د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ډاکټر اشرف غني د مطبوعاتي کنفرانس د وینا بشپړ متن


ع کريم حليمي
13.07.2014

د ډاکټر اشرف غني د مطبوعاتي کنفرانس د وینا بشپړ متن...
له تیرو څو اونیو راهیسه ولس په تشویش کې دی چې څه به وشي، د ټاکنو پایله به اخیر څه وي، ایا د افغانستان سیاسي قشر، په ځانګړی توګه ډاکټر صاحب عبدالله او زه به ددې توان ولرو چې ملي ګټې ترټولو نورو مسایلو پورته وګڼو او دافغانستان ثبات او سوکالۍ لپاره کار وکړو؟ نن ددې سوالونو ځواب په ډیر څرګنده توګه درکول کیږي نن محترم ورور ډاکټر صاحب عبدالله او ما په څو مواردو باندی موافقه کړی -
لومړی؛ هره رایه به د څیړنې لاندی ونیول شي او دې څیړنې کې به بین المللی معیارونه او بین المللی افراد شامل او دخیل وي ترڅو شفافه پروسه یوې مشروع نتیجې ته ورسیږي. مونږ دواړو منلي چې ددې څېړنې نتیجه به د زړه له کومې منو او هر څوک چې ددې څیړنې په نتیجې کې د افغانستان ولسمشر اعلان شي بل ورور به یې د ورور په حیث مني.
مونږ پدې هم موافقه کړی چې پس لدې نه چې نتایج اعلان شي د ملی وحدت یو حکومت به په ګډه جوړوو. سیاست دوکانداري نده چې له یو بل سره د یوې ورځې معامله وي د سیاست اساس په اعتماد او باور باندی دریدلی له همدې کبله مونږ ژمن یوو چې پدې ټولنې کې باور پیدا کړو. ځکه زمونږ ټینګار په ملي وحدت دی او د ملي وحدت حکومت د هر افغان په ګټو باندی کار کوي او هغه اصلاحات به پلې کوي چې افغانان یې غوښتونکي دي. پدې برخه کې زه غواړم چې د محترم جان کیري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د جلالتماب اوباما او د بین المللي ټولنې غړو نه په ځانګړی ټوګه د کوبیش او کننګهم او ډنفرد نه مننه وکړم چې دلته یې تشریف راوړ او د افغانستان ملي ګټې او ثبات یې د خاص اهمیت وړ وباله او دا زمینه یې برابره کړه چې مونږ پدې تاریخي تړون باندی موافقې ته سره ورسیدو.
غواړم د جلالتماب ریس جمهور نه یوه غوښتنه وکړم غوښتنه مې دا ده چې د تحلیف ټاکل شوی نېټه شاته وغورځول شي او ترهغې نوې نیټې پورې چې د راتلونکي ولسمشر د تحلیف لپاره ټاکل شوی خپلې دندې ته دوام ورکړی که څه هم ولسمشر علاقه نلري چې نور په قدرت کې پاتې شي اما ملي وحدت او وطنپرستي دا ایجابوي چې دوی خپلې دندې ته دوام ورکړي -
په پای کې بیا هم د افغانستان هر وګړي ته دا ډاډ ورکوو چې مونږ ددوی د ګډون او د راییو درناوی کوو او مننه ترې کوو چې په ټاکنو کې ګدون وکړ، د ټاکنو په دواړو پړاونو کې پدې کچه ګډون یو تاریخي عمل وه او تاسو ثابته کړه چې نن خاموشه اکثریت په فضل د خدای په افغانستان کې نشته، یو ډیر متحرک او ژوندی ولس یاستی. یو وار بیا د ټولو هیوادوالو نه غواړو چې پدې اساسو شېبو کې د ملي وحدت او ملي ګټو ته په کتو سره د ټاکنو نتایجو ته صبر وکړي او په سړې سینې دې ټاکنو نتایج ومني


Re: د ډاکټر اشرف غني د مطبوعاتي کنفرانس د وینا بشپړ متن

lawangin
13.07.2014

ملا ګله حاشيیه یې داسې ده :
د دوو بنو سره جنګ او غال مغال وو کله یې چې مېړه جان کېري
ورته راغی او له دواړو سره یې شپه تېره کړه او دواړو ته یې
اخطار ورکړ چې غال مغال به نکوي او دمېړه په اطاعت به دواړه
په يوو کور کې دمېړه په لار ښوونه ګډ ژوند کوي او که دا ونکړي
نو طلاق به ورکول کېږي !دواړو عورتو موافقه ورسره وکړه!

داچې داولس ګوتې پرې شوې مړه شول او انتخابات یې وکړل کومه
مانا یې ور نکړه او اولس یې په څاپېړه پر مخ وواهه !

نو د رايو شمېرل یې ملا ګله څه کوسمادري په طاقت د څلورو ده؟!
خو بېډۍ به یې اچولې وي او چک او پوک به یې کړې وو
چې د چا را ختلې وی هغه به ګټلې وه !
نالت پر دې فاسقانو ژوندي دوي طالبان وروڼه !

[quote:93d2c3c344="ع کريم حليمي"]د ډاکټر اشرف غني د مطبوعاتي کنفرانس د وینا بشپړ متن...
له تیرو څو اونیو راهیسه ولس په تشویش کې دی چې څه به وشي، د ټاکنو پایله به اخیر څه وي، ایا د افغانستان سیاسي قشر، په ځانګړی توګه ډاکټر صاحب عبدالله او زه به ددې توان ولرو چې ملي ګټې ترټولو نورو مسایلو پورته وګڼو او دافغانستان ثبات او سوکالۍ لپاره کار وکړو؟ نن ددې سوالونو ځواب په ډیر څرګنده توګه درکول کیږي نن محترم ورور ډاکټر صاحب عبدالله او ما په څو مواردو باندی موافقه کړی -
لومړی؛ هره رایه به د څیړنې لاندی ونیول شي او دې څیړنې کې به بین المللی معیارونه او بین المللی افراد شامل او دخیل وي ترڅو شفافه پروسه یوې مشروع نتیجې ته ورسیږي. مونږ دواړو منلي چې ددې څېړنې نتیجه به د زړه له کومې منو او هر څوک چې ددې څیړنې په نتیجې کې د افغانستان ولسمشر اعلان شي بل ورور به یې د ورور په حیث مني.
مونږ پدې هم موافقه کړی چې پس لدې نه چې نتایج اعلان شي د ملی وحدت یو حکومت به په ګډه جوړوو. سیاست دوکانداري نده چې له یو بل سره د یوې ورځې معامله وي د سیاست اساس په اعتماد او باور باندی دریدلی له همدې کبله مونږ ژمن یوو چې پدې ټولنې کې باور پیدا کړو. ځکه زمونږ ټینګار په ملي وحدت دی او د ملي وحدت حکومت د هر افغان په ګټو باندی کار کوي او هغه اصلاحات به پلې کوي چې افغانان یې غوښتونکي دي. پدې برخه کې زه غواړم چې د محترم جان کیري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د جلالتماب اوباما او د بین المللي ټولنې غړو نه په ځانګړی ټوګه د کوبیش او کننګهم او ډنفرد نه مننه وکړم چې دلته یې تشریف راوړ او د افغانستان ملي ګټې او ثبات یې د خاص اهمیت وړ وباله او دا زمینه یې برابره کړه چې مونږ پدې تاریخي تړون باندی موافقې ته سره ورسیدو.
غواړم د جلالتماب ریس جمهور نه یوه غوښتنه وکړم غوښتنه مې دا ده چې د تحلیف ټاکل شوی نېټه شاته وغورځول شي او ترهغې نوې نیټې پورې چې د راتلونکي ولسمشر د تحلیف لپاره ټاکل شوی خپلې دندې ته دوام ورکړی که څه هم ولسمشر علاقه نلري چې نور په قدرت کې پاتې شي اما ملي وحدت او وطنپرستي دا ایجابوي چې دوی خپلې دندې ته دوام ورکړي -
په پای کې بیا هم د افغانستان هر وګړي ته دا ډاډ ورکوو چې مونږ ددوی د ګډون او د راییو درناوی کوو او مننه ترې کوو چې په ټاکنو کې ګدون وکړ، د ټاکنو په دواړو پړاونو کې پدې کچه ګډون یو تاریخي عمل وه او تاسو ثابته کړه چې نن خاموشه اکثریت په فضل د خدای په افغانستان کې نشته، یو ډیر متحرک او ژوندی ولس یاستی. یو وار بیا د ټولو هیوادوالو نه غواړو چې پدې اساسو شېبو کې د ملي وحدت او ملي ګټو ته په کتو سره د ټاکنو نتایجو ته صبر وکړي او په سړې سینې دې ټاکنو نتایج ومني[/quote:93d2c3c344]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more