سياست او روانې چارې
د څرخ ولسي وګړي په کوم جرم ووژل شول؟
lawangin
10.08.2014
[img:f0a8c108c1]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/08/civilian_injured-620x330.jpg[/img:f0a8c108c1]
د څرخ ولسي وګړي په کوم جرم ووژل شول؟
نشرونکی: abdullah khan
نن ټکی اسیا – سرمقاله (سې شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۳)
وړمه شپه یوځلې بیا د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ ۱۶ تنه بیوزله
ولسي وګړي د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شول.
که څه هم چې دولتي چارواکي او د هغوي بهرني ملاتړي په سیمه کې
وژل شوي کسان وسله وال طالبان بولي،خو د سیمې اوسیدونکي او د
وژل شویو کسانو خپلوان د عیني شاهدانو په توګه په یاده ولسوالۍ
کې دګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتوکې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې
پخلی کوي.
د سیمي اوسیدونکي وايي چې د څرخ ولسوالۍ په شش قلعه، دشت ،
قلعه نو او پنګرام کلیوکې د امریکايي او افغان ځواکونو په ګډو
عملیاتوکې ۱۶تنه ولسي وګړي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي
په ډیرې بیرحمي سره وژل شوي دي.
د لوګر د ولايتي شورا رئيس ډاکټر عبدالولي او ځیني نور دولتي
چارواکي هم د مشترکو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د ولسي خلګو
په مرګ ژوبلې اعتراف کوي ،خو په کابل کې د بهرنیو ځواکونو
(آیساف) مطبوعاتي دفتر او همداراز د ملي دفاع وزارت چارواکي بیا
په دې خبره ټینګار کوي چې د دوی د ځواکونو په عملیاتوکې وژل
شوي کسان وسله وال مخالفین دي نه ولسي کلیوال.
د مشترکو ځواکونو په عملیاتوکې د څرخ د ولسوالۍ د ۱۶ تنو ولسي
کسانو شهادت لومړنۍ پیښه نه ، بلکې تر دې له مخه هم د یادو
ځواکونو په شپینیو عملیاتوکې په لوګر او د هیواد په نورو
ولایتونوکې په سلګونو کسان وژل شوي ، ژوبل شوي او د ډول ډول
تورونو په پلمه د بهرنیو ځواکونو ناقانونه زندانونوته اچول شوي دي
.
د ملګرو ملتونو په شمول هیڅ داسې مسؤل لوری نشته چې د دغه
بشري ناورین مخنیوی وکړي، د بیوزله انسانانو قاتلین د قانوني
محکمې میزته ودروي او د دغو جنایاتو په اړه تري پوښتنه وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) یواځې هغه مهال د ولسي
وګړو په مرګ ژوبلې خپل غبرګون ښیي چې کله په هغو کې د وسله
والو طالبانو د ښکیلتیا احتمال وي ، نور که د بهرنيو ځواکونو په
هوايي بریدونو، د هغوی په مخامخ ډزو او یا د هغوی په شپینیو
عملیاتوکې هرڅومره ولسي وګړي وژل کیږي ،ژوبل کیږي اویا په
توره شپه کې لاس تړلي ناقانونه زندانونو ته اچول کیږي دوی
ورباندې ځان هم نه خبروي.
همدا لامل دی چې ورځ تر بلې په هیواد کې د ولسي وګړو مرګ
ژوبله زیاتیږي او هیڅ لوری یې دمخنیوي په اړه د مسؤلیت احساس
نه کوي.
په جګړه کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله هغه اساسي موضوع ده چې
باید ټول مسؤل اوښکیل لوري تر بل هرڅه له مخه په جدي او
مسؤلانه توګه ورسره برخورد وکړي او مخه یې ونیسي.
یواځې په دې سره هیڅ لوری هم د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې له
مس،لیت څخه ځانته برائت نشي ورکولی چې د هغوی د وژلو په پیښه
کې خپل لاس لرل رد کړي ، اونه هم د یوناما مکلفیت تنها په دې
سره پوره کیږي چې کال په کال د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې ارقام
اعلان کړي ، بلکي هغه څه چې د دې ستونزې په مخنیوي کې
موثریت لري هغه په دې لاره کې د ټولو ښکیلو او مسؤلو لوریو
جدي هڅې دي چې باید ټول یې په پوره انساني او اخلاقي مسؤلیت
سره د عملي کولوکوښښ وکړي او د بیوزله انسانانو د مرګ ژوبلې په ټینګه مخنیوی وکړي.