د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په نیشه کې انتحار

میرویس
12.08.2014

ګرانو لوستونکو، سلامونه او احترامونه
طالبان وایي چې د جهاد په مینه مست مجاهدین استشهادي حملې کوې او دښمن وژني. دا خبره هرچاته اظهر من الشمس غوندې روښانه وه چې دا استشهادي حملې نه، بکه انتحار دئ چې په اسلام کې قطعي حرام دئ.
خو اوس دا خبره هم د څو مثالونو نه وروسته ولس ته روښانه شوه چې انتحاریان له یوې خوا صغیران دي چې د خپل عاقبت ښه او بد نشي سنجولئ او له بلې خوا هغوی د جهاد په مینه مست نه، بلکه عقلونه یې د نیشه یي موادو په پیچکاري کولو زائل کیږي او بیا انتحار ته ور ټیل وهل کیږي.

دا د الله جل جلاله په حضور کې ډول ډول کبیره ګناهونه دي چې طالبان یې مرتکب کیږي. ولس اوس بیله شک او شبهې پوهیږي چې طالبان دا نیابتي جنګ د افغان ولس ددښمن دپاره یا دمجبورتونو له مخې او یاهم د مالي او دنیوي ګټو او امتیازونو دپاره کوي، او دهغوی داکار د الله جل جلاله په حضور کې عظیمه ګناه او د افغان ولس په مقابل کې ملي خیانت ګڼل کیږي.
====
کندهار ولایت مقام: ځانمرګو بريد کوونکو ته د بريد پر مهال پېچکارۍ لګول کېږي
سیدال
Larawbar.com 2014-08-11
دکندهار ولایت مقام څخه را استول سوې خبرپاڼه
کندهار، افغانستان- څو ورځي وړاندي د رحمت الله په نوم د روزګان ولايت اوسېدونکی چي په پاکستان کي اوسېده او هلته يې د ځينو ترهګريزو ډلو له خوا ترهګريزه روزنه تر لاسه کړې وه، د ملي امنيت د منسوبينو له خوا تر نيولو وروسته په ډاګه کړې چي د ځانمرګي بريد وړاندي ورته يو ډول پېچکارۍ لګول کېدلې.
ياد کس چي غوښتل يې پر کندهار ولايت مقام ځانمرګي بريد تر سره کړي، د څېړنو پر مهال ويلي چي تر پېچکارۍ وروسته يې وېره له ذهنه تله او د لېونتوب غوندي يې بريد ته لېوالتيا زياتېده.
له ښه مرغه د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ياد کس تر بريد وړاندي ونيول سو او يو ځل بيا د ګڼ شمېر بې ګناه افغانانوژوند وژغورل سو.
ځان مرګي بریدکونو دنړۍ دارواپوهانو توجه ځان ته اړولې ده خو هرکله چي دغه یاد کسان ددولت له خوا نیول سوي دي، ډېر پټ رازونه ئې افشا کړي،پر خپلو کړو ئې پښېماني څرګنده کړې او له دولت څخه ئې بخښنه غوښتې ده. درسنیو دراپورونو سره سم، کله چي دولت ځان مرګی بریدکوونکي ژوندي ونیسي، وسله وال طالبان ئې په اړه پټه خوله پاته سوي دي.
http://www.larawbar.net/40975.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more