د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دښځو دپیوستون نړی واله ورځ

Anonymous
08.03.2005

زما بیچاره، دردمنو او دعزت نه ډکو خویندو اومیندو!
سلامونه او احترامونه.
هسی هم دافغانستان دخلکوحالت دژړاوړدئ،خوستامو په وضع باندی باید دسترګو څخه داوښکو په ځای وینی راتویی شی.ددی خاورینی کری په مخ ستاسو په څیرمظلومه ،محکومه ،مجبوره،معصومه،یوازی،بی دفاع ،بی ارزشه اوځوریدلی ښځی نشته.تاسی هیڅوک ،هیڅ شئ،هیڅ حق او هیڅ وس نلرئ.
خو ستاسو مقاومت او استقامت ته دهمالیا او هندوکش غرونو سرونه ټیټ کړی،ستاسو حوصلی،تحمل،او صبر ته دسمندرونوژوروالئ او پلن والئ هیڅ دئ،ستاسو مقام ته ددی دنیا ټول مادی ،مصنوعی،شیطانی او کاذب قدرتونه د حسرت په سترګه ګوری اوشرمنده دی، تاسی دنبیانو،پیغمبرانو،فیلسوفانو،ولیانو ،پوهانو ،نابغه ګانواو شاهانو دزیږیدنی،روزنی او پالنی اصیله ،لمړئ او اخرینه سرچینه یی، جنت ستاسو د پښو لاندی دئ.
تاسی په د مظلومیت او محکومیت کی د ژوند دبیړئ هغه ژوندئ او محرکه قوه باستی چه سره له دومره تیری او ظلم بیا هم په ډیره بردبارئ او تواضع دغه دظلم او وحشت نه ډکه بیړئ ډوبیدو ته نه پریږدی او د ساحل په لوری یی کشوی .دغه دجهالت ،تش غرور،کبرجن او تیارو سرونو لرونکی پلرونه ،وروڼه او میړونه ستاسو په عظمت او تقدس باندی نه دی خبر ،ځکه چه په هغه باندی علم او معرفت نه لری. تاسو هغه ډیوه یی چه د ظا لم او مظلوم ،شتمن او مسکین ، قوی او ضعیف او عالم او جاهل ټولو خونی مو رڼا کړی او بیله تعصب او توپیر څخه تیاری په روښنایی بدلوئ. تاسو دانسانیت مور یاستئ ، انسایت شرافت ، غیرت او انسانی کرامت دتاسو څخه زیږیدلی دی،مګر له بده مرغه تاسوته څوک د انسان په سترګه نه ګوری،دا ځکه جه هغوئ پخپله تر اوسه د حیوانیت په خوسا ګرداب کی لمبیږی ،بیله دینه چه د غرقیدو او محو کیدو فکر یی سرته ورشی . دوی پریږده چه لویی خبری وکړی، دغیرت څخه و غږیږی،دمیړانی دعوی وکړی ، ځانونه وستایی او د جهالت په دنیا کی په خپله ناپوهئ باندی افتخار وکړی، مګر په د نه پوهیږی چه تردی نابوهه ،ټیټ او بی ارزشه څوک نشته چه دخپلی لور ،خوراو میرمنی انسانی مقام ته چه طبیعی مقام یی دئ قاییل نشي.
زما یوازی خویندو او میندو! تاسی واقعا یوازی یاستئ،هیڅوک .هیځ مقام،هیڅ سازمان ،هیڅ مرجع نشته چه ستاسو دمظلومیت غږ پورته کړي او یا یی واوری ،ځکه ددی دپاره ګویا ژبی او شنوا غوږونه په کار دی،دګونګیانو او کڼو څخه دا هیله بیځایه ده.دابوغریب دجیل څخه دعراقئ خور فریاد ستا خور پورته کړاو ټولی نړئ واورید ، خو ستا دکلونو ،کلونو او نسلونو ،نسلونو د مظلومیت او محرومیت ناری نه چاواورولی او نه چا واوریدلی. ستا درد دهغی څخه ډیر شدید او زخمونه د ی ډیر ژور دی . هغه د ملحدو،متجاوزو او پردیو دوحشت ،بربریت ، زورواکئ او شیطانی هوسونو قربانی وه،خو تاسو دخپلو پښتنو ،مسلمانواو میړنو د جهالت په تبئ ستي شوئ.
تاسو د صبر اومقاومت نمونه یاست، سره ددی چه پلار دخرڅه کړی دهغی دپلارتوب د حق څخه منکره نه شوی ،تاسو سره ددی چه دورور دبدئ په مقابل کی بدله شوی، دخپلوئ او ورورئ درشتی د پریکولو په تکل کی نه شوئ، تاسی سره ددی چه دبل په واک کی یاستئ بیا هم دهغه پله په شان چه انسان او حیوان دواړه پری تیریږی د خپل اصالت او رسالت څخه چه وصل دئ ، پیوند دئ بیزاره نه شوئ. تا خپل ځان ، ژوند،ارمانونه او هیلی ددی ظالمی او بی عدالته ټولنی دنیکمرغئ او سمبالتیا دپاره قربانی کړ. خو افسوس چه هیڅوک ستا ددغه لوی انسانی هنری شاهکار په قدر پوه نه شول، څومره بی سپاسی ده.
ستاسو قربانی د اسماعیل(ع) د قربانئ څخه لوړه ده، هغه د خدای(ج)درضا دپاره یو وار قربانی شو، چاړه ورته د جنت نه راغله او د قربانئ په مقابل کی اسمانو ته وخوت، خوتاسی دجهالت په کثیقه چاړه هره ورځ کله د پلار ، کله د ورور او کله دخاوند درضا دپاره دسرسایی د ملا په تکبیر حلالیږئ او ددی په ځای چه ستاسو د قربانئ قدر وشی، بادون یی وشی، وستایل شی او وښودل شی نوری هم تحقیریږئ او توهین کیږئ. له یوی خوا د پښتو دوچ تیاره، بی مانااو ناپوهئ نه ډک رواج دخنجر په شان ستا سو سینی سورئ سورئ کړی او دبلی خوانه هغه چا چه ځانونه دانبیاوو وارثان بولی د غلامئ او بردګئ په ابدی زندان کی واچولئ.هیڅوک ستاسو سره خواخوږی نه لری، هیچا ته ستاسود غملړی حالت تصویرول جالب نه دی،حتی ستا هغه خویندی چه نسبی زدکړه یی درلوده دزرو او زور په هوس کی یی تاسو هیری کړئ او دسازش لاره یی و نیوله.
داسلام مقدس دین دعربو ښځی د ژوندی خښیدو څخه خلاصی کړی ، خومفتیانویی د پښتنو ښځو په محکومیت او مجبوریت دتایید او تصدیق مهر ولګاوه. پښتنو دډهلی څخه تراصفهانه لویی امپراتورئ جوړی کړی او ډیر پاخه او کلک سنګرونه یی مات کړل، ډیرلوی ښارونه او ملکونه یی فتح کړل، مګر د پښتنو میرمنو زړونه یی تسخیر نشوائ کړئ ، دخپلو تړلو ذهنونو دیوالونه یی و نشوائ نړولائ، او د خپلو لوڼو ، خویندو، میندو او میرمنو څخه یی د اسارت ځنځیرونه مات نه کړل.
دلته دازادئ ،خبلواکئ او انسانی حقوقو خبری کیږی، د ولسواکئ ناری وهل کیږي، د شریعت د جاری کیدو غوری دی، خو تاته دانسان قاییلیدوداقرار او اظهار جراات او شهامت هیڅوک نلری، ځکه چه شهرت ته به یی زیان ورسیږی ، په بی غیرتو کی به و شمیرل شی او په قدرت کی به ورته برخه ورنکړل شی.

خپل انسانی مقام ته د رسیدو دباره ستاسو به مخ کی ډیر لوی او هیبتناکه خڼډونه پراته دي ، لاره ډیره اوږده او کږه وږه ده،خو ستا استقامت او مقاومت ددی خڼډونو څخخه ډیر اوچت دئ، وارخطا نه شی ، په هره تیاره پسی رڼا راتلونکی ده. د هغی ورځی به امید چه د جهالت تیاری زموږ د نرانو د سرونو څخه ورکی شی او د عقل سترګی یی وغړیګی او دغه حقیقت درک کړی چه :
دیوی رشیدی ټولنی جوړول بیله رشیدو ښځو څخه ناممکنه ده .تر څو چه ستاسی ټولنیز نقش د تحول او ترقئ په عنوان ونه منل شی، زموږ ټولنه به هم د رفاه ، ازادئ او خپلواکئ مخ ونه وینی او د ترقئ او نیکمرغئ هدف ته به ونه رسیږی .

داود


Anonymous
08.03.2005

دافغانستان دردېدلو، محرومو، بې وسو، عاجزو او دافغان نارينو څخه په مراتبو پاکو او بې ګناه خوېندو اومېندو!

دخپل ورور پېرزوينو ، درناوي او احساساتو ته هرکلې وواياست٠

دمارچ اتمه د ښځوټولنيز عالي مقام ته ددرنښت په وياړ نمانځل کيږي ٠ کېدای شي ددغې ورځې په وياړ کومه غونډه په کابل کی هم شوې وي خو ددې سره سره په ډېره خواشينۍنړ بايد ووايم چې دافغانستان ٩٩% خوېندې او مېندې له دې څخه نه دي خبر چې ګنې ددوی په نامه هم چېرې کومه ورځ شته ٠ خودغه ورځ په ځينو هېوادونو کی دپوره پاملرنې سره نمانځل کېږي
او په نمانځلو کی يې نه يواځې ښځې برخه اخلي بلکه نارينه هم٠
له بده مرغه افغاني ټولنه يوه داسې ټولنه ده چې امورپکې په شفاهي توګه چلېدلي اولا چليږي ٠ په تاريخ ، کلتور ، مذهب اوسياست يې شفاهت (لفظي افهام او تفهيم ) قابض دې او همدغه علت دې چې کتاب او ريښتينې علم نه پېژاندل کيږي ٠ که چېرې علم عملي بڼه درلودای نو نارينه به هم دژوند په معنا اوهم ددين په معنا پوهېدلای ٠ دوی به دخرافاتو اوجاهلورواجونو اوانساني سالم رواجونو او عقايدو ترمنځ هم توپير هم کوولای٠ دوی به هيڅکله جاهلو غېر انساني رواجونو ته په مقدس نظر نه کتلای٠ ٩٥% افغانانو ته مذهب په عالمانه توګه يابه داسې ووايم ، د باسواده شخص لخوا نه دې ورزده شوې ٠ د زده کړولومړنۍ مرجع موراوپلار دي اوچې هغه هم بېسواده ، له هيڅ نه خبر نه ، څنګه کوولای شي صحيح اوريښتينې مذهب خپلو اولا دونو ته وروښۍ ؟
په دې پسې د مذهبي اوديني مسايلو مهمه منبع مسجد او ملا دې ٠ څوفيصده ملايان په افغانستان کی ليک کوولای شي ؟
څومره ملايان د علميت په معيا ر پوره دي ؟
څوفيصده ملايان د ديني علومو ترڅنګ په اجتماعي علومو خبردي ؟
څوفيصده ملايانو دتعليمي نصاب برابر ديني تعليمات حاصل کړي ؟
واضحه خبره ده چې ددغو ټولو پوښتنو ځواب منفي دې٠ داخوسمه نه ده چې يوتش په نامه ملا دې د کوم مريض په سر دنسوحا د قيصې يوه برخه ورچوفوي اوته چې پوهېږې ورته غلې شې ٠ دغه ملابايد لومړې زده کړه وکړي ترڅو په دې وپوهېږي چې قيصې ددم اوچوف لپاره نه دي بلکه دڅېړنې اوعبرت لپاره دي ٠ دغه ملا بايد زده کړي وي چې ددم ، دعا ، ثنا ، عبادت او قيصو مواقع ، مراجع اووقوف څه دي ٠ نوکله چې نه موراوپلار له علمه خبر وي اونه ملا صاحب ، څنګه به ماشومانوته مناسبه ديني اومذهبي زده کړه اولارښوونه وکړي ؟
خدای پخپله عالم دې ، دانا دې ، خالق دې ، کشاف دې ، مخترع دې ، قادر دې او اعلی دې ، څنګه کېدای شي چې جاهل ، غافل ، ادنا ، تنبل او ناخبره انسان خوښ کړي ؟
څوک چې د خدای په لاره نه ځي دداسې انسان څخه به کومه لاره زده شي ؟
دا-اونورډېر پاخه اوواضح دليلونه دي چې پړه هم په امي اوهم په ملا اچوي او سياست هم له دغه پړې نه نشي خلاصېدای٠

ددې مضمون په لوستوڅوک شايد داپوښتنه هم وکړي چې دښځو دنړيوالی ورځې سره ديني اومذهبي مسائل څه اړيکي لري ٠
خوعيني اوذهني شرايط ددې شاهدي ورکوي چې د مذهب اودين له نامه څخه دسياست په ډګر کی سؤ استفاده شوې اوکيږي ٠ دمذهب په نوم دانسان حقوق ترپښولاندی شوي ، ظلم شوې اوکيږي ، بشر ته چې خدای يې اشرف المخلوقات ګڼي په سپکه کتل شوي اوبشريې اسيرکړې ، له خپلو حقه حقوقو يې محروم کړې ٠ ايا په ريښتيا داد اسلام دين وو چې داسې يې کړي ؟
ځواب : نه ، نه ، نه
مونږ داسلام مقدس دين نه شو ملامتولای ځکه چې داسې کوم ثبوت په اسلام کی نه شته چې ښځه بايد په چارديوارۍ کی بنده شي ، مخ ، لاسونه اوپښې دې پټې کړي ، کاردې نه کوي ، تجارت دې نه کوي ، په ټولنيزو کارونو کی دې برخه نه اخلي ، زده کړه دې نه کوي ، سپورت دې نه کوي ، دوادې نه خوري ، ډاکټر ته دې نه ځي ، ماشومان دې نه روځي ، پهجائزه او خپله خوښه دې مېړه نه انتخابوي ، دطلاقوحق دې نه ورکول کيږي اوپه ميراث کی دې برخه هم نه ورکوول کيږي ، خوکه غوور وکړۍ نوددې برعکس ثبوتونه شته ٠ دبېلګې په توګه حضرت بي بي خديجه (رض) چې د حضرت محمد (ص) استخدام کوونکې ښځه ، تجاره ښځه وه چې پخپله خوښه يې مېړه وکړ او پخپله يې له حضرت محمد څخه دهغه سره دژوند کوولو خواهش وکړ ٠ دجاهلوعربوڅخه دښځوازادي حضرت محمد (ص) اخيستې ٠ که په دغو کارونوکی کوم نقص يا ننګ اوعاروای ، نوبېشکه چې حضرت محمد به هغه منع کړېوای خوهغه حضرت نه يواځې ممانعت نه ووکړې بلکه د هغې بي بي اطاعت يې هم کړې ٠
که اسلامي تاريخ وي ، که روايات وي که سونت وي خو همدغه دي ، ولی پښتانه همدغسې نه کوي ؟ راځۍ چې په ډاګه يې ووايو اودشريعت سره يې برابره
ووايو: که د غېرت خبره يواځې په تناسلي الو پورې تړلي وي اومقصد دښځينه جنس ساتنه وي نو خوراولور بايد هيڅ چاته واده نشي اوکه داسې نه وي نو دخور اولور يو جايز مېړه حق دې ، ولی نشي کولای پخپله خوښه يې انتخاب کړي ؟ په دې کی دغېرت څه دي ؟ هغه ښځه يا نجلۍ چې پلار اوورور يې په زور اوظلم بل ته مجبوروي ، ديوموټي پيسو په مقابل کی خپله خور او يا لورهماغه کارته مجبوروي چې پښتانه ورته ننګ اوعار وايي ٠ ايا ترټولو لويه بې غېرتي او بې ننګي دانه ده چې خور او لور پرته د هغوی له رضا دهووس لپاره بل ته مجبوره کړي ؟ اومونږ به بيا تورې راخلو چې دداسې پښتونولۍ څخه چې هيڅ انساني ، مذهبي اوقانوني ارزښت نه لري ، دفاع وکړو؟ دڅه لپاره ؟ ايا دنياوي ښېګړه لري ؟ ايا اسلامي بنسټ لري ؟
دافغانستان له تأ سيس څخه ٣٦٠کاله تېرشول مګر دپښتنو نه ژوند جوړشو ، نه اتفاق لري ، نه يې کوولای شي ، نه دچاسره دسيالۍ دي ، نه چا په ښه نوم وپېژندل ، نه يې هېواد جوړ کړ ، نه تعليم لري ، نه روغتيا او صحت لري٠ ١٤٠٠کاله له اسلام څخه تېر شول مګر تراوسه لاد حقيقي اسلام څخه خبر نه دي ٠ بس ځان وژنې اوبې اتفاقۍ ته شنه ناست وي ٠

پښتانه مجبوردي چې دوخت دتقاضو سره ځان عيار کړي ، د نووښت اومثبت بدلون تأ مل په ځان کی پيدا کړي کنه نو په تشو شملو ، وچ غرور اوتکبر هيڅ په لاس نه ورځي ٠ که په ځان تېروتنه څه کېدای نو٢٦٠کاله به ولی ضايع کېدل٠

ښځې چې لوړ مقام نه درلودای نو ولې به يې جنت ترپښو لاندې کېده ؟

راځۍ چې په خپلو ګرېوانونوکی فکر وکړو ، خپله راتليزه ، دراتلونکي نسل بقا اوپايښت په نظر کی ونيسو اوخپلو خوېندو اولورګانو ته خپل انساني حقوق وروسپارو ، هغوی ته اجازه ورکړو چې علم حاصل کړي ، پوه اوباسواده ماندينې او مېندی شي ، استاذانې شي او ډاکټرانې شي ترڅو صحتمند ، سالم او تکړه نسل وروزلای شي ٠
نارينه افغانان بايد دښځو پرځای ځان ته متوجه شي چې ولې يوه ښځه ياجلۍ نشي کوولای په پرده ددوی لمنځه تېره شي ٠ ايا دا نارينه اخلاق نه دي چې يوه ښځه په لار تېريږي د ټولو سترګې ورته بوټې وتې وي ؟

اصلا" سړوته پکارده چې ځان اصلاح کړي ، دچا خوراولورته په بده سترګه ونه ګوري ٠ ښځو ته احترام وکړي اود ((مال غنيمت)) په سترګه ورته ونه ګوري ٠

همدارنګه زمونږ محترمې خوېندې بايد دخپل ملي اومذهبي اصولو ته ددرناوي په احساس حرکت اوژوند وکړي ، دخپلوازاديو معيار په ملي اومذهبي ارزښتووټاکي او د علم د حصول سره دوفادارۍ اوپاکۍ طرزالعملونه هم زده کړي ٠

په احترام

له کندز څخه ازادنظر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more