سياست او روانې چارې
چی ملا کابل ولید هیواد تباه شو!
Samsor Afghan
05.08.2014
سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
وروڼو مقدمی ته می له وسه نه کیژی
نن سبا بحث د نړی په ټکنالوژی ده او ورځ تر بلی ملکونه پر مخ روان دی خو زمونژ افغانانو بحث نه ده بلکه جګړه د امریکا په دالرو روانه کړی.
ملا صاحب کابل ته راغلی په پاکستان کی یی درسونه ویلی پاچاهی غواړی داود خان پسی یی را اخیستی وه، د کرزی پسی را اخیستی ده، د غنی پسی هم شروع کړی.
هله د اسلام ضد کار کوی!
څه د اسلام ضد کار یی کړی؟
ډالر پری شندل کیژی هله ډالر یی وخواړه. ماته یی رانه کړه
دا د ملا علم شو
او دا یی ټول دلیل ده که بل دلیل ما ته کوم ملا وویل نر یی بولم قسم ده په هر بحث کی به په خلکو ټاپی لګوی او بس.
دا ملا چی له کابل نه ورک نه شی او دواړه لاسونه یی له حکومت او سیاست نه قطع نه شی دا وطن به آرام نه شی.
مرګ پر تاسو بی علمه د اسلام واکدارانو
له خیره په سترګو به یی ونه وینی
م . ق
06.08.2014
ښاغلي سلیمان خیل صیب،
ملا تر ملا فرق لري، د ایران، پاکستان، سعودي او مصر هم ملایان دي خو داچې حکومتونو ورته عصري وسایل، تحصیلات او زده کړو لپاره سهولیات مهیا کړي، نو د هغې ملایانو او زمونږ د ملایانو په فکر او پوهه کې هم تر ځمکې و اسمان هومره فرق دی، افغانستان کې د تحصیل او زده کړو لپاره ډیرې پیسې پکار دي، مسکینان او غریبان چې دغه پیسي نه لري او نه هم حکومتي واسطې لري مجبور دي چې پاکستان ته د مفت تعلیم او مفت سکونت و خوراک لپاره لاړ شي، او هغوي هم دغه مفت شیان د خداي لپاره نه ورکوي بلکه خپل فکر پکې پچکاري کوي ترڅو خپل وطن کې ورته هرڅه کفر ښکاره شي، له بلې خوا ملا او طالب له پخوا راهیسې په افغانستان کې خوار، سپک او ذلیل دی خو په پاکستان او سعودي کې یې ډېر قدر او عزت دی، پاکستانیان که خپله روژه هم نه نیسي، نه لمونځ کوي او په په زنا او شرابو کې تر ستوني غرق وي نو هم د ملا طالب، مسجد او مدرسې ډېر احترام او عزت کوي، چندې ورکوي، خیراتونه او زکاتونه ورکوي، خو بدمرغه افغانان که د دین ټول فرایض هم اداء کوي خو بیا هم د ملا، مدرسې او طالب سره یې دښمني ده، په همدې اساس ملا ته هم د کفر او ارتداد ټاپه په لاس ورغلې، او هم ترینه د افغانستان دښمنان سیاسي استفاده کوي.
د ظاهرشاه، داود، کمیونستانو او نورو فحاشه حکومتونه دې خداي نه بخښي چې خپله په عیاشیو کې ډوب وو او د افغانستان اکثریت د تعلیم څخه محروم وو، خو په پاکستان کې د انګریزانو له وخت څخه سکولونه او کالجونه ښه په اوج کې وو.
زه دیموکراتانو، نشنلسټانو او نورو ازاد خیاله افغانانو ته وایم: ترڅو چې افغانستان کې تعلیم او تحصیل عام نه شي او د خلکو اقتصاد ښه نه شي، نه به جنګونه ختم شي او نه به د پراختیا او سوکالۍ مخ وګورئ په افغانستان کې همدا بهرنیان او نړیوال دي چې د افغانستان د اقتصادي پراختیا مخه یې نیولې، لوي دلیل یې د بریښنا د بندونو، کارخانو او صنعت په وړاندې خنډونه جوړول دي، د ډیزلي برق جوړولو او د نورو ملکونو څخه یې د واردولو هدف هم همدغه وو چې د اقتصادي پلان کیلي د دوي په لاس کې وي، او افغانستان د تل لپاره د دوي مرستې ته محتاج وي.
نو ګرانه یوازې ملا نه دی ملامت بلکه ټول کار د افغانستان د پخوانیو او اوسنیو بې کفایته او بې درایته حکومتونو او ناپوهو عیاشه او مفسدو چارواکو څخه وران دی، ډالر دې وخوري نوش جان یې، خو وطن، ملت او دین ته دې هم خدمت وکړي، خیانت او فساد دې نه کوي.
زه که په افغانستان کې رالوي شوی وی او ملا واي نو ښايي د بحث جوګه به هم نه وم، پدې فورم کې هم همدغسې جامد ملایان راغلي وو چې زمونږ د اوږدې مبارزې په لړ کې یې میدان پریښود، چې له برکته یې ستاسې په څېر ازادخیاله خلک په جراءت سره ټول هغه څه وايي چې زړه یې غواړي.
د احمقو کمیونستانو او داود ناکامې، بې پلانه او شرموونکې کودتاګانې د دې ټولو بدمرغیو لامل دی.
د امان الله خان د ماډرنیزم او عصریتوب و ترقۍ خام بې پلانه بې سنجشه فکر هم انګریزانو ته د ملایانو د راپارولو بهانه په لاس ورکړه چې په ترڅ کې یې افغانستان د تباهۍ په لور ټیل وهل شو.
وروره احساساتي تبصرې فایده نه لري، دغه کار ما هم کولو خو پکار ده چې نور هوښیار شو، هرڅه د ځمکني حقایقو، تعقل او تدبر په بنسټ وڅیړو ترڅو د ستونزو لاملونه وپیژنو او د حل لپاره یې لارې چارې ولټوو، خپل مسؤلیتونه وپیژنو، بې کفایتي او بې درایتي پریږدو، د عیاشۍ پرځاي علم او ټیکنالوژۍ ته مخه کړو، ترڅو د افغانستان اقتصاد په خپلو پخو ودریږي او د بدمرغیو، کړاوونو، جنګونو او هجرتونو څخه د تل لپاره خلاص شو، ځکه چې د هجرتونو او پردي ملکونو حالات مونږ تجربه او مشاهده کړي، نور نه غواړو چې په دغسې یو وروسته پاتې حالت او جهالت کې پاته شو.
د سوکاله، پرمختللي، نیکمرغه او هوسا افغانستان په هیله،
په زړه خوږ ځوریدلی: م . ق
والسلام
م . ق
07.08.2014
زما د خبرې د ثبوت لپاره دغه لینک وګوره:
http://www.nunn.asia/19626/%D8%AF-%D8%AA%D8%AE%D8%B5%D8%B5-%D9%85%DB%8C%D9%86%D9%87-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%88-%D8%B9%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D8%B2%DB%8C%D8%B1%DB%8C/
ایا د کابل حکومت تراوسه په خپل هیواد کې د عالمانو د تربیې او روزنې لپاره داسې کوم پروګرام جوړ کړی؟؟؟ دوي ته د شرم ځاي نه دی چې په کابل کې دننه د ایران لخوا تر ټولو لوي اسلامي پوهنتون او مدرسه په وړیا توګه جوړیږي، خو دا مفسدان او خاینان نشي کولی چې خپل علماء او طالبان په خپل لاس کې ونیسي، چې ایران او پاکستان یې درته تربیه کړي نو هغوي نه بیا څنګه ګیله کوې چې ولې ستا فاسد حکومت نه مني او ولې درنه د ډالرو حساب غواړي، د دغو ډالرو سلمه برخه که هم پدوي ولګوې نو ډیر څه به لاس ته راوړی او د ډیرو نورو څخه به بچ شې، خو افسوس چې دا فاسدان کله د هیواد ملي ګټو او ملي سیاست ته ژمن دي.
Samsor Afghan
24.09.2014
وروره زموژ ملایان کاشکی د هیواد د ننه زده کړی کړای وای خو ټول د پاکستان له ماشینه را وتلی او په د هیواد کی د همغو اهداف مخ ته بیا یی.
مونژ وژلی همدی لښکر یو.
که لنډه سره وه وایو په داخل د افغانستان تر ټولو لوی کوښ ملایان بی شرمان دی او له هیواده بهر تروریست حکومتونه.
په درنښت