د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د طالبانو بې ساري تجاوزات.

میرویس
04.08.2014

ګرانو وطنوالو، سلامونه او نیک تمنیات
طالبانو صاحبانوپدې وروسیتیو وختو کې جنګ شدید کړئ، ګڼ شمیر ولسي خلک یې وژلي او ولسونه یې د خپلو مینو پرېښدلو ته مجبور کړي او سخت ظلم یې پردوی روا کړیدئ.
طالبانو د اروزګان د ولایت په دوو لسوالیو دهراوود او اروزګان کې څلورورځې مخکې جګړه پیل کړې چې تر اوسه پورې روانه ده. پدې جګړه کې لسګونو طالبانو برخه اخیستې ده، او تر اوسه ۲۵ تنه طالبان پکې وژل شویدي. د رپوټونو پر اساس دغو طالبانو لومړئ ځل په هلمند کې سنګر ونیوه، درې میاشتې په کلیو او کوڅو کې وګرځېدل او وروسته یې په سنګین او موسی قلعه کې بریدونه پیل کړل.
دویمه ډله یې د غزني ګیرو ته راغلل، دریمه ډله په نورستان کې ځای پر ځای شوي وو او څلورمې یې د ننګرهار په بټي کوټ او حصارک ولسوالیو بریدونه وکړل. رپوټونه وايي چې د طالبانو نوې ډلې چې دپښور ښار ته څیرمه د کارخانو په علاقه او دکوټې د سرخاب په سیمه کې روزل کیږي په غټ شمیر کې ډلې ډلې راځي او د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې حملې کوي.

پداسې حال کې چې طالبان ولیدل چې ولس ددوی سره په مقابله کې په وروستیو انتخاباتو کې بې ساري ګډون وکړ، په طالبانو د ویرې لړزانده تبه ګډه شوه، نو يې دا نوې تکتیک جاري کړاو بې ساري تشدد ته یې بډې ووهلي چې ولس وویروي او پدې ترتیب یې خپلې ارادې ته سر ټیټ کړي.

خو ولس چې د طالبانو د جابرحکومت مزه څکلې وه، ویې پتیله چې د خپلې خوښې د نظام په ټاکلو سره طالبان مردود کړي.
په درښټ.
www.pajgwok.com/ps
www.rohi.af/fullstory.pho?in=32585


Re: د طالبانو بې ساري تجاوزات.

lawangin
04.08.2014

کوم چې ته طالبان له اولسه نه بولې دا هرڅوک پوهېږي چې ته
سې ای اې ګمارلی یې ! خو يو شیی درته وايم دزندۍ کېدو وخت
دې نږدې دی نو که هوښيار یې منډې وهه داخبرې د پرېږده !!

[quote:5162b8f995="میرویس"]ګرانو وطنوالو، سلامونه او نیک تمنیات
طالبانو صاحبانوپدې وروسیتیو وختو کې جنګ شدید کړئ، ګڼ شمیر ولسي خلک یې وژلي او ولسونه یې د خپلو مینو پرېښدلو ته مجبور کړي او سخت ظلم یې پردوی روا کړیدئ.
طالبانو د اروزګان د ولایت په دوو لسوالیو دهراوود او اروزګان کې څلورورځې مخکې جګړه پیل کړې چې تر اوسه پورې روانه ده. پدې جګړه کې لسګونو طالبانو برخه اخیستې ده، او تر اوسه ۲۵ تنه طالبان پکې وژل شویدي. د رپوټونو پر اساس دغو طالبانو لومړئ ځل په هلمند کې سنګر ونیوه، درې میاشتې په کلیو او کوڅو کې وګرځېدل او وروسته یې په سنګین او موسی قلعه کې بریدونه پیل کړل.
دویمه ډله یې د غزني ګیرو ته راغلل، دریمه ډله په نورستان کې ځای پر ځای شوي وو او څلورمې یې د ننګرهار په بټي کوټ او حصارک ولسوالیو بریدونه وکړل. رپوټونه وايي چې د طالبانو نوې ډلې چې دپښور ښار ته څیرمه د کارخانو په علاقه او دکوټې د سرخاب په سیمه کې روزل کیږي په غټ شمیر کې ډلې ډلې راځي او د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې حملې کوي.

پداسې حال کې چې طالبان ولیدل چې ولس ددوی سره په مقابله کې په وروستیو انتخاباتو کې بې ساري ګډون وکړ، په طالبانو د ویرې لړزانده تبه ګډه شوه، نو يې دا نوې تکتیک جاري کړاو بې ساري تشدد ته یې بډې ووهلي چې ولس وویروي او پدې ترتیب یې خپلې ارادې ته سر ټیټ کړي.

خو ولس چې د طالبانو د جابرحکومت مزه څکلې وه، ویې پتیله چې د خپلې خوښې د نظام په ټاکلو سره طالبان مردود کړي.
په درښټ.
www.pajgwok.com/ps
www.rohi.af/fullstory.pho?in=32585[/quote:5162b8f995]


Re: د طالبانو بې ساري تجاوزات.

م . ق
05.08.2014

[quote:de7ab79b13="میرویس"]

پداسې حال کې چې طالبان ولیدل چې ولس ددوی سره په مقابله کې په وروستیو انتخاباتو کې بې ساري ګډون وکړ، په طالبانو د ویرې لړزانده تبه ګډه شوه، نو يې دا نوې تکتیک جاري کړاو بې ساري تشدد ته یې بډې ووهلي چې ولس وویروي او پدې ترتیب یې خپلې ارادې ته سر ټیټ کړي.

خو ولس چې د طالبانو د جابرحکومت مزه څکلې وه، ویې پتیله چې د خپلې خوښې د نظام په ټاکلو سره طالبان مردود کړي.
په درښټ.
www.pajgwok.com/ps
www.rohi.af/fullstory.pho?in=32585[/quote:de7ab79b13]

د ولس بې ساري ګډون او ارادې څه فایده وکړه؟ ولس د خپلو ځانونو او ګوتو په قربانولو خپله اراده ظاهره کړه خو چا یې قدر وکړ؟ ایا هغه دیموکراسي چې نړیوال یې نغارې ډنګوي داسې وي؟
دیموکراتانو او نړیوالو ته د ولس اراده هیڅ اهمیت نه لري، بلکه هغه څه به کیږي چې د سیاسي سوداګرۍ، پټو معاملو او استخباراتي پلانونو په لړ کې سرته رسیږي او په همدې ترتیب خپل څو لاسپوڅي مفسد اجنټان په فاسد نظام کې د فساد او خیانت لپاره ابقاء کوي او ساتي.
د افغانستان د حکومت جوړولو اراده د ولس په لاس کې نه بلکه د جان کیري، امریکايي او برطانوي سفارتونو په لاس کې ده.
که ولس تردې وروسته په دغه ډرامه انتصاباتو باور وکړي نو یا خو به یې د ډالرو مزه څکلي وي او یا به هسې یوڅو کوڅه ډب جاهلان او لوفران وي چې د دیموکراسۍ په غولوونکې څېره تېروتلي او ورته خوشبین وي.
هغه دیموکراسي به د ستایلو وړ وي چې په خپلو ټولو اصولو او مبادیو کې حقیقي او په تول پوره وي، نه د شومو سیاسي او استخباراتي اهدافو څخه قرباني شوې ډرامه او ډبل ګیم!


میرویس
05.08.2014

لونګینه، السلام علیکم
ورورګله په پتنګ کې دې چې خیر ونه موند اوس لونګین شوې. نه پوهیږم چې ارتقاع دې وکړه، که تنزل؟
ولې په اصلي مسئله بحث نه کوي، چې بیا دې پتنګي بابولالې پیل کړې.
طالبانو پخپله څان د ولس نه منزوي کړئ. طالبان دولس، اسلام، افغانیت او اسلامیت دښمنان دي. طالبان د بیګانه ګانو ټوپک په اوږه اېښئ خپل مسلمانت ولس قتلوي.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more