د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د بنو جرګه: د ولس مستقبل؟

میرویس
21.07.2014

ګرانو زیږو پښتنو، السلام علیکم
د وزیرستان مشران: ولس دې د مرستو د غم پر ځای د مستقبل فیصله وکړي.
دا خبره په بنو کې د شمالي وزیرستان د اتمانزو دمشرانو جرګې کړې ده.
پرون ماښام جرګې له حکومته غوښتنه وکړه چې په شمالي وزیرستان کې عملیات ژر تر ژره پای ته ورسوي چې کډوال خپلو کورونو ته ستانه شي.

د خپلو ویناګانو په وخت قبایلي مشرانو د وزیرستان پر ولس غږ (ږغ) وکړ چې د راشن او حکومتي مرستو فکر دې نه کوي بلکې د خپلې راتلونکې په اړه دې فکر وکړي او د ((مستقبل یوه پرېکړه یا فیصله دې وکړي.)) دوی زیاته کړه چې مشران دې دوی ته د ورپېښو مسلو یو حل پیدا کړي.

ګرانو وطنوالو، د یوه مشکل د حل دپاره اول باید دهغه د پیدا کیدو علت معلوم کړئ شي بیا دحل لاره ورته پیدا کړئ شي او د تکرار مخه یې ونیول شي. زموږ د مشکل علت زموږ په تیرو اعمالو کې نغښتئ دئ. که موږدعربي القاعدې او دنورو ترورستانو تور مار ته پخپل لستوڼي کې ځای نه واي ورکړي، نن به یې ولې چیچلو.

خارجي ترورستانو او افراطاینو اول زموږ یو شمیر پښتانه مغز شويي کړل، د هغوی په مرسته یې دلته ځالې وکړې بیا یې په مدار مدار په موږ کې قتلونه وکړل، په خارجی قواوویې اشغال کړو، بیايې دخارجي قواوو سره وجنګولو او زموږ په پښتنو افراطیانو کې بې اتفاقی واچوله. لدې لارې یې چې خپل موقف پیاوړئ کړ، نو یې زموږ خپل طالبان زموږ د پښتون ولس اودحکومت پښو ته ورواچول.

نتیجه دا شوه چې په پاکستان او افغانستان کې پو ځي قوتونه دمجبوریت له مخې دخارجي او کورنیو ترورستانو د ټکولو دپاره د پښتنو علاقو ته ورشي او په لکونو خلک په ملک کې دننه او بهر مهاجر شي.

د بنو د جرګې خبره او د پښتون ولس هیله به هغه وخت پوره شي چې خارجی تروروستان بې وسلې کړئ شي او زموږ د ټاټوبي نه وشړل شي او دغه راز د پښتنو مشران زموږ د طالبانو سره خبرې وکړي ترڅو ولس ته دا خدای ورکړئ حق بیرته ورستون شي چې په صلحه امنیت او ثبات کې ژوند وکړي.
په درناوي.
http://www.mashaalradio.org/content/article/25464362.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more