د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

مجاهد محمد عمر آخند صاحب، غږ مې اورئ؟

اتل
01.08.2014

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
قدرمن ملا صاحب، ستاسې د مبارک کمکي اختر موعظه مې ټکي په ټکي د زړه په غوږو واورېده. ماشالا پښتو يې نګه، سرغنه او کافي روانه وه. که زه دملک په روانو او تیرو حالاتو نه واي خبر، ستاسې او ستاسې د تیرو وختو د حکومت او په راوروسته جریانونو نه واي آګاه، او ستاسې د طالبانو اعمال مې هو به هو نه واي تعقیب کړي، نو لاجرم به مې ستاسې د مدبرانه قیادت پیروي کړې وه. خو له بده مرغه اوس داسې نشي کیداي.

قدرمنه ملا صاحب، تاسې د اختر پخپل پیغام کې په ټولو مساېلو ډیرې معقولې خبرې کړېدي او پدې لړ کې مود پوهنې او زده کړې په برخه کې خپله پالسې بیان کړېده:
اسلامي امارت لکه څنګه چې د اسلامي نظام نفاذ د دنیا او اخرت د ښیګڼو ضامن بولي، د همدې نظام د ټینګښت ، پایښت او یو مضبوط هیواد اوپیاوړي ملت دپه خپلوپښودرولواوغني کولو لپاره د ساینس ، ټیکنالوژۍ ، بشري علومو، د نویو او مثبتو لاسته راوړنو خپلول او ترویج یو حیاتي ضرورت بولي، [[[په دې برخه کې چې د اسلامي امارت په خلاف کوم تبلیغات کیږي یا د تعلیم د مخالفت تور ورباندې پورې کیږي موږ یي په کلکه ردوو، اسلامي امارت د علم زده کړه یو دیني فرض بولي، او د ښځو او نارینه وو لپاره د شریعت په چوکاټ کې د ټولو هغو حقوقو قايل او پرې قانع دی، چې د اسلام مبارک دین ورکړي دي، او عملي کولو ته یې ځان ژمن بولي]]].

محترم ملا صاجب!
ستاسې د پرزېدلي اسلامي امارت د مرکز ښکلي کندهار د میانشین غرنۍ ولسوالي چې د زابل د داى چوپان او ميزانې ولسواليو او د اروزګان له چورې او خاص اروزګان ولسواليو سره شريکه پوله لري او دغه راز د کندهار له دريو ناامنو ولسواليو شاوليکوټ، خاکرېز او نېش ولسواليو سره په خوا کې پرته ده د تعلیمې وضع څخه خبریاستئ؟ او آیا پدې هم پوهېږۍ چې د نورو پښتون نشینه علاقو د تعلمي حلالاتوصورت حال څنګه دئ؟

قدرمنه ملا صاجبه.
دغه ولسوالي ستاسې د نظام تر پرزېدو وروسته يوازې دوه کاله د حکومت تر واک لاندې وه، وروسته دغه ولسوالي ستاسې تر ولک لاندې راغله او پوره شپږ کاله ستاسې سره وه آو اوس هم اکثره علاقې یې ستا طالبان کنترول کوي.
اوس د میا نشین په ولسوالۍ کې یو ښونځئ هم نشته.

ددې ولسوالۍ خلک مجبور شول چې ملا امامانو ته مخه کړي تر څو يې ماشومانو ته د مکتب کتابونه تدریس کړي، خو طالبانو ملا امامان هم وګواښل او بالاخره دا لړۍ هم وشکېده.
ملا صاحب چې تاسې د اسلام په چوکاټ کې د تعلیم خبره کوئ، آیا تاسې د میانشین غوندې علاقو کې چې په کلونو کلونو ستاسې تر ولکه لاندې دي، د اسلامي تعلیم په چوکاټ کې ولس ته څه په ارمغان راوړي دي؟ هغه څوانان چې تاسې د تعلیم نه محروم کړي نن سبا د هغو قومونو د ځوانانو چې ماشومان یې په علم مرصع دي، ددفترونو چپراسي توب کوي، مزدورکاري او نورخدمتونه کوي. ستاسې ددې پالسۍ په برکت نن سبا پښتون قوم د نورو اقوامو د غلامانو حیثیت پیدا کوي او دپښتون د بربادۍ اسباب برابروئ.

ملا صاحب، تاسې چې د علم، معرقت، ثقافت، تخنیک اوساینس وعدې ورکوئ، آیا ستاسې د اسلامي امارت په موده کې د کومې علمې مؤسسې یوه خامه خښته هم چیرې کیښودل شوېده؟ آیا کومه مدرسه مو جوړه کړې ده، نور متداول علوم خو پر ځای پریږده آیا تاسې ددیني علومو په برخه کې کوم خدمت کړئ، او آیا تاسې د اسلامي تعلیم کوم کدرونه روزلي اوجوړ کړیدي؟ حتې په ډیربدوي ژوند کې افغانستان ددیني علومو د کدرونو مخکښ هیواد ګڼل کیده، آیا تاسې ددې میراٍث په بیرته را زوندي کولو کې کوم اقدام کړيدئ؟

قدرمنه ملا صاحبه!
یخ به په اوبو نه پورې کوو، ولس به نه دوکه کوو. موږ نه پوهیږو چې تاسې پخپله چیرې یاستئ؟ آیا ژوندي یاستئ، داستاسې پیغامونه دي او که د بل چا؟ ملا صاحب، تاسې خو فرارلادرک یاستئ، په غیاب او یا په فنا او یا په میت حالت کې مشري او پاچاهي نه کیږي. که واقعاً حیات یاستئ، اُسامه بن لادن غوندې د یوې سمڅې او یا یوه نا معلوم ځای نه په یوه تلویزیونې پرده را څرګند شئ چې موږ ډاډه شو چې لا اقل زوندي خو یاستئ.
په درناوي.


lawangin
01.08.2014

دغه لوګ دې پرېږده ! منطقي‌‌ خبرېې وکړه!
په تاسو خو سي‌آی اې دالر شيندي‌ ټولې نورې مو پټې کړې هسې
مو يو څو بې سویې نمائشي‌‌‌‌‌‌ ښونځي جوړ کړي دي !
چې صليبيان ورک شي اساسي ښونځي به هم جوړ شي !


larghonay laraway
02.08.2014

اتل صيب ملاعمر ته نور ليکونه مه ليکئ ځکه چې هغه نور د CIA له خوا منفک شوی او پر ځای يې هغه د داعش والا بغدادي ګومارل شوی
هر جاسوس تر يو وخت پورې محدود وي د کرزي وخت هم پوره کېدونکی دی


م . ق
02.08.2014

[quote:b594c8766f="larghonay laraway"]اتل صيب ملاعمر ته نور ليکونه مه ليکئ ځکه چې هغه نور د CIA له خوا منفک شوی او پر ځای يې هغه د داعش والا بغدادي ګومارل شوی
هر جاسوس تر يو وخت پورې محدود وي د کرزي وخت هم پوره کېدونکی دی[/quote:b594c8766f]

سلامونه او احترامات ټولو لیکوالانو او لوستونکو ته تقدیموم،
هیله ده چې روژه او اختر به مو ښه نیکمرغه او بختور تېر شوی وي.
هو لاروی صیب، د امیر المؤمنین وخلیفة المسلمین و امام الامة الاسلامیة ابوبکر البغدادي په ټاکل کیدو او د اسلامي خلافت د احیاء نه وروسته ملاعمر اخند فقط د افغانستان د ولایت یو والي او یا د غزوې یو امیر پاته کیدلاي شي او بس!
اکثرو طالب قومندانانو، سلفي مجاهدینو او د القاعده سره تعلق لرونکو افغانانو اوس د امیرالؤمنین خلیفه بغدادي سره بیعت کړی، او پاتې نور به یې هم وکړي فلهذا ملا عمر اخند هم که ژوندی وي نو باید بیعت وکړي هسې نه چې بیا وخت تېر وي.

والسلام


lawangin
02.08.2014

په تېرو وختو کې به درواغ دمسلمان او پښتانه لپاره شرم وو خو اوس
د cia شاګردان وياړ پرې کوي او په خوند او وياړ سره یې وایې !
داڅه پښتو ، څه اسلام !

[quote:50c26f07a6="larghonay laraway"]اتل صيب ملاعمر ته نور ليکونه مه ليکئ ځکه چې هغه نور د CIA له خوا منفک شوی او پر ځای يې هغه د داعش والا بغدادي ګومارل شوی
هر جاسوس تر يو وخت پورې محدود وي د کرزي وخت هم پوره کېدونکی دی[/quote:50c26f07a6]


larghonay laraway
03.08.2014

م.ق. ستوری صيب!
امارت خو تشريفاتي نوم دی چې ملاعمر په کې لږ څه وچلیدو خو فکر نه کوم چې د کوم ولايت واليتوب وکړای شي. ځکه چې والي توب خپله وړتيا او سواد غواړي چې ملاعمر لالا دا يو هم نه لري.
خو په مونږ يې څه CIA پوه شه او خپل مزدور ملاعمر ته يې کار موندنه پوه شه.
خدای به له کرزي او ملاعمر دواړو پوښتنه وکړي ځکه چې:
إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ
د خدای نيول ډېېېېېېېېېېېېېېر سخت دي


م . ق
05.08.2014

[quote:d97cd773b7="larghonay laraway"]م.ق. ستوری صيب!
امارت خو تشريفاتي نوم دی چې ملاعمر په کې لږ څه وچلیدو خو فکر نه کوم چې د کوم ولايت واليتوب وکړای شي. ځکه چې والي توب خپله وړتيا او سواد غواړي چې ملاعمر لالا دا يو هم نه لري.
خو په مونږ يې څه CIA پوه شه او خپل مزدور ملاعمر ته يې کار موندنه پوه شه.
خدای به له کرزي او ملاعمر دواړو پوښتنه وکړي ځکه چې:
إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ
د خدای نيول ډېېېېېېېېېېېېېېر سخت دي[/quote:d97cd773b7]

جناب لاروی صیب، لومړی خو پدې ستوري پوه نه شوم چې زما نوم سره مو نښلولی.
پدې ټولو لوبو کې یوازې CIA نه بلکه د برطانیه استخبارات M16 او توره شبکه ISI هم پوره ونډه لري.
لکه څرنګه یې چې د امارت څخه په خپل وخت ښه سوء استفاده وکړه او لکه د ګډو پسونو په څېر یې د خپلو اهدافو لپاره وکارول وبه ګورو چې د داعش څخه به څومره استفاده وکړي، زما په خیال خو عمده اهداف یې د شام او عراق ترمینځ دریم ملک جوړول، شیعه او سني ملکونه په خپل مینځ کې په ښکاره او پټو جنګونو اخته کول، په سیمه کې دایمي تشنج او بحرانونه جوړول او داسې نور.........خو بعضې اوقات داسې هم کیږي چې استعمارګران او فرعونان په خپلو لاسونو داسې موسی ګان وروزي چې د دوي په ځان بلا شي، د استعمارګرو ارادې او پلانونه شنډ او د الله رب العالمین اراده حاکمه شي، شاید د همدغو استعمارګرو په لاسونو د هغې خلافت ډبره کېښودل شي چې دوي یې اصلا نه غواړي، لکه څرنګه چې د خلافت د زوال لپاره همدوي سبب ګرځیدلي وو ښایي د دوباره احیاء لپاره یې هم دوي سبب شي.
(یفعل الله ما یشاء بقدرته ویحکم ما یرید بعزته)

[یرید الله ان یحق الحق بکلماته و یقطع دابر الکافرین] الایة
د ایمان غوښتنه دا ده چې د الله جل جلاله اراده په هرڅه مقدمه ده، کفار به غواړي یو څه خو الله به کوي بل څه!

والسلام مع الاحترام


Samsor Afghan
05.08.2014

سلامونه او نیکی هیلی

هسی دا سلام خو در واخلی کنه نور قسم ده که یو د صالم فکر خاوند پیدا شی په افغانستان کی.
حیران دی نورو ملکو ته یم چی ولی دومره ضعیف دی
زمونژ خوړل ډير اسان دی
هسی مو هغه نیکونو ښه خلک وو نر خلک وو یو څه کړی کنه له دا اوسنیو خو ولا که څه جوړ کړی؟
یوځل تاسی په خپله فکر وکړی نړی چیری ده او مونژ په څه لګیا یو؟
ډالر درباندی شیندل کیژی!
ډالر مو وخواړه؟
دا او دا یلکه تا څه کار کړی؟ کوم د فخر کار دکړی؟ له چا سره ولاړ یی؟ دا کار د سړی توب ده کنه؟
بلا د افغانستان د نوم ور واوړی دا بعضو ته خو
ولا شرمیژم چی د افغان نوم ورپوری ده


اتل
07.08.2014

السلام علیکم، لونګین صاحب!
ورورجانه دا لودګی نه، بلکه د یوه سوچه پښتون افغان د زړه د سوز او ګداز آهونه دي چې د ملا صاحب غوږونو ته یې ور پوف کوي.
لونګینه، په اصلي مسئله بحث مه چور او تالان کوه، یا خو ډیر غافل انسان یې د خپل پخواني ملک افغانستان په حالاتو آګاهي نلري، او یا خو هم دومره بد بخته انسان یاستئ چې په حیله حیله غر د مچ وزر کوئ. خو نه په حالاتو به خامخا خبر یاستئ، دا دویمه خبره ستاسې په حق کې صدق کوي.
په آلله جل جلاله دې سارم.

دغه لوګ دې پرېږده ! منطقي‌‌ خبرېې وکړه!
په تاسو خو سي‌آی اې دالر شيندي‌ ټولې نورې مو پټې کړې هسې
مو يو څو بې سویې نمائشي‌‌‌‌‌‌ ښونځي جوړ کړي دي !
چې صليبيان ورک شي اساسي ښونځي به هم جوړ شي !


م . ق
12.08.2014

د بغدادي په هکله د روسیې غږ دغه لیکنه وګورئ، ښايي د حقیقت پیژندلو کې درسره مرسته وکړي.
http://pashto.ruvr.ru/2014_07_08/274411384/

د دې لینک څخه د القاعده حقیقت هم معلومیږي چې اوس یې موسم تېر شوی خو له روزل شوو تخمونو او نیالګیو څخه یې په داعش کې کار اخیستل کیږي.

طالبان هم په همدغه تله وتلئ! ځکه هماغه کار ورڅخه وخیستل شو چې له القاعده او داعش څخه اخیستل کیږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more