د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د پښتنو غوښتنه:

larghonay laraway
07.08.2014

په دې تېر نه وځئ چې پښتون نټ ته کېناست، ايميل، فيسبوک او ټويټر کاروي نو ګنې متمدن شو.
نه! نه! نه!
پښتون همغه قبيلويت کې غرق او پرق پښتون دی.
دوی که په فيسبوک کې خپل خيرن پيرن تصوير ايښی ؤ او ورته يې ليکلي وو: (څنګه ښکارم) نو خامخا به ورته واه واه واه ليکئ او يا به يې (لايک) کوئ. پام چې ورته ونه وايئ چې څټ دې خيرن دی کنه په غم به واوړئ.
دوی که حتی د خوشحال او رحمان بابا شعرونه غلا کړي وو نو بيا به هم ورته غل نه وايئ کنه تاسو به ونيسي.
دوی که هر ناوړه کار کاوه تاسو به ورته وړ وايئ کنه بيا درته وايي چې (پلانکی منفي ليکنې کوي)
دا خلک خوشحال بابا خو څلور سوه کاله وړاندې پېژندلي وو ولې د الفت صيب دا لاندې شعر د دوی د زړه غږ دی.

وران کار به ودان ګڼې دلته که اوسيږې ته
حق ويل به زيان ګڼې دلته که اوسيږې ته

ورځې ته به شپه وايې چا که ورته شپه ويل
تور په به سپين شيان ګڼې دلته که اوسيږې ته

هيڅوک ملامت نه دي وران که ټول کارونه شي
خپل قسمت به وران ګڼې دلته که اوسيږې ته

ټيټ خلک به جيګ ګڼې ناست که په جيګ ځای کې وو
ځمکه به اسمان ګڼې دلته که اوسيږې ته

هر چا چې هر څه ويل ته به صفتونه کړې
هر يو به لقمان ګڼې دلته که اوسيږې ته


daud
07.08.2014

سلامونه او احترامونه
هو لرغونى لاروى صاحب همداسى ده .
زه خو يى چى حركاتو ، لافو ، تقليدي ذهن ، جامدو ماغزو او اعمالو ته ګورم ، نوپه دا دغورو او باټو نه ډك تاريخ يى شكمن شم .
چى پيسى يى ډيرى شي سود خوري ، چى زور پيدا كړي ظلم او ناروا كوي ، هغه هم په خپل پښتانه او كه يو څو ورځې يى دمكتب ، مدرسې او يا پوهنتون دروازى خلاصې او پورې كړې وي ، بيا خو دكبر او غرور نه فرعون هم ورته هيڅ دئ .
كا شكي قبيلويت كى غرق وائ ، نو يو څه خو به خپلې قبيلې ته كړ ي وو ، خو داسى نه ده ، اولينۍ جفا او ناروا يى دخپلى قبيلې سره ده ، هسى درواغ وايي ، بى دخپله ځانه دبل هيڅ شي خيال ورسره نشته .
زه خو يى نور ليونى كړم ، دما په شمول دالله تعالى (ج) ورته هدايت وكړي او دبيداره عقل خاوندان كړي .

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله



ع کريم حليمي
07.08.2014

محترمو او مکرمو لاروئ صاحب ، داود صاحب ، زما سلامونه او ښې هیلی په عرض رسوم ، صحت او عافیت مو تر دېره په نصیب سه

محترم لاروئ صاحب ، دېر ریشتیا او واقعتونو ته مو ګوته نیولې ده
تنها ریشتیا ویل او لیکل ، نتنها تاسو ته نفع رسوي ، او روح مو آرام سي ، او پسله څو ورځو وروسته بیا صله رحمي غلبه درباندي کوي ، او بیا نا آرامه کېږئ ، موږ او تاسو ټول د پښتنو په دغه حالت رنج وړو

ټول د ویښ او متقی ضمیر خاوندان مشکل لیدونکي دي ، اما د حل لار ئې نه لټوي ، او قربانۍ ته نه یوو تیار ، زه هم نه پوهېږم چه ولي ؟ البته له قربانۍ نه مه ویني تویول مراد نه دی

مونږ و داسي چا ته ضرورت لرو ، چه ومو هڅوي او او د حل لار ښونه راته وکړي په داسي شکل چه خپله ګټه ئې مد نظر نه وي نیولې

یعني موږ د ملایکو په انتظار شپې او ورځي تېروو ، چه دغه مو لوی عیب دی

زه او ته ملامت او مسؤل یوو ، زمانه راهبر نه زېږوي ، ما او تاته لازمه ده چه راهبري په خپل لاس کي واخلو ، راهبري د ورکولو نه ده راهبري به اخلو !!!!

هر ملت چه د راهبر په انتظار شپې او ورځي تېروي ، ناوکۍ ئې راهبر سي !!!!

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more