د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

مذبوحانه تلاشونه

میرویس
24.07.2014

ګرانو او ویاړلو پښتنو السلام علیکم
د پاکستان نیوز آن لاین لیکي چې د القاعدې مشرتابه دهغو رپوټونو د غلط ثابتولو دپاره د امیرالمؤمنین په توګه ملا محمد عمر آخند ته خپل بیعت تازه کړئ، چې وايي د اُسامه بن لادن د وژل کیدو راهیسې د افغان طالبانو او القاعدې تر منځ فاصله پیدا شوېده.
د القاعدې مشرتابه دا اعلامیه پداسې وخت کې خپره کړې چې افغان طالبان د ملاعمرخبرو ته نورغوږ نه نیسي، او طالبان په پنځو ډلو ویشل شوي او د مشر په حیث ملا محمد عمر خپل ارزښت د لاسه ورکړیدئ. د طالبانو ډلې ټپلې نور پدې باور نلري چې ملا عمر دې حتی ژوندئ وي.

شپږ اوه کاله کیږي چې ملا عمر نه چا لیدلئ او نه یې غږ اورېدلئ دئ. د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړیکو دشلیدو ګواهي پخپله د کوټې د شوري عړو په دوحه کې د طالبانو دنا فرجام دفتر دجوړېدو په وخت کې ورکړه. دوی وویل چې موږ به اجازه نه ورکوو چې خارجیان زموږ د خاورې نه استفاده وکړي. دوی د ۹/۱۱ حادثې ته اشاره کوله چې القاعدې د افغانستان نه په خارج کې د حملو بندو بست وکړ.

القاعده چې هرڅومره مذبوحانه هڅې وکړې، ولس اوطالبان پدې پوه شویدئ چې ملا عمر دبرم نه لویدلئ دئ، اودغه راز القاعدې هم نورطالبانو ته ارزښت بایللئ دئ.
د القاعدې د مشرانو او ملا عمر خبرې او فتواوې پخپله طالبانو او افغان ولس ته د خوسا توت اهمیت هم نه لري.
The News on line in English 23.Jul.24


Re: مذبوحانه تلاشونه

lawangin
24.07.2014

تاسو او باداران مو په هر شي چې خپل ځان خوشالوۍ زړه مو خپل !
خو حقيت دادی چېې دملا عمر مجاهد رحمت لله علیه لښکر د فاسد
دولت اربکيان ، دا مذدوره د سي آی اې عورته اردو او صليبي باداران
یې داسې مرداروي لکه ملخ !
نو ملا عمر مجاهد څه کوۍ ؟ هغه روغ دی ژوندی دی او له صليبي
ترور نه چې په درونه یې کوي‌‌ پټ‌ ګرځي !

ګوړه ګوړه ، Cia ګوړه خوږه ده لکه قند
دمردارې ټول مچان پرې راڅرخيږي بند پر بند !

چې انسان ورشي ددې ګوړې پر ځای
هغه دم ورڅخه وباسي ټوله غوښه بند پر بند

دانسان نوم کېښودلی یې پر ځان دی
حقيقت کې تښتېدلي حيوانت دي له بند

[quote:e2af3f6912="میرویس"]ګرانو او ویاړلو پښتنو السلام علیکم
د پاکستان نیوز آن لاین لیکي چې د القاعدې مشرتابه دهغو رپوټونو د غلط ثابتولو دپاره د امیرالمؤمنین په توګه ملا محمد عمر آخند ته خپل بیعت تازه کړئ، چې وايي د اُسامه بن لادن د وژل کیدو راهیسې د افغان طالبانو او القاعدې تر منځ فاصله پیدا شوېده.
د القاعدې مشرتابه دا اعلامیه پداسې وخت کې خپره کړې چې افغان طالبان د ملاعمرخبرو ته نورغوږ نه نیسي، او طالبان په پنځو ډلو ویشل شوي او د مشر په حیث ملا محمد عمر خپل ارزښت د لاسه ورکړیدئ. د طالبانو ډلې ټپلې نور پدې باور نلري چې ملا عمر دې حتی ژوندئ وي.

شپږ اوه کاله کیږي چې ملا عمر نه چا لیدلئ او نه یې غږ اورېدلئ دئ. د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړیکو دشلیدو ګواهي پخپله د کوټې د شوري عړو په دوحه کې د طالبانو دنا فرجام دفتر دجوړېدو په وخت کې ورکړه. دوی وویل چې موږ به اجازه نه ورکوو چې خارجیان زموږ د خاورې نه استفاده وکړي. دوی د ۹/۱۱ حادثې ته اشاره کوله چې القاعدې د افغانستان نه په خارج کې د حملو بندو بست وکړ.

القاعده چې هرڅومره مذبوحانه هڅې وکړې، ولس اوطالبان پدې پوه شویدئ چې ملا عمر دبرم نه لویدلئ دئ، اودغه راز القاعدې هم نورطالبانو ته ارزښت بایللئ دئ.
د القاعدې د مشرانو او ملا عمر خبرې او فتواوې پخپله طالبانو او افغان ولس ته د خوسا توت اهمیت هم نه لري.
The News on line in English 23.Jul.24[/quote:e2af3f6912]


میرویس
05.08.2014

السلام علیکم
د نوي نامه سره ماشالله شاعر شوئ هم یې. نا حق دې دپتنګ نه خپل نوم لونګین ته اړولئ دئ. لونګین خو یوازې د نجلۍ په غاړه شاعرۍ کې راغلئ.
او نجلۍ مکارې، پلو د مخې لیرې کړه = اوس به دې دغاړې لونګین دانې دانې کړمه.
خو پتنګ او ډیوه هم په پښتو او هم په درې ژبو کې په شاعرۍ کې خاص مقام لري.
دا هسې شوخي وه.

د ملا عمر په لښکر کې د بې اتفاقۍ ټکه لوېدلې ده. دا لښکر مسلمان افغانان وژني او بیا د قتل په ګناه فخر کوي. ملا عمر د بې پیلوټه الوتکو نه نه، بلکه د افغان ولس نه پټ، چیرې زنداني دئ. که تر اوسه په اصطلاح دهغه پیروانو هم نه وي لیدلئ نو سر په دنیا لادرکه یې وګڼه.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more