د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د بې پیلوټه الوتکو په ګذارونو کې ازبک ترهګر وژل شویدي.

اتل
16.07.2014

السلام علیکم
پاکستاني رسنۍ د شمالي وزيرستان د امنيتي او استخباراتي چارواکيو په حواله وايي، چې د چهارشنبې په ورځ د بې پيلوټه الوتکو په تازه بريد کې لږ تر لږه ١٨ مشکوک وسله وال وژل شوي او ٥ نور ټپيان شوي دي.
د چارواکيو په وينا، بې پيلوټۀ الوتکو افغان پولې ته نزدې د دتاخېل په زوى سيدګۍ سيمه کې د مشکوکو وسله والو پر يوه مرکز او موټر پرله پسې دوه توغندي وويشتل، چې په ترڅ کې يې کور او موټر دواړه له منځه لاړل.

دفرانسپريس خبري اژانس د شمالي وزيرستان د يوه حکومتي چارواکي په حواله، چې نوم يې نه دى اخيستى وايي، بې پيلوټه الوتکو په شمالي وزيرستان کې د مشکوکو وسله والو پر مرکز هغه مهال دوه توغندي ووېشتل، چې په دغه مرکز کې د بهرنيو او کورنيو وسله والو يوه غونډه روانه وه او په وژل شويو کې ډېرى ازبک جنګيالي دي.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستانيو طالبانو، القاعدې او حقاني شبکې په ګډون د هغو وسله والو مرکزونه موجود دي، چې له دې ځايه په افغانستان کې دننه په ترورېستي بريدونو کې لاس لري

بې پیلوټه الوتکې تروروستان په نښه کوي چې دپښتنو د علاقو نه یې وتلو ته مجبور کړي او یا یې وولي، تر ځو پښتون ولس ددوی د شر نه نجات پیدا کړي.
پښتانه هم څکه ددې ډول عملیاتو ملاتړ کوي چې دوی ته یې خیر رسیدلئ او د ترورستانو د تیښتئ او یا وژل کیدو په نتیجه کې یې په ژوند ک ې بهبود راغلئ دئ.
http://pa.azadiradio.org/content/article/25458712.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more