د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د افغانستان اقتصادی لور وروسته له ۲۰۱۴

Hashmat Kahn
18.07.2014

د افغانستان ځینې اقتصاد تحلیلکوونکې وایې چې افغانستان به وروسته له ۲۰۱۴ میلادي کال څخه چې بهرنې مرستې کمیږي او بهرنی ځواکونه هم له افغانستان څخه وځې له اقتصادی رکود سره به مخامخ کیږي . که امنیتی وضع خرابه شې نو اقتصاد به په ټپه ودریږي او که امنیتی وضع ښه شې نو افغان دولت به بنسټیزي پروژي د نورو سکتورونو تر څنګ په اقتصادي او ټولنیزو سکتورونو کې هم ولري. بی له شکه چې د بنسټیزو پروژو نشتوالي د افغانستان په اقتصادي وده باندي منفی اغیزه کړي خو له ۲۰۰۱میلادي کال څخه راپدیخوا د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پراختیایي اداري د افغان دولت په همکاري ۲۵۰۰ کلیو متره سیمه ییز سړکونه بیارغولي او ګڼ شمیر خلکو بازارونو او نړیوال تجارت ته لاسرسې موندلي. همداشان اوسمهال ۸۰ فیصده افغانان په ۵۰ کلیو متري کې له ملي حلقوي سړک سره ژوند کوي او کولي شي چې له ښونځيو، کلینکونو، دولتې خدمتونواو له عام المنفعه خدمتونو څخه ګته پورته کړي.
د ناتو د بهرنیوچارو وزیرانو ویلي چې دوی به له افغان ملي پوځیانو سره خپلي مرستې جاري ساتې د ناټو عمومي سرمنشي، اندرس فوګ راسمیوسن وویل " موږ له ۲۰۱۴میلادي کال وروسته د افغان پوځيانو د روزنې، هغوي ته د مشورې ورکولو او مرستی پر پروګرامونو غور کوو. نن موږ د غوڅ ملاتړ تر نامه پر پروګرامونو وغږیدو او تصویب مو کړو. اوس افغانان باید یو بل قدم واخلي او امنیتی تړون لاسلیک کړي که نه موږ نشو کولي چې خپل پوځې عسکر وروسته له ۲۰۱۴ میلادي کال په افغانستان کې وساتو."
ستاسو په اند د افغانستان اقتصاد به وروسته له ۲۰۱۴میلادي کال په کوم لور روان شې؟

په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


Shahzada
21.07.2014

انشاالله که اقتصاد افغانستان به هیچ رکود مواجه نخواهد شد. یکبار پادشاه تازه به کرسی ریاست جمهوری بنیشیند همه چیز درست خواهد شد. افغانستان منابع زیر زمینی زیاد دارد که میتواند از آن برای سال های طولانی استفاده نماید.
به امید کامیابی افغانستان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more