سياست او روانې چارې
سید خیل: دقیقې او مؤثرې دي.
اتل
25.07.2014
محترمو لو سر لوړو پښتنو، السلام علیکم
د کونړد امنيي قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل وایي، چې بې پیلوټه الوتکې په کونړکې د کورنیو او بهرنیو وسله والو مخالفینو په منځه وړو کې ډیرې ګټورې ثابتې شوي او دغو الوتکو یوازې د روان لمریزکال په تیرو څلورو میاشتو کې اته ویشت بریدونه کړي او په کې يي په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده:
د کنړ د امنیې قوماندان وايي چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو سل او اته وسله مخالفین وژل شوي.
په دوې کې اکثره قومندانان دي چې د خپلو ملګرو سره وژل شوي.
په وژل شوو کې عربي، چېچېنايي، پاکستاني او نور وسله وال شامل دي او څه موده وړاندې د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې د کونړ لپاره د طالبانو نوماند والي د خپلو نورو وسله والو سره یو ځای وژل شوی و.
د بې پیلوټه طیارو په حملو کې څلوردیرش وسله وال ټپيان شوي دي.″
قومندان وايي، پدغو هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی
″د بې پیلوټه طیارو بریدونه ډیر بریالي ول، یواځې مخالفین يي له منځه وړي او نور چاته په کې تلفات نه دي رسیدلي.″
قومندان وايي، له کومو سیموچې بهرني ځواکونه وتلي هلته امنیتي حالات ښه شوي.
اوس په یادو ځایونو کې یواځې افغان امنیتي ځواکونه په خپلو دندو بوخت دی او ولس ورسره پوره همکار دی.
په هغو نورو پښتني علاقو کې هم دا خبره ثابته شویده چې دبې پیلوټه الوتکو د ویرې چې خارجي ترورستان او نور افراطیان تښتیدلي دي، هلته صلحې، امنیت او آرامۍ بیا وزرونه غوړولي او ولسونه اوس ددې ډول عملیاتو غوڅ ملاتړ کوي.
http://pa.azairadio.org/content/article/25469618.html
Re: سید خیل: دقیقې او مؤثرې دي.
lawangin
25.07.2014
ښه تجارت روان دی cia کوشش کوي چې وه یې ګټي او پر دې
پرپاګنده او دالر شيندلو دافغانانو او مسلمانانو اخلاق خراب او سياسي ګوډاګيان یې د تل لپاره وروزي !
په ۱۷ حوزه کې د شپې تر زرو دالرو پورې کار کيږي افغانۍ هلته
نه چليږي دالر غواړي او دالر چليږي!
قاضيان او څرنوالان سره يوځای کارکوي بې ګناه خلکو ته دطالب پهنوم دوسيه جوړوي او له ۵ نه تر ۵۰ زرو دالرو رشوت غواړي !
دا ټول هغه فاسدين دي چې د طالب پبر ضد پرپاګنده کوي طالب
دځان دوښمن بولي خو دالر خپل ايمان !
نالت دخدای د وي پر دې فاسدو عناصررو !
[quote:9174690bd5="اتل"]محترمو لو سر لوړو پښتنو، السلام علیکم
د کونړد امنيي قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل وایي، چې بې پیلوټه الوتکې په کونړکې د کورنیو او بهرنیو وسله والو مخالفینو په منځه وړو کې ډیرې ګټورې ثابتې شوي او دغو الوتکو یوازې د روان لمریزکال په تیرو څلورو میاشتو کې اته ویشت بریدونه کړي او په کې يي په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده:
د کنړ د امنیې قوماندان وايي چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو سل او اته وسله مخالفین وژل شوي.
په دوې کې اکثره قومندانان دي چې د خپلو ملګرو سره وژل شوي.
په وژل شوو کې عربي، چېچېنايي، پاکستاني او نور وسله وال شامل دي او څه موده وړاندې د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې د کونړ لپاره د طالبانو نوماند والي د خپلو نورو وسله والو سره یو ځای وژل شوی و.
د بې پیلوټه طیارو په حملو کې څلوردیرش وسله وال ټپيان شوي دي.″
قومندان وايي، پدغو هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی
″د بې پیلوټه طیارو بریدونه ډیر بریالي ول، یواځې مخالفین يي له منځه وړي او نور چاته په کې تلفات نه دي رسیدلي.″
قومندان وايي، له کومو سیموچې بهرني ځواکونه وتلي هلته امنیتي حالات ښه شوي.
اوس په یادو ځایونو کې یواځې افغان امنیتي ځواکونه په خپلو دندو بوخت دی او ولس ورسره پوره همکار دی.
په هغو نورو پښتني علاقو کې هم دا خبره ثابته شویده چې دبې پیلوټه الوتکو د ویرې چې خارجي ترورستان او نور افراطیان تښتیدلي دي، هلته صلحې، امنیت او آرامۍ بیا وزرونه غوړولي او ولسونه اوس ددې ډول عملیاتو غوڅ ملاتړ کوي.
http://pa.azairadio.org/content/article/25469618.html[/quote:9174690bd5]