د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د پکتیا برید!

صبور
17.07.2014

ژوندۍ باتور سرباز د پکتیا د يرغل څخه د يوڅو شيبو مخکې د ملګرو کيسه کوي. د ډوډۍ نه وروسته موږ ټولو ته خوب راته٠ امين اله ته مور ټليفون وکړ چې کور ته راځه څلور ورځې وروسته دې واده ده٠ نوموړی ډير خوشحاله وه. وحيداله او سباون دواړو غبرګ غږ کړ. موږ يوه مياشت له واده څخه وروسته وظيفه ته راغلو. ما ورته ويل چې د ټولو د ستاسو په څير کور ده. نو وطن به څوک ساتي. حميد مسک شو په ويښتانو کې يې لاس تيرکړ ماته يې په کور کې داسې ويل: که تور اوربل مې ميراتيږي په وطن جنګ دی جانان نه منع کومه، امين اله په لوړ غږ دغه لنډۍ شروع کړې. وطن مې تن، تن مې وطن دي. د تن په وينويې ساتم ترڅو چې يمه. جانانه راشه که ديدن کړي د زنکدن خولې په ما راغلي دينه. چې پدي وخت کې د حقاني (ځانمرداری) حملې شروع شوې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more