حليمي
11.03.2005

[quote:788c636387]دامريکې دتحميلي ديموکراسې طرفداران او دامريکي د شل غمکو ملايان بايد
له دي حا لته داسي پند واخلي چې افغانستان ددوي او د افغانانو په لاس کې ندي [/quote:788c636387]

پتنګ جانه وطندار داخوتاسو ډېر حقيره جمله ليکلي ٠ زه متيقنه يم چه ستاسو فهم
تر دغي ليکني لوړ دي ٠ که داسي وي ٠ نو نه پوهېږم چه تاسو ولي داسي حقيره او د تحقيره ډکه ليکنه کړې ٠
او ستاسواصول ( doctrines ، principles )د پښتنولۍ ايښي په ټول افغان کي تاسو موږ د يوه کلک پښتانه په نامه پېژنو ٠
زه داسي فکر کوم چه د ټول افغان په زنګنه پاڼه کښي به زه د ډېر عمر يم ٠
اخلاق او بد اخلاق يو ساري مريضي ده ٠ نغواړم ٠ چه په دغه ساري د مشمشه په ناجوړي ٠ درسره اخته سم ٠ که مشمشه ناجوړي واخلم ښه به وي نه چه د جحش ناجوړي٠ وانه خلم٠ په داسپينه ږيره ډير بد کار دي وماته ٠
ډېر عالم ځما په ياد .......راغی تير شو لکه باد
هم داهسي راشي تيرشي ......په ځی نه لري ايستاد
عجب لويه کارخانه ده ........چه پيدا لوئ استاد
و حباب وته نظر کړه .......څه حباب څه ئې بنياد
هسي نه ئې که پوهيږئ ......ښه مثال شو درته زباد........................................خوشحال بابا


Anonymous
11.03.2005

حلیمي وروره سلامونه
دخبرپه اورېدو ډېر خوابدی شوم ، همدا اوس جلالزی راسره آنلاین دی هغه وایی چې دی جلالزی نه دی ، خو ستاسې خبر و راته ډاډ راکړ اودې پایلې ته ورسېدم چې جلالزی بچ دی


نقاد
11.03.2005

پتنګ ورور ته سلام . وروره دغه ډول کنايې دچا پر ضد تکراروې چې :
اقتباس: [quote:0900ed87b5]
دامريکې دتحميلي ديموکراسې طرفداران او دامريکي د شل غمکو ملايان بايد له دي حا لته داسي پند واخلي چې افغانستان ددوي او د افغانانو په لاس کې ندي [/quote:0900ed87b5]
مونږخو په کراتو مراتو تکرار کړې چې دموکراسي د هر اولس خپل کار دی، نه وارد کيدای شي او نه پر چا تحميليدای شي ، بلکې د خلکو د خپل اند او خپلو هلو ځلو او مبارزې زيږنده وي! د افغاني اولسواکۍ مخالفين بايد پخپله زمونږ د ملي او اسلامي ديموکراسۍ پر ضد خپل دﻻيل وړاندې کړي، نه داچې هغه پر امريکايانو وتپي او بيا يې د امريکا او لويديځپالنې په بهانه سره پر ضد ښکرونه اړم کړي . دا خو هرچاته څرګنده ده چې امريکا هيڅکله بهرد ديموکراسۍ او دېموکراتيکو غورځنګونو پلوی نه دی کړی او تل يې ديکتاتور رژيمونه د ځان په ګټه کارولي دي.
مثالونه :
١ـ ايا طالبان ديکتاتوران نه وو ديموکراتان وو چې لومړی يواځې امريکايانو د پاکستان په مرسته رامنځته کړل ؟
٢ـ ايا د ايرا ن شاه دموکرات و چې امريکا يې تر اخره پورې پلوی او ملاتړ کاوه ؟
٣ ـ ايا د جنوبي ويتنام د تيو رژيم دموکراتيک و چې امريکايانو مخ ته کړی و؟
٤ـ ايا په چيلي کې د پينو چې رژيم فاشتي نه و، چې د امريکا په مرسته يې يو دموکراتيک رژيم را وپرځاوه ؟
٥ـ ايا دپاکستان له هرپوځي رژيم سره هم امريکا مرسته او ملاتړ نه دی کړی؟
٥ـ او آيا په سعودي عربستان کې دموکراسي د ه چې د امريکا سره يې د دوستۍ سبب ګرځيدلې ده ؟
هر چا ته مالومه ده چې امريکا له خپل هيواد څخه بهر هيڅکله دموکراسي نه ده غوښتې ، بلکې چيرې يې چې خپلې ګټې په دکتاتورۍ ښې خوندي کيږي ، هلته بيا د دمکراسۍ نوم هم په خوله نه اخلي . له دې کبله به دا ستا له خوا پر ټول افغان کې د دموکراتو ليکونکو په هکله تر يوه جنايت هم زيات تيری وي چې هغوی د خپل اولس د نيکمرغۍ له پاره ملي اسلامي ديموکراسي غواړي او ته پرې ناحقه دامريکا يا لويديځ په پلوۍ تورلګوې او يا يې هلې ځلې د لويديځې ليبرالې دموکراسۍ له پاره هڅې ګڼې .
[color=red:0900ed87b5]له دې نه سم ووايه او اعتراف وکړه چې [/color:0900ed87b5]: نه دموکراسي غواړم ، که سل ځلې ملي او اسلامي هم وي، او نه پرمختګ او ترقي غواړم ، بلکې د اسلام پر بهانه پر شا تګ او دهواد د بربادۍ له پار د طالب ، بنسټپالنې او القاعدې واکمني غواړم ، څو مونږ ( لکه زه او حليمي صاحب ) او نور څوک دې هم د ليکنو په غرنج تير نه وځو .
والسلام .


صابر ننګرهاري
12.03.2005

ګرانو لوستونكو
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

حميد الله وروره خبر خو دي ډير زيات غمګين دي او په لوستولو يي ډير زيات غمګين شوم.
زما په نظر دغه اداره SAF نه ده بلكي SAP ده چې اوسيمور هېرش په خپل كتاب Road from 9/11 to Abu Ghraib په ۱۸ مخ كې د دي اداري په اړوند كاږي چې امريكا د نورو ځايونو تر منځ په سينګاپور، تايلند او پاكستان كې پټ اړتونونه [بنديخاني] لرلې چې د دفاع وزارت د SAP يانې Special access program له مخې چلېدل د دغه پټ سازمان موخه دا دى چې له ډيپلوماتيك نزاكتونو او بين الدول حقوقو بهر د تروريستانو [مجاهدينو] تحقيقات بشپړ كړي SAP د هغي ډيرې پټي پريكړي له مخي رامنځ ته شوي دي چې ولسمشر جورج ډبليو بوش د ۲۰۰۱ كال په پاي او د ۲۰۰۲ كال په پيل كې لاسليك كړي وه. د SAP خلكو ته په امريكا كې حقوقي حفاظت وركړل شوي دي د كوماندو مركزيي د دفاع وزارت په يوه محفوظه برخه كې ځاي پر ځاي شوي دي نه يي چاته بودجه معلومه ده، او نه يي څوك منډ ميندلي شي. د SAP كوماندو كولي شي چې بي له ويزي د هيوادونو له بريدونو څخه تير شي [۱۷او ۵۰-۴۹ مخونه]

كه محترم ورور عادل وطنمل ددغه شبكي په لاس كې لويدلي وي نو خداي پاك دي ترينه راخلاص كړي او كه شهيد شوي وي خداي دي شهادت قبول كړي. بغير د دعا څخه نور څه نه شو كولي.

هغه ورور چې ليكلي ئي دي چې عادل وطنمل او جلال زي يو نفر دي نو وروره جلال زي زه ښه پيژنم هغه ښه شاعر دي او په قوم اندړ دي نوم يي مجيد الله قرار دي او اوس په كابل كې د كرزي په حكومت كې كار كوي او د عادل وطنمل له نظر څخه خو داسي څرګنديدله چې هيڅ امكان نلري چې د كرزي په حكومت كې دي وظيفه لرله. او د خپلي دعوي د ثابتولو لپاره كولوي شي چې هغه دواړه ليكني چې يوځل جلال زي كړي او بيا عادل لوستونكو ته په ګوته كړي.

صابر ننګرهاري


صابر ننګرهاري
12.03.2005

ګران حلمي صيب له سلام څخه ورسته

حلمي صاحب فكر نه كوم چې عادل وطنمل دي د خپل مرګ خبر په خپله د څه هدف لپاره نشر كړي وي ځكه چې تر كوم ما د عادل ليكني لوستي نو چه كومه خبر ه يي كړي بيا ترينه تښتيدلي نه دي او د ترور په اړوند ئي چه څه ليكلي هغه هم ما لوستي دي چې ډير مختصر څه دي د ليكوال پوره نظر ترينه نه شي څرګندي دلي او د هغه ورسته بيا عادل بله كوم ليكنه نه ده كړي چه دا معلومه شوي وايي چې د عادل د ترور څخه څه مطلب دي ؟ كوم ترور يادوي؟ نو اوس زه خو په خپله د ټول افغان د اسلام اند ليكوال محترم طالب جان څخه هيله كوم چه ترور دي د اسلام له نظره په بشپړه توګه و څيړي ځكه كه د حميد الله خبر ريښتيا وي نو امكان نلري چې عادل دي كومه ليكنه بيا په ټول افغان كې وكړي.

صابر ننګرهاري


Anonymous
12.03.2005

لوستونكو له ګيډيو سلامونو څخه ورسته

حليمي صيب ليكي:
(((داسي ليکني ئې کړي چه جواب نه ورته لري ٠
چه ترور ئې فرض بللي دي٠ نو دائې بهتره وبلل چه دغه رنګ ورکړي ٠ د فلم هلک مړ شو ٠ سبا بل فلم شروع کيږي نوم به ئې مثلأ ٠ اومثال د ممنوعاتو څه ندي نو سبا به ئې نوم ځاروان کښېږدي ٠ مثال ترخبري پوري راوړم)))

حليمي صيب ويل دا غواړي چه عادل وطنمل په اړوند نشر شوي خبر دروغ دي او دا كار ده خپله كړي او هغه له دي وجه دغه خبر نشر كړي چه خپل نوم بدل كړي او سبب يي ورته دا ښودلي چه په يوه ليكنه كي ئي د ترور په اړوند خبره كړي او چه جواب ورسره نه وه نو خپل نوم د بدلولو لپاره ئي دا كار وكړو نو لكه څنګه چه اوس عادل وطنمل ورور نشته نو زه حليمي صيب ته هغه څلور يزه مخكي ايږدم چې د ټول افغان د څلوريز په مشاعره كې عادل وطنمل ليكلي وه.

[color=indigo:dcbb44b5e2]كه ته شاهين شوي منزل لري نه دي
كاروان دلي دي مخكي تللي نه دي
ځان كي پښتو لږ شان غيرت پيدا كړه
يو غيرتي هم چا وژلي نه دي
چي په ميدان كي درنه تيښته كوي
هغه پښتني مور زنګولي نه دي[/color:dcbb44b5e2]

د الله څخه اميد لرم چه د په ټول افغان كې به د عادل وطنمل مرچل خالي پاتي نه شي. او يو بل د حق ويونكو به ورته راشي.


م ن غروال
12.03.2005

درنو او محترمو مسلمانوخويندواو ورڼو سلامونه ومنئ!
د عادل وطنمل ورور په هکله خبر ما لا مخکي لوستۍؤ او باور مې نه کاوه چې دا به ريښتيا وي٠ ما به هيڅ هم نه وای ليکلي اما بعضي پښتانه ولې دومره نامرده کرکتر لري چې د يوه افغان مسلمان ورور پر مړينه د خپل نوم په نه ښکاره کولو خپله خوښي څرګندوي٠ زه او نور وروڼۀ هم لکه نقاد او حليمي له عادل وطنمل وروڼو سره مو اختلاف النظر درلود اما خداي مکړه داسي ونشوه چې يا خو نقاد او يا خو هم حليمي محترمينو ددې خبر په اوريدو خداي مکړه خپله خوښي ښودلې وي٠
مونږه چې اولسواکي غواړو بايد ددې کلتور هم ولرو چې خپل مخالف اند وروڼو سره هم بحث وکولائ شو او هم يي نظريات واورو٠ دئ حق لري او هر مسلمان افغان، چې د امريکايانو نظامي قواؤ پاتې کيدل په افغانستان کي وغندي٠ او خپل نظريات څرګند کړي٠ وسله واله جګړه او ترور او وژنه او هر هغه مسلمان افغان ته چې په اوسني حکومت کي په کار او خدمت بوخت دي، د لاسپوڅي او ګوډاګيانو خطاب، او د هر کافر په نوم د صليبي وژل او داسي نور ...... مسايل وؤ چې د نظرياتو اختلاف مو درلود او موافق نه وؤ٠ که هغه دا کار عملا کړۍ وي او او يا يي په دغه لار کي خپله مرسته کړي وي بيا هم دده جزا مرګ نه بلکه دده جزا بايد د افغاني اسلامي محکي لخوا فيصله شوي وي او د پتنګ ورو خبره چې بايد افغانان ورڅخه تحقيق وکړي نه پردي او امريکايان!
امريکايان چې څه په ابو غريب او ګوانتينامو کي وکړل او کوي يي، د بشري حقوقو او ديموکراسي نظام اصولو او مقرراتو څخه يوه رغنده سرغړنه ده ٠
اوس که مونږه وايو چې دا باندني ځواکونه دې هېواد کي وي علت يي دا دې چې مونږه افغانان د نجيب سقوط وروسته د الله اکبر مقدس شعار لاندي هغه وکړل چې نه په تاريخ کي وؤ او نه هم د معمِ غوندي په پوښتنو کي، اوس دومره ده چې مونږه خپله خپل ځانونه تباه برباد او د پرديو احتياج کړل٠ ځکه خو دغه اسلام اندو وروڼو ته تل وايم چې وروره راځه تر ټولو ړومبۍ خپل ولس په اسلامي روزنه او اخلاقو سمبال کړو او بيا پکي د هر ډول مسلک وګړي وروزو او بيا ځانوته د اسلامي نظام غوښتنه وکړو٠ خپر اوس د عادل ورو ياد په خير!
اما زه باور لرم چې انشأالله تعالی په شفر تللۍ او که نن وي او که سبا په ټول افغان کي به هرومرو سر راښکاره کړي٠
او څوک چې له نږدي دۍ پيژني زه ورڅخه هيله من يم چې لطفاً خپل مؤثق خبر دې هر څه زر تر زره دلته خپور کړي٠ په درناوې
دعادل ورور سره د بحث په تمه (انشأالله تعالی)



ع کريم حليمي
12.03.2005

[color=blue:bdfc5df66c]بِسمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَ الْعَصرِ(1) إِنَّ الانسنَ لَفِى خُسرٍ(2) إِلا الَّذِينَ ءَامَنُوا وَ عَمِلُوا الصلِحَتِ وَ تَوَاصوْا بِالْحَقِّ وَ تَوَاصوْا بِالصبرِ(3)[/color:bdfc5df66c]

لوستونكواود شنبې د ورځي د مارچ د مياشتي د 12, 2005 9:49 am مېلمه ته له ګيډيو سلامونو څخه ورسته
الهي تاسو فرمايلي چه : واذا سألك عبادي عنى
فإني قريب أجيب دعوة الداع اذا دعان فليستجيبوا لي وليؤمنوا بي
لعلهم يرشدون
الهي د عادل د مرګ خبر دروغ که يا الهي ٠ او الهي د عادل مورکه جانه او بابا جان ئې د زړه د زخمه وساته ٠ تر ډېره وخته ٠ الهي بل خدای نه لرم ٠ ته يوازي زموږ خدای يي ٠ که تاسو زموږ په داد ونه رسېږۍ ٠ الهی بل داسي قدرت نشته بېله تاسو
الهی ! که د عادل وعده رارسولې وه ٠ نو الهي ! انك عفو تحب العفو فاعف عنا
اللهم اغفر لهم وارحمهم اللهم عافهم واعف عنهم اللهم أكرم نزلهم ووسع مدخلهم
واغسلهم من خطاياهم بالماء والثلج والبرد اللهم جازهم بالإحسان إحساناً....
اللهم وجازهم بالسيئات عفواً وغفراناً اللهم أعذهم من عذاب القبر يا أرحم الراحمين

مېلمه تاسو دي خدای په خير راولي ٠ د ليکني داسي راته معلوميږي چه مېلمه نه يي
نو مجبره يم چه مېلمه دي وګڼم ٠ او يا نا بللې ميلمه !
نا بللي مېلمه تاسو ليکي چه :
[color=red:bdfc5df66c]حليمي صيب ويل دا غواړي چه عادل وطنمل په اړوند نشر شوي خبر دروغ دي او دا كار ده خپله كړي او هغه له دي وجه دغه خبر نشر كړي چه خپل نوم بدل كړي او سبب يي ورته دا ښودلي چه په يوه ليكنه كي ئي د ترور په اړوند خبره كړي او چه جواب ورسره نه وه نو خپل نوم د بدلولو لپاره ئي دا كار وكړو نو لكه څنګه چه اوس عادل وطنمل ورور نشته نو زه حليمي صيب ته هغه څلور يزه مخكي ايږدم چې د ټول افغان د څلوريز په مشاعره كې عادل وطنمل ليكلي وه.[/color:bdfc5df66c]

يوه عکس بله ټوټه هم ورکه ده ٠ که چيري داپيداسي نو به خبره بيا حقيقت ته نږدې شي ٠ هر وخت چه ليکوال په مستعار نامه ليکني کوي ٠ نو پسله مرګه ئې ٠ دوستان
را ولاړشي ٠ چه فلان (عادل وطنمل )د داسي يا هاسي مريضي په سبب له دونيا څه
سترګي پټي کړې ، شهادت ئې په نصيب ، لبيک ووايه

او د ټول افغان د ليکوال خبر بايد د ټول افغان له خوا بايد تائد شي ٠ ولي چه د عادل وطنمل خو پلار لري ٠ کورنۍ لري ٠ او هغوۍ طبعأ خبر دي چه عادل په ټول افغان کښي ټکړه او غښتلۍ ليکوال وو ٠ نو طبعأ ئې ټول افغان ته په يو صورت د صورتو
ئې لار پيدا کول ٠ چه د ټول افغان لوستونکي د دعا لپه ورته پورته کړي ٠

او بيا نو صابر ننګرهاريي صاحب داسي ليکي چه :(او د ترور په اړوند ئي چه څه ليكلي هغه هم ما لوستي دي چې ډير مختصر څه دي د ليكوال پوره نظر ترينه نه شي څرګندي دلي )
عادل وطنمل داسي مختصر ،او [color=blue:bdfc5df66c]فصح [/color:bdfc5df66c] ليکي چه : د الله او د مؤمنانو دښمنانو ترور كول د هر مسلمان فرض دي ٠ ايا تاسو په دغه ليکنه کښي
فصاحت او بلاغت نه وينۍ ٠ ؟؟؟

او حضرت ځاروان صاحب بيا غواړي چه په تائد ئې هم څه ولکي چه محترم حضرت
ځاروان ليکي چه :د اسلام له نظر د كفارو د ترور كولو په اړوند به محترم ورور عادل وطنمل خپله خبره او نظر په خپله څرګند كړي خو كه ژوند راسره وفا وكړه نو انشاء الله د اسلام په فورم كښي به زه هم د كفاور د ترور كولو په اړوند خپل نظر په تفصيل سره وليكم او بيا به ئي د فورم مليانو ته پريدم چې خپله نظر پري وه ليكي.

داڅه معنا لري ٠ دامعنا ځاروان ئې په تائد ئې لستوڼي را لغړي ٠ که څنګه ؟؟؟؟


Anonymous
14.03.2005

[color=red:526919acce]اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
تر اوسه پوې هېڅ چا د عادل مرګ يا مړينه تاييد نکړه، او تر څو پورې چې د هغه د مړينې يا شهادت تاييد په ثقه توګه نه وي شوی، تر هغه دغه ټول احداث، افواهات ، اټکلونه او انګيرنې رښتيا نشي بلل کيدای او بي ارزښته پاتې کيږي . هو عادل زمونږ د جرګې يار و او تر ټولو ښه دعا ورته محترم استاد حليمي صاحب کښلې ده چې دده د ژوند او والدينو ته يې د نيکمرغۍ غوښتنه د الله تعالی په لوی دربار کې کړې ده . مونږ ټول پرې آمين وايو ، او تشو احداثو ، وسوسو او اټکلونو ته تر هغه وخته پورې د پای ټکی ږدو تر څو چې يا عادل ورور مو پخپله د ټول افغان د وياړلې پاڼې پر مخ بيا را څرګند شي او يايې د شهادت پيښه په ثبوت ورسيږي . په نا مالومې موضوع باندې بحث ته دوام ورکول بي ګټې وي او له خطآ او ګناه څخه هم خالي نه وي . والسلام . [/color:526919acce]


Anonymous
15.03.2005

تشويش مه کوی څاروان او صابر ننګرهاري دواړه دعادل وطنمل نوي نومونه دي.


pattang
18.03.2005

يوه ډيره ناځوانه جمله ندي ؟؟

څاروان او صابر ننګرهاري داسي کار ته څه ضرورت لري او ولي ؟؟

دپښتونولي په مينه پتنګ

[quote:600b435c5a="Anonymous"]تشويش مه کوی څاروان او صابر ننګرهاري دواړه
دعادل وطنمل نوي نومونه دي.[/quote:600b435c5a]



څاروان
22.03.2005

پتنګه وروره له سلامونو څخه ورسته

وروره ددي خلكو د خبرو پروا مه كوه دا هر څه چه وايې د خپل زړه د خوشحاله كولو لپاره ئې وايې او په همدي خبرو خپل زړه ته تسلي وركوي نو ګوړه ګوړه دي وايې خوله به ئې خوږه وي.

څاروان



څاروان
22.03.2005

دوستانو له سلامونو څخه ورسته
د عادل وطنمل صيب په باره كې ما خپل نظر په بله ليكنه كې څرګند كړي او دلته فقط دغه آيات شريف ليكم:
مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً

څاروان


Anonymous
22.03.2005

عادل وطنمل وروره(څاروان صيب) خدای دې اجرونه درکړې. دځنې خلکو فاتحه وروسته له مرګه اخيستل کيږي، خو ستابه په ژوندينې واخلو. تراوسه ستا په نوم ٩٩ په سلوکې مشکوک وم خو نن چې دې د مولوي خالص(ناخالص) يو شعر لکه هميشه موږ ته وړاندې کړ نو باور مې راغی چې سل په سلو کې عادل وطنمل يې. په هرحال مهمه نه ده، عادل وطنمل يا نوم غل ، مهمې ستاليکنې دي نه ستا نوم، داچې په دې ډرامو سره ستا هدف څه دی خدای پوهيږي. او ممکن غوښتل دې خپل محبوبيت او يا هم داچې که خدای مکړه وفات شي وروسته له مرګه به داخلک ستا په باره کې څه فکرکوي ځانته مالومات حاصيل کړې نوبياخوښه ډرامه ليکونکی يي. خو ودې ليدل چې هيچ چا هم ونه ژړل او ژوند لکه هميشه جريان درلود. خو باورلرم که يو بل څوک مړشي او بنادګرنه وي مانا داچې انسان وژنه تاييد نه کړې حتمي به ورباندې خلک وژاړې او په ټول افغان کې به يې هيا هوی هم زياته وي،نو خداې وکړې چې دا ستا له پاره يو درس و او نور د تروريستي دريځ څخه لاس واخلې او خپل دليکنې او ډرامه جوړولو استعداد دخلکو په خدمت کې په کار واچوې.
په درناوي
دهبالوال


hotak
26.03.2005

يارانو سلامونه اومينه دهبالواله خداي دي راوله پدى عقل.
ياره دهبالواله كه عادل په هغه سخت دريځۍ گزاره نشي كولاى نوته خويى والله كه بيخي پدغه عقل وكړى.
دامريكايانو دي هم دمورشيدې شي چي ستاسي په څيرمنطقي اودانشمندملاتړي لري.
ياره بوش نووالله كه له ننه وروسته په افغانستان كي دخوشالۍ ټروكړ.
په هرصورت زه ددى لپاره چي دغه جاهلانه بحث ته همدلته دپاي ټكى كيږدم وايم چي عادل وطنمل په اصل كي زه وم چي خپل نوم مي بدل كړى وو.او ددى لپاره چي دالونډه اړخ مي پټ وساتم نوم مي بدل كړى وو خو له بده مرغه پاس ورډمي كشرووروته په لاس ورغلى وو اوهاغه دى زه يى مړكړم.
زه مړنه يم ژوندى يم.له دغو خُلوسره يوڅه پام كوۍ.داسي موبى ماره كړي لكه زموږدكلي دسيلاني اكاخر چي په هره خوايى منډه كړه منډه يى كړه.خوتاسي نه پوهيږۍ چي هوتك ترتاسي هم لونډه دى.
مينه اومننه په ټوكه خوامه بدوۍ اوكنه تڼۍ پرانيزۍ...........والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more