سياست او روانې چارې
د افغان هوایی ځواکونو نوي وړتیاوی او مسلکی قابلیتونه!
Hashmat Kahn
15.08.2014
افغان ملی پوځیانو ته مسلکی وده ورکول د ناتو او د آیساف له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي. بی له شکه چې په تیره لسیزه کې د افغانستان په ټولو سکتورونو کې پرمختګ شوی خاصتآ په امنیتی برخو کې، زموږ ګډ هدف د افغانستان له خلکو سره دا دي چې هغه لاسته راوړنې چې په تیره لسیزه کې حاصلی شوي دي وساتو او د افغان او نړیوالو په پانګه اچونو سره دغه ثبات ته نور هم وده ورکړو.
د ملی پوځیانو د نورو بی شمیره لاسته راوړنو تر څنګ یوه ډیره ارزښتناکه لاسته راوړنه دا ده چې، اوس هوایي پوځیان کولي شی پرته له مرستي او په خپلواکه توګه ټپیان د جګړي له ډګر څخه د هوا له لاري انتقال کړي. دغه لاسته راوړنه نه یوازي هوایی ځواکونوته بلکه ټول افغان پوځ ته روحیه او مورال ورکوي.
ستاسو په اند نوري کومي لاري وجود لري چې افغان ملي پوځیان کولي شې د خلکو توقعاتو ته مثبت ځواب ووایې او خپلي ژمنې په ښه توګه سرته رسولي شې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم