د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ددفاعي او نیابتي جنګ عواقب

اتل
07.08.2014

محترمو وطنوالو، السلام علیکم
پداسې حال کې چې د ځان دفاع فرض ده، یوولس د خپلې دفاع دپاره په صداقت جنګیږي، او هغه اجیرعسکر چې د بیګانه ګانو دپاره نیابتي او حرام جنګ کوي، په جنګ کې نا غیړي کوي، پخپله د جنګ میدان ته نه وردانګي، بلکه نالوستي، بې اسرې او مذهبي افراطیان د اسلام په نامه دوکه کوی، د جنګ میدان ته یې لیږې او پخپله په مزو کې په خارج کې مجلل ژوند کوي.

الله جل جلاله موږ بنده ګانو ته ویلي چې ستاسې حرکت او زما برکت. الله تعالا عادل دئ، او ګوري چې کوم لورئ په حق دئ. یو د لورئ دځان دفاع چې فرض ده کوي، او بل لورئ ناحقه دپردیو دپاره داسې نیابتي جنګ کوي چې د الله تعالا ټول احکام نقض کوي او د خپلې ګیډې نه مذهب راباسي چې په زور او جبر یې په مسلمان امت تحمیل کړي. دا طبیعي ده چې الله تعالا د دمظلومومدافعینو ملاتړ کوي، نه د نیابتي متجاوزینو قاتلانو.

موږ ګورو چې په څو تیرو ورځو کې طالبانو ته چې د متجاوز دښمن دپاره نیابتي جنګ کوي خپل مسلمان وروڼه قتل کوي، څومره تلفات وراوښتي دي.

۱. طالبانوداخترنه یوه ورځ وړاندي دکندهاردولایت د ژيړۍ، پنجوايي او ميوند پر ځينو سيمو حملې وکړې، چي شاوخوا دوې اوونۍ وروسته مات سول. د یادې جګړې پر مهال ۱۷۱ وسله وال وژل سوي، ۳۷ ټپيان سوي او ۶۵ ژوندي نيول سوي دي

۲. د غزنی د ولایت په ګیرو او مټه خان کې شپږ تنه پنجابی او ترکمنستانی جنګیالی وژل شوی دي.

۳. د هلمند په مارجه کې ددې ولسوالئ لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

۴. د ننګرهارد ولایت دشيرزادو دولسوالۍ لپاره دطالبانو دنومول شوى ولسوال او اته تنه پاکستاني طالبانو په شمول نهه شپته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

۵. دغه راز د نورستان د کامدېش په ولسوالۍ کې شل تنه طالبان وژل شویدي.

خو په بدل کې طالبانو تیره شپه شاوخوااته بجې دزابل په شهری صفاولسوالۍ باندې د توغنديز بريدونه وکړل، دیوې کورنی یوه ښځه یې ووژله اودوې ښخی اودوه ماشومان يې ژوبل کړل.

طالبانو د ملک په نورو علاقو کې هم دیته ورته تیت او پراګنده ترورستی اعمال سرته رسولي دي.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more