د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتونولي او اسلاميت څه مانا؟

Anonymous
03.03.2005

دټول افغان د ويب پاڼې په ډيرو بحثونو کې ځني ورونه بيا بيا داسې سوالونه راپورته کوي چې ګوندې د بهرنيو پوځي ځواکونو په موجوديت کې اسلام او پښتونولي په خطرکي دي.خو زه له دغو ښاغلو څخه دا پوښتنه کوم که امريکا د اسلام ضد وای نو بيايي ولي د مجاهدو دګروپونو سره چې په ايران او پاکستان کې ميشت وو مرسته کوله. کله چې ډاکتر نجيب اله ورته دخپلې واکمنۍ په وروستيو کلونو کې د ددوستۍ لاس وغځاوه نو امريکا انکار وکړاو دهغه وړانديز يي ونه مانه. که څه هم دډاکټر نجيب حکومت يو غيرمذهبي حکومت و . خو امريکايانو تراخره داسلام ترنامه لاندې د مجاهدينو ملاتړ وکړ اوهغوی يې د واک په ګدۍ کينول او اسلامي حکومت يې اعلان کړ. او بياخو مو په خپلو سترګو وليدل چې په وطن کې يې داسې غوبل جوړکړ چې خلکو په تيرو حکومتونو شکرونه وويستل. دغه راز سيکولر صدام حسين يې له قدرته وغورځاو او دهغه په ځای يي نوي حکومت ته چې ترډيرې اندازې اسلامي مذهبي حکومت دی لاره هواره کړه. نو ايا امريکا اوس داسلام پلوۍ او که په ضد ده؟ ولي بايد دې ډول مسلو ته يوازې مذهبي بڼه ورکړل شي؟ سياست پيچلي دی ، کيدی شي نور ډول ډول لاملونه موجود وي لکه اقتصادي علايق او داسې نور.
خو زموږ اسلامي تند لاري چې دسياسي واکمنۍ خوندونه يې لا تراوسه هيرشوي نه دي، غواړي يو ځل بيا زموږ د اکثيريت نالوستو هيوادوالو د مذهبي پاکو او ساده احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او هغوی ناراميوته ولمسوي. داوطن نور يو څه ساه اخيستلو ته ضرورت لري او چې لږ څه منظم شي نو امريکايان اونور بهرنيان به هم وځي او که بيا ونه وتل نو هغه وخت يې په وړاندې پاڅون د هرافغان دنده ده.
پښتونولي يانې څه؟ په نړۍ کې د هيڅ کوم بل مليت منسوب په خپل مليت دومره مغرور نه دی لکه زموږ يو شمير پښتانه. زه يو پښتون يم! پښتو زما جامه ده!! په پښتو سرورکوم !! د يو پښتون په حيث څنګه دا کاروکړم! زما پښتني غيرت......اوداسې نور. زما سوال دادی چې موږ په څه دومره نازيږو؟زموږ وچ غرورله کومه ځايه سرچينه اخلي؟ همدا اوس خو په نړۍ کې يو له ډيرو وروسته پاتي مليتونو څخه يو. کلتور اوکلچر مو په سلو کې نوي له جهالت نه ډک دی . ژبه مو وروسته ده ، اقتصاد مو وجود نه لري، لوست او ليکل مو نه دي زده، په عربي نه پوهيږو خو په اسلامي علومو کې ترعربانو هم تندلاري يو. خپله نظام نه لرو خو دنړۍ والو په ديموکراسۍ هم ملنډي وهو. زما پوښتنه داده چې زموږ دغه ورونه پښتونولي څه ته وايي ؟ که په دې ډول مسلو محترم ليکوالان رڼا واچوي نو بې ګټې به نه وي.


Anonymous
03.03.2005

ازادخياله !
خداي دي دومره مه ازاده وه چې د اسلام او پښتنولۍ له نورمو نه خارج شې٠
وروره يي داسې او که کوې داسې ؟
زه لنډ ځوابونه در کوم :
- امريکايانو له مجاهيدينو سره ځکه مرسته کوله چې د خپلې ايديالوګي دښمن UdssR اقتصادي ضعيفه کړې او له منځه ئي يوسي ٠
- امريکايان پخواهم دمسلمانانو پټ کلتورې دښمنان وه خوخپل وخت ته ئي کتل چې اسلام ځرنګه بدنامه کړې او هغه وه چې اسلام ئي اوس دترورستې په نامه راګير کړي دي اود ( CIA) دخپل زاړه پرګرام ددوهمې برخې په عملې کولو کې بخت دي ٠- صدم حسين که څه هم سوسياليست وه او د بنيادګرو په ضد وه خويو ناځونالسته انسان اوديهودو په ضد وه نو ځکه امريکايانو له منځه واخيست او يوه غيري انساني اوحقوقي رويه ئي له مسلمانانو او عراق سره وکړه ٠
په ياد دې وي چې امريکايانو عراق اوايران هم په جنګ سره واچول او امريکايان
دصدم په طرف وه چې ملا خمانې او دهغه رژيم له منځه يوسي٠
- امريکايان له افغانستان ځخه نه وزي او افغانان به يو له بل سره جنګه وي ځکه دوي جنګي جنايتکاران لکه دوستم ، عطا ، فهيم ، شاړې او هزاره کان نه محاکمه کوي {( دا ځکه وايم چې دوي په افغانستان کې بيدون زمونږ له اجازي بنديخاني جوړې کړې، قضايه او اجرايه قوې ددوي په لاس کې دي )} او هره ډلې ته په ميلونو ميلونو ډالر ورکوې . په هغه وخت کې چې ته ورته وائي چې وروه وزه کور د ودان اوس ارامي ده او حالت ښه دي نو دوي به يو نه يو د خپلو زړوملګرو درته راپورته کوي او نظام به خرابه وي ٠
دا بحث اوږد دي او ډير ساده هم دي ډير وخت ضايع کول پرې لازمه نه بولم :
- پښتنولي :
وروره که په پښتنې کورنۍ کې زيږيدلي ئي او د پښتنې مور شدې د خوړلې وي نو پښتنوالې دي بايد له خپلې مور او پلار او تربره نه زده کړي وي ٠
که په مسکو او يا غرب کې لوي شوي ئي نو د حداد صيب کتاب ولونه او که ئي
نشي پيدا کولې نو زه ئې در ليږم ٠
لنډه : علم، پيسي نوره عياشې ځه په درد خور ي چې زما روح پکښې نارامه وي خو دپښتنولي له بير غ لاندې په کائېناتو کې زه خپل ځاي لرم چې روح مې پکښي ارامه او نورخلک مي هم احترام کوي ، څکه هندو هندودي او يهود يهود، نوزه څوک شمه ؟؟ غيردپښتنولۍ له جامونه نورې جامې زما په ځان نه جوړيږې او بي همته هم پکښې مالوميږم . ][پتنګ بې له ډېوي نه نورڅه ژوند لري?? ][
يادونه : پښتنوالي او اسلام د علم اويوې ازادې اولسواکۍ په خلاف هيځ وخت ندي
اونه به شي ٠ځکه يو خواص ،کلتور او هويت دي او دابل شي په ټولنه کې په عدلانه ډول سره دکار تقسيم ،دټولني ستوروکتور او يو نظم دي .
خداي دوکړي چې زما ګوډ او مات شيان دي خوښ شې

دپښتنوالي په مينه پتنګ ٠


Anonymous
05.03.2005

ازادخيال اوپتنګ ورونو ته سلامونه !

ستاسودواړو په ليکنو کی دکاڼي کرښې کښل شوي٠ دواړه له حقيقتونو خبرې کوۍ٠ زه پکی دخپلې ذايقې مالګه او مساله ورګډووم ٠

ترهرڅه وړاندی به داووايم چې که اسلام دمحتوا له پلوه له ژبې څخه بېل فصل دې خو په ژبه پورې دومره منحصر دې لکه بدن په ساه اخيستلوپورې ٠ هيڅ مذهب ، قانون ، علم ، سياست ، کلتوراوکتاب به پرته له ژبې کارونه کړي اونه به وپېژندل شي ٠ يوازې انسان کوولای شي چې خپل نسل ته دغه پورته شيان وروپېژني اوورنقل يې کړي٠ دخدای اودهغه د نبيانو ارشادات اوفرمانونه د ژبې په وسيله ترويج اوتبليغ کيږي٠ ننۍ تکنالوژي په ژبه چليږي٠ هرکلتور په ژبه پورې تړلې ٠ دمينې ، کرکې ، رضايت ، اختلاف اوجوړه په ژبه کيږي٠ لنډه داچې دا ژبه ده چې دانساني ژوند غټه برخه چلوي٠
نوکله چې ژبه دومره مادي اومعنوي اهميت غوره کړي ، ساتنه ، پرمختګ ، پاملرنه اودرنښت يې همدغومره دفرايضو حيثيت مومي لکه مذهب ، سياست او علم٠ اوکله چې ددغو مهمو چارو د چلون ايکي يوه وسيله ده نو په ساتنه او پرمختګ کی يې نه يوازی صواب شته بلکه ديوې ژبې په هرويونکي اواجب اوفرض دي ٠

درنښت

ازادنظر


Anonymous
06.03.2005

ګرانوپښتنوورونو!
له درناوي څخه وروسته يوڅوټکي د((پښتونولۍ)) په هکله ليکم:

هرملت ، هرمليت اوهرقوم د تاريخي کتنو په تکيه خپلې ملي اوقامي وياړنې لري اوپه هغو کلک ولاړوي ځکه چې دغه وياړنې دنسلونو دپند اوتدبيرونو نمونې وي٠ هيڅ داسې ملت نشته چې خپلې وياړنې له تاريخي منفي اعمالوڅخه راواخلي اوويې ساتي بلکه ټولی وياړنې به مثبت وي کنه نو نه ورته وياړويلې شي اونه يې بل څوک ورسره مني ٠ هرملت پخپله ژبه ، کلتور ، ملي جوړښت ، تاريخ ، وياړنو اوټولنيزو، سياسي او جغرافياوي مشخصاتوپېژندل کيږي ٠ دهمدې اصل په بنياد پښتانه هم له هغو ملتونو څخه شمېرل کيږي چې په خپلو تاريخي کارنامو اوتاريخي ارزښتونو وياړي اوکلک پری ولاړدي ٠
له بده مرغه دپښتنو هغه لويه برخه چې سواد نه لري دپښتونولۍ د اصولو په اصلي او ټولنيزو مفاهمو نه پوهيږي ځکه خو غېرت يواځې په ښځينه جنس پورې تړي اونارينه جنس ته مطلق حق ورکوي چې له هرې خپلسرۍ څخه چې څنګه يې زړه وغواړي سؤاستفاده وکړي ٠ ښځه دخپل هرعمل مسؤله ګڼي خو نارينه ته مطلق برأت ورکوي ٠ همدارنګه مېړانه په توره ، ټوپک ، مرګ او ژوبلې پورې تړي ٠ ننواتی يې زيادتره د رشوت اوجبرسبب کېږي اوښځې تل ددغه ناورين قرباني وي٠ بدل يېدکلونو او دپېړيو دوښمنيګانې تازه ساتي او د ملي اوټولنيزې بې اتفاقۍ سبب شوي٠ بدل بيا په ځينو ځايونو کې دښځواونجونو د تبادلې سبب شوي چې نه مذهبي بنسټ لري اونه انساني ارزښت ٠
دپښتنو باسواده غړو هم د پښتونولۍ په اصلي معنا او علمي څېړنه کی په زړه پورې کار نه دې کړې اوددې علتونه پخپله همدغه تحميلي پښتونولي ده ٠ يوليکوال نشي کولای چې په زغړده دپښتنونيمګړتياوو ته ګوته ونيسي ٠ امير امانالله خان چې د خپل لښکر سره خپل اصلاحات عملي نشو کړای يو ليکوال به په وږې خېټه اووچ قلم څنګه وکولای شي چې په ماشه ولاړ ټوپک او د ((الفبې )) نه لا نا خبر پښتون دبې پښتو او غېر انساني تفکر اورواج څخه علمي او انساني پښتونولۍ ته واړوي ؟

په پښتنو کی داسې ليکوالان ډېر اوچت مقام لري چې په بې سواده فکرونو پسی روان وي ، اصلا" پرمختګ نه پېژني بلکه په مخامخ کتو شابېرته روان وي٠ داسې ليکوالان مخې ته توجه نه کوي او شاته نه ګوري ٠

دپښتنو د بقا ، پرمختګ ، سيالۍ ، قووت ، شته والي ، چمتووالي اويووالي لار دسرسري اوبې نتيجې غرور په مطلقو اوتوندو عملونو کې نه شي موندل کېدای بلکه دنووښتي تفکر په عملي ګامونواو تدابيروکی موندل کيږي ٠

پښتانه به هيڅکله دچاسره سيالي ونشي کوولای ترڅوپخپله دسيالۍ وسايل پيدا نه کړي ٠ اوچې پښتانه پخپله وږي وي د پښتونولۍ دميلمستيا شرط به په څه پوره کړي٠ سيالي کوول هم سخت شرايط اومساوي اوبرابر وسايل غواړي ٠ په نننيو حالاتو اوشرايطو کی د تورې اوزړورتيا خبرې نه چليږي ځکه چې له تورې څوک کار نه اخلي اودزړورتيا ځای چلونو اوتکنيکونو نيولې ٠

که د افغانستان په کوکنارو سپرې وشيندل شي او کروندګر هم ددې جوګه نه وي چې يا له ځانه دفاع وکړي يا د ژوند لپاره بله وسيله ولري ، څنګه به وکولای شي چې ژوند وکړي ؟ که دانن د نوروهېوادونو مرستې بندې شي ، ايا پښتانه کولای شي په خپل ځواک اووسايلو داظطراري حالاتو مقابله وکړي ؟

ايا پښتانه به په يوه ملي مشرتابه سره راټول شي ؟
ايا دوی ملي پانګه ، ملي مسلکي ځواک ، کافي تخنيکي پرسونل ، دلومړنيواواساسي اړتياوو وسايل لري ؟
ايا دوی د لومړنيو اړتياوو توليدي کارخانې اومؤسسات لري ؟

ټول پوهيږو چې يو ټکې ((نه)) يې ځواب دې ؟

که تاسو راته وواياست چې بسم الله ته پيل وکړه اوهېواد ته ولاړ شه نو زه همدا اوس تياريم خو په څو ډېرو ساده شرطونو او هغه دادي :

١- تاسوبه ماته ضمانت راکوۍ چې زه هر چېرې په هېواد کی کارکووم ، زمامخې ته به ټوپکچيان نه درېږي ، ماته به د مرګ اخطارونه نه راکوي او په ما به د ټوپک ، چړې او سوټي په زور خپلې عقيدې نه تحميلوي ٠
٢- زه به نه د قوماندان اونه د هغه د بېريش تر څارنې اولارښوونې لاندی کارکووم.
٣- زما امر بايد ترماتکړه اوتجربه لرونکې وي
٤- نه زه غلا کووم اونه ورته بل پرېږدم

څوک شته چې ددغو شيانو ضمانت راکړي ؟

اوکه څوک ضمانت نشي راکوولای نو بيا ترې خواهش کووم چې ددغو غېرانساني ، غېر مذهبي او غېر قانوني بېشرميو په رسواکوولو اوپه لمنځه وړلو کی زما تر څنګه ودريږي٠

الله مومل

ازادنظر



ع کريم حليمي
06.03.2005

دېر ګران ازاد نظر صاحب سلام ورحمه الله ، درنو لوستونکو
[code:1:b397bae8a2]اوکه څوک ضمانت نشي راکوولای نو بيا ترې خواهش کووم چې ددغو غېرانساني ، غېر مذهبي او غېر قانوني بېشرميو په رسواکوولو اوپه لمنځه وړلو کی زما تر څنګه ودريږي٠ [/code:1:b397bae8a2]
يا يا شاته نه درېږم ٠ و مخته دي ولاريم ٠ که بلا راتله چه بلا دي واخلم ٠

دوه قسمه پښتنولي په پښتنو کښي سته ٠
يوه هغه پښتنولي ده چه يوازي ئې ليکوالان په کتابونو کښي درج کړيده ٠ او ساتلې
يعني نظري او عملي پښتنولي ٠ زه خو هيڅ داسي ملت په پېږنم چه بد ملي دودونه ئې په کتابونو کښي ليکلي او ساتلي وي ٠ تر پښتنو پوري ٠

ليکلې پښتنولي داسي معنا لري ٠ لکه افغان چه دعوا وکړي ٠ چه افغانان ښه طب ، او هم تکنالوجي لري ٠ او څوک ورته وايې چه داڅه وايي وروره چيري ده د افغان تکنالوجي او علم طب ؟؟
او پښتون لالا نو ورله ووايئ راځه چه کتاب خانې ته دي بوځم چه کتابونه په ډک دي ٠
نو څه وکم خو ارګوره نه مي دي لوستي ٠ ا و عمل مي ندې په کړۍ ٠
طب او تکنالوجي خو لرم

په کتابونو کښي افغان د لوړ کلتور او پښتنولۍ خاوندان دي
او تر کتابونو ورسته ٠ نود اکثرو ئې کلتور غلا،دروغ،قاچاق ،چور،قتل ، ورور وژنه ،د تربره سره په غلا کښي سيالي ، وطن پروشي چه پېسي ترلاسه کړي ٠ په دابل سبا بيا برته د خرڅ شوي ملک پر سر جنګ ٠ ٠٠٠٠
نه نه زه ملک نه خرڅه وم ٠ دا زما يوه نااهله ورور پر تاسو خرڅ کړي ٠
چه د سر په سودا ئې راوګرڅوي ٠ سبا بيا په دغه کار اخته وي ٠ په دا 250 کاله وغه
دغه اش او دغه کاسه


ازادخيال

ازادخيال
08.03.2005

ښاغلي ازاد نظر او محترم حليمي صيب سلامونه
ستاسي ليکني ډېرې په زړه پورې او له بشپړ واقعيت نه ډکې دي. زه درسره بيخي موافق يم.
په دې کې شک نشته چې هر ملت او هيواد په خپلو تاريخي وياړنو وياړي ، خو ژوند پر مخ روان دی هرڅه تکامل کوي او بدليدو په حال کې دي. سوال داو چې زموږ ننی کلتور او ثقافت د پښتونولی او اسلاميت تر نامه لاندې څه مانا او څنګه تعبيريږي. دلته دپښتو لکه دژبې او اسلام لکه د مذهب په حيث نه مطرح کيږي بلکې دهغوی څرنګوالی او عملي اړخ دبحث له پاره وړاندي شوی دی.
خو زما په نظر کلتور اوثقافت چې پښتونولي هم د هغو يو جز دی د ټولنې داقتصادې-ټولنيز نظام دحالت او ودې سره نيغه اړيکه لري. ناپوهي او جهالت د غريبۍ او نيستۍ لاملونه جوړوي او په نتبجه کې وروسته پاتي ټولنه بيا د وروسته پاتي کلچراودودونو زيږنده ده.
دجهالت او ناپوهۍ له امله زموږ په ټولنه کې اسلاميت او پښتونولي دعوامو په منځ کې داسې سره اغږل شوي دي چې په اسانۍ سره يې تفکيت دډيرو د پاره ګران دی. له همدې کبله دا دواړه کليمي سره په ډيرو مواردو کې څنګ په څنګ کارول کيږي. پښتونولي خو نژدې ټوله دښځې دمحکوميت او زورونې له پاره کارول کيږي. دغيرت په نوم هره جفا او بې غيرتي دښځې په حق کې روا ګڼل کيږي. دښځې وهل ، ډبول، په زورواده کول، او په ډيرو حالاتو کې بې له کومه ثبوته دبدلمنۍ او بې حيايی په نوم دهغې وژل ديو نارينه پښتون مسلم حق ګڼل شوی دی. دکلي ملا پرې د مسلمانۍ شاباس وايي، خان او ملک ورته د غيرتي پښتون لقب ورکوي. اوحکومتي ادارې ورباندې غوږونه کڼوي. وژل زموږ په ډيرو کليوالو سيمو کې د زړورو او غيرتيانو کار بلل کيږي او هيڅ کله ورته د اسلام دنظره دقتل په مانا نه کتل کيږي. داچې دولس کلن هلک ته په پښو کې ګينګړي اچوي او په په تنکي وجود يې په شپو شپو دسازنده او ډم په نوم په ودونو کې ګډوي ايا اسلام يا پښتونولي ده؟ خو جالبه داده چې تراوسه به مو هيڅ ملا نه وي ليدلي چې دې کارته به يې بد ويلي وي او حتي ډير يې پخپله هم په دغسې ساز او اواز کې ګډون کوي. لواطت او دهلک ساتنه په ډيرو پښتني سيمو کې يوه عادي خبره ده او دهيواد په کچه هم ډير قوماندانان او جنګ سالاران چې ټول د اسلامي ګوندونوغړيتوب لري دلواطت په مقصد د تنکيو هلکانو ساتنه کوي او ددغه شرمونکي جنايت او ګناه په وړاندي هم ملايان او هم حکومتي ارګانونه غوږونه کاڼه اچوي. ايا همدا زموږ کلتور دی او پرې ونازيږو؟ که ږيره لرې او لمونځ کوې نو بيا که دې چرس، هيروين ، نصوار او سګرټ سکول دومره بده خبره نه ده خو که دې ږيره نه لرله اوکوم ګيلاس بيردې وڅښه نو بيا دې خدای دې د ملاصيبانو د فتوا نه ساته. دستي به درباندي د شرابي،کمونيست، ملحد او کافر ټاپه ولګوي که څه هم به دډيرو ښو اخلاقو خاوند يي. داسې ورته ډير ډير مثالونه شته چې زموږ منل شوي دودونه ګرځيدلي او خلک ورسره عادت شوي دي. داسې ښکاري چې دودونه او رواجونه په اسلامي اساساتو زورور شوي دي او اسلام يوازې په تيورۍ کې مني اوبرسيره په دې لمونځ او روژې ته منحصر شوی دی.
په مينه او درنښت
ازادخيال



ع کريم حليمي
09.03.2005

ډيرو محترمو هر يو ازاد خيال ، ازاد نظر صاحبانو او درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !

[quote:14e70eec3a]خو زما په نظر کلتور اوثقافت چې پښتونولي هم د هغو يو جز دی د ټولنې داقتصادې-ټولنيز نظام دحالت او ودې سره نيغه اړيکه لري. ناپوهي او جهالت د غريبۍ او نيستۍ لاملونه جوړوي او په نتبجه کې وروسته پاتي ټولنه بيا د وروسته پاتي کلچراودودونو زيږنده ده[/quote:14e70eec3a]

کلتور
ثقافت
دين
تهذيب
قانون
هره جامعه داپورته پنځه شيان لري ٠ او پنځه سره ددې له پاره دي چه اجتماعي اعمال په فق العاده ډول مخ په وړاندي بوځي ٠ يعني چه د نېستۍ، ناپوهۍ ، جهالت
څه ئې راوباسي ٠ لکه ليدل کيږي چه د نړۍ اکثره ملکونه چه ئې له جهالته خلاص کړي دي ٠ او عيني وخت کي هم وينو چه ځيني ملکونه ئې په بد بختي دربدري اخته کړي دي ٠ يعني کلتور دۍ چه اجتماوي خرابه وي او هم ئې مخ په وړاندي بياېې

که څه هم په تېرو ليکنو کښي اشاره سوې وه چه هر قوم (هرمليت اوهرقوم د تاريخي کتنو په تکيه خپلې ملي اوقامي وياړنې لري اوپه هغو کلک ولاړوي ځکه چې دغه وياړنې دنسلونو دپند اوتدبيرونو نمونې وي٠ هيڅ داسې ملت نشته چې خپلې وياړنې له تاريخي منفي اعمالوڅخه راواخلي اوويې ساتي بلکه ټولی وياړنې به مثبت وي کنه نو نه ورته وياړويلې شي )

هو ٠ داسي ده لکه ازاد نظر صاحب چه ليکلي ٠ اما کلتور په مثال د يوې درختي دۍ
او هره ورځ نوي ښاخونه اوپنګي غټه وي ٠ دغه سبب دي چه په انګرېزي کښي ورته
کلچر وايي ٠ يعني شنه کېدل ٠

کلتور پر يوه خيال نه پاته کيږي ٠ يعني هغه د پلار او نيکه کلتور چه موږ ته راپاته
دۍ ٠ نو پر هغه حالت نن ندي پاته ډېر فرق ئې کړي ٠ چون کلتور طبيعتأ زيږي لويږي
پراخيږي ٠ نو داضرور ده چه همېشه دخپل کلتور سره غچي (تهذيب )و کرو
چون دا ٢٧ کاله کيږي چه زموږ د کلتور تهذيب نه دې شوې
نو بدبختانه داسي وايم چه نن موږ يو بې تهذيبه قوم يوو
داسي نه چه موږ د خپل کلتور پوجي نده کړې ٠ بلکي نادرسته د دنيا د هر ملک کلتور زمونږ و ټولني ته وارد شوي ٠ او هم راوارد ديږي ٠

او بل ثقافت پر جامعه ډېر اثر لري او افغانان بي ثقافته دي ٠ ولي ؟؟
دکتاب ،مکتوب ،نشرياتو حد او حدود د حکومت له طرفه هيځ نه دي رهنمايي شوي ٠ هرڅه ليکل سوي او ليکوالو هم مردودي ليکني نه دي په کوته کړي ٠ او نه
ئې کره کتني پر ليکلي ٠
يعني څومره څنګه کومي ليکني ، سطح د فرهنګ لوړه وي او کښته کوي ٠ چه ثقافت
ورته ويل کيږي ٠

دين چه اصلأ د جامعي د جوړه ولو او د پر مختګ اخلاقي له پاره لوی جز دي
اوڅو قسمه ترجمې لري ٠ نن ئې يوازي وهابۍ ترجمې زور اخستي ٠
او يوازي داسي لږ ٢٧ کاله کيږي ٠ چه جهادي طرف ته ئې ډيري ليکني او ترجمې شوي ٠ او د اخلاقياتو اثر ئې نه ليدل کيږي ٠ ولي که اخلاقي ، حقوقي طرفونه که
ترجمه شي نو بيا جنګ خلاصيږي ٠ فلم خلاصيږي ٠ سعود او امريکا نه غواړي چه
جنګي فلم خلاص کړي ٠
الحمدالله چه اسلام داسي يو لبړي دين دي ٠ چه د هر کلتور جامعه اسلام اډافټ کولې شي ٠

دوهم دين د جامعي د کلتور سره همېشه په جنګ او جنجال ٠ اخته وي ٠ دا معنانه چه
پورته ليکنه رده ومه ٠ دين کوښښ کوي چه د کلتوري جامعې څه يوه قانوني ټولنه
جوړه کړي ٠ ولي چه اخلاق او کلتور کوډونه دي ٠ او محکمه نشي کولې چه د اخلاقو
کودونه اينفورس کړي ٠

که قوم وکولې شي چه خپله ټولنه يوه قانوني ، با ثقافته او با تهذيبه کړي ٠
نوبه افغاني ټولنه له داسي موضوعاتو خلاص وي ٠ له د هوښيار لالا په کلتور کښي
کټه وي ٠ نو مظلوم بيچاره وجرګې ته مجبوره کړي ٠
او که هوښيار لالا په دين کښي کټه وي نو مخ پر ملا ئې ور رهي کړي ٠
او که په دواړو کښي د هوښيار لالا تاوان وو ٠ نو د اخلاقو لار ونيسي ٠
او نو اخلاق هم له خېخي ورته چوړه وي ٠
اخيري خبره داده چه : دقانونه هر ظالم بېريږي ٠ او دمظلوم له پاره بايد جوړ شي
قانون دې له پاره جوړيږي چه د قوي انسانانو لاس ونيسې ٠ چه بېچاره ترې
خلاص وي دشره


Anonymous
10.03.2005

دقد وړ حليمي صاحب او د قدر وړ ازادخيال صاحب ٠

له سلام اوستړي مه شو وروسته عرض دې :

دپښتونولۍ په هکله مې مخکی هم ليکنه کړيوه او دازاد خيال د پوښتنې په ځواب کی می هم ليکلي ٠ دښځو دنړيوالې ورځې په وياړ مې هم دغه موضوع ياده کړېده ٠ دپښتونولۍ کوډونه د ليکوالو په مثبتو نظريو شرح شوي چې يوازې د تيوري په پولو جداکېدای شي خو داسې ليکوالان لا ترننه راته نه دي معلوم چې بې سرحده کتنو اوڅېړنو يې عملي نتيجې په ګوته کړي وي ٠
خوکه هر کيکوال اوڅېړونکې سترګې وغړوي اوواقيعتونه د څرنګوالي سره ترکتنې لاندې ونيسي نو ډېر څه به دستاينې وړ ونه بولي ځکه چې دستاينې نښې به ونه مومي٠ همدغه راز د پښتنو ځانغولوونه ده اوهغه داچې فکر کوي چې ترنورو زيات زړور، باتور ، جګړه مار ، زورور ، خپلواک ، پوه ، مخکښ او غېرتي هم دوی دي ٠ په خدای چې ورسره منم يې خو چېرې دي هغه نتيجې ؟ چېرې دې هغه ځواک ، چېرې ده هغه پوهه ؟ په رښتيا ځانوژنه اوبل وژنه زړورتياده ؟

يوه ماشومه نجلۍ راواخلي نيکه ته يې نکاح کړي ، پيغله راواخلي ماشوم ته يې نکاح کړي ٠ په پردۍ لور د يوې کورنۍ ټول نران حق لري چې په کوڼتوب کې يې نکاح کړي٠ بس په نجلۍ چې يوځل نکاح وتړل شوه بيا يې تری ترمرګه خلاصون نشته ٠ که دنجلۍ څوک خوښ وي اوکه نه بې تفاوته ده، که د سړي يوه ښځه خوښه نه وي ، بله کولای شي خو ښځې ته طلاق نه ورکوي ځکه چې ننګ ، غېرت او ناموس خراپيږي ٠ کور اوکلي کې يې څوک په ښه نوم نه يادوي ٠ تصا دفي نيمه درجن اولادونه هم پيداشي ٠ که پلاراوموريې په لاتري کی برابر ختلي وو خو هغه ده خيری ماوخيری شما کنه نو داولادونوژوند هم تباه اوبرباد وي ځکه چې دموراوپلار له کرکوڅخه رنځيږي ٠ دغه شخړې او کرکې د فاميلونو ترمنځ وغزيږي ، په دوښمنيو واوړي اومرګ ژوبله پکی راپيداشي ٠ بيا نو داسې څوک هم نه وي چې هغه ملا چې دغه نکاح يې تړلې ، ترغوږه ونيسي اوورته ووايي چې راشه اوس يې هواره کړه ٠

اودې ته ګوره ، خوريالور دپيسو په بدل کې يوچاته وروسپاري چې څه پرې کوي هغه پرې کوي ٠ پرته له څو پښتنو نورټول جبري ودونه کوي ٠
نوتاسوخويې وينۍ چې دداسې غېرت اوپښتونولۍ نتيجې څه دي ؟

که دپښتونولۍ کوم کود يا نتيجه علم وي ، قلم وي ، اتحادوي ، اتفاق وي ، لورېدنه وي، پېرزوينه وي ، پوهه وي ، جوړښت وي ، روښانه اينده ولري ، برياليتوب پکی وي نو سړې به يې فرض وګڼي خو که نتيجې له سره نه لري او پرته له دې چې دسازش ، پرمختګ ، بدلون اوخلاقيت مخه ونيسي نورتری څه توقع کېدای شي ٠

کوم نسل يې منزل ته رسولې ؟ برعکس سخت دريځي ، تنګ نظري ، مطلقيت ، ساکتول ، بې عدالتي ، بې اتفاقي ، تکبر اوغرور يې زېږولي ٠

لوی خدای دی پښتانه سمې لارې ته واړوي ٠ امين

الله مو مل
ازادنظر


Anonymous
10.03.2005

ازادنظرنصيب، حليمي صيب او درنو لوستونکو
داسلاميت او پښتونولۍ په باب ليکنې وشوې اوتردې نومونو لاندې مو دپښتنو دناپوهۍ او وچ غرور ډير ناوړه او دشرم ډک دودونه راپه ډاګ کړل. په دې مانا چې ناروغي تشخيص شوې خو راځی چې اوس ددې ناروغۍ لاملونه وپيژنواود درملنې له پاره يې دلارو چارو وړانديزونه وکړو. لاملونه کوم دي؟ ولي داسې ناپوهي د نورو ټولنو او مليتونو په تناسب په پښتنو کې زياته ده؟ له کومه ځايه سرچينه نيسي؟ بې سوادي، غريبي، مذهبي ناسم تعبير او که نور لاملونه دي؟ که بې سوادي او جهالت ددې بدبختيو مور وي نوبيا بايد په سلګون کلونه منتظر پاتي شو چې ترڅو ټولنه په علم او پوهه سمبال شي؟ولي زموږ په کلو اوبانډوکې زموږ ملايان او موليان په صراحت دداسې غيراسلامي اوغير انساني رواجونو په باب په جوماتونو او غونډو کې خبرې نه کوي؟ ايا يو پټ ايتلاف د ملا، خان او ملک ترمنځ نه ليدل کيږي؟
زموږ د نالوستوخلکو په سلوکې تر ٨٠ زياته برخه چې په کليواوبانډو کې اوسي اوډيرپاک نفسه او ساده خلک دي ديادې شوې دري ګونې قوې ترمستقيم تاثير اوکنترول لاندې ژوند کوي. ددغسې مناسباتو کمزوري کول او يا ورکې بدلون راوستل ددغې درې ګونې قوې د خوښۍ خلاف دي. او له همدې کبله دهغې دپاپښت له پاره له خپل ټول نفوذ نه کاراخلي. او يا کوم نور عوامل؟ پريږدی چې زموږ روڼ اندې ليکوالان ورباندې بحث وکړي.
په درنښت
ازادخيال


Anonymous
12.03.2005

ګرانه ازاد خيال صاحبه سلامونه !

تاسوليکلي:

((ولي داسې ناپوهي د نورو ټولنو او مليتونو په تناسب په پښتنو کې زياته ده؟ له کومه ځايه سرچينه نيسي؟ بې سوادي، غريبي، مذهبي ناسم تعبير او که نور لاملونه دي؟ ))

راځۍ چې لومړې پښتانه اود افغانستان نورقومونه سره مقايسه کړوترڅو مالومه شي چې ستونځې چېرې دي٠

پوښتنې :

١- په پښتنوکی به باسواده ښځې ډېرې وي که په نورو قومونو کی ؟
٢- پښتنې ډاکټرانې اواستاذانې به ډېرې وي که غېر پښتنې ؟
٣- همدا اوس څومره پښتنې نجونې اوڅومره غېرپښتنې نجونې په ښوونځيو کی په تعليم بوختې دي اوپه کومه ژبه ليک لوست کوي ؟
٦- دپښتنو په سيمو کی د نجونو مکتبونه ډېر دي که د غېرپښتنو ؟
٨ - د ښځو دتعليم او تربيې په هکله پښتانه څه نظر لري او غېر پښتانه ؟
٩- په پښتنو کی کوچيان ډېر دي که په نورو قومونو کې ؟
١٠- پښتانه کسب ګر ته په درنه سترګه ګوري که نورقومونه ؟
١١- پښتانه څه خوښوي اونورقومونه څه خوښوي ؟
١٢- پښتانه به ډېر اتفاق لري که نورقومونه ؟
١٣- پښتنو کی به خيالونه زيات وي که په نوروقومونو کې ؟
١٤- پښتانه ژرغوليږي که نور قومونه ؟
١٥- دپښتنوژبه مخکی ده که دنوروقومونو ؟
١٦- پښتانه دخپلومشرانو قدرکوي که نورقومونه ؟
١٧- پښتانه دډېرو مذهبي ډلوپلويان دي که نورقومونه ؟
١٨- په پښتنو کی طبيعي مرګونه ډېر دي که په نورو قومونو کې ؟
١٩- پښتنوڅنګه نړيوال شهرت پيداکړې اونوروڅنګه ؟
٢٠- پښتانه ولې د غېرت ، زړورتيا ، اسلاميت ، پښتونولۍ اونوروصفاتوسره سره څوک په ښه نوم نه يادوي ؟
٢١- پښتنو به د خپلو مشرانو سره ډېره وفا کړيوي که نورو قومونو ؟
٢٢- په پښتنو کی د جمهوري رياست ښځينه کانديده شته ؟
٢٣- ولې نشته ، اوکه وي چېرې ده ؟
٢٤- ايا پښتانه به دښځې داسې مقام ته قايل شي ؟
٢٥- دغه پورته پوښتنې د تيمورشاه څخه پخوا نه وې ، ولې په تېرو دوه سوه کالو کې رامنځ ته شوي ؟ ولې ؟
پښتانه خودمحترم حاجي ميرويس خان اوداحمدشاه ابدالي تروخته ددنيا ازادي خوښوونکي ، منور ، ديموکرات ، متحد ، سياستپوه ، مهذب ، اخلاقي او دعالي کرکتر څښتنان وو، داڅه وشول چې بيا پکې ميرويس خان ، زرغونه ، ملالۍاو فريدخان ( شيرشاه) راپيدا نه شول ؟ اوکه راپيدا شوي وي ، ولې يې هغومره شهرت ونه موند ؟

بس نورستړې شوم ، دارنګه پوښتنې پای نه لري !

الله مو مل

ازادنظر


pattang
12.03.2005

ازادنظره ستړې مشې سلام عليکم له سلام وروسته به کلام وايو:
يو څه دحليمي او يو څه دنقاد صيبانو قرضداره يم خو اول تاسواووازاد خيالته :
** ازادخيال ټول مسئوليت د ي ملا او طالب په غاړو کې ور اچوې اوزه ګمان کوم ازاد خيال دبداخلاقي ، غيري اسلامي او غيرې پښتني انقلاب په مرسته پښتني ټولنې ته بدلون ورکوې .
ازاد خيل صيب د مکتبي ډلي خيانتونه او د مکتبي کمونستانو دا ډول انقلاب
هير کړې دي ٠ که سړې تاريخ ته په رڼو سترګو وګورې نودي دغو خيانتونو لمړي مسؤل خلک مکتبي ډله ده اونه ملا او نه طالب ٠
مکتبي ډله : کرزي، نجيب، ببرک، امين ،ترکي ، داود ،لوي خاين ظاهر بابا،٠٠٠اونور٠ ملا بيچاره په نس اوږي سپيره پروت دي او سترګي ئي دي ته نيولي چې
چېري به په وچ جواري موړ شي٠

** اوس تاسو ته راځم :
داپورته نقاط ( ستاسووروستي ليک ) دي ټول سم ليکلې او يوبرابر حقيقت دي او په ځينوخپلو ليکنو کې تاسې دپښتنو کلتور ډير غندلي دي او يو وروسته پاتي بي علمه کلتور ئي بولي .
(زما ستميان او متعصبه تاجکان را په ياد شي ) .٠ خو هغه ئي په قصد لېکي او تاسو
ئي دزړه له درده ليکۍ.
زه ګمان کوم په دي بر خه کې ډيره تېره کوي او تاريخي حقيقتونه هيره وي٠
کلتور ي کړن لاره هيڅ وخت بي علمه نه وي دهراولس لپاره دسرلوړي سبب اويو
طبعي حق ئي دي اودهيچا کلتور هم له هيچا څخه کم ندي ٠
[color=darkblue:13fecac2e9]نو زه به ډير خوشاله شم که تا سو د خپلو ليکل شويو نقاطو دحل لپاره يوه لاره پيدا کړۍ او يو تاريخي نوم به مو پاته شي٠[/color:13fecac2e9]

د پښتنوالي په غر ځنګ پتنګ


Anonymous
12.03.2005

پتنګ صاحب ليکلي :

((ازادنظره ستړې مشې سلام عليکم له سلام وروسته به کلام وايو: ))

پتنګ وروره خېر يوسې ، وعليکم سلام ٠

ستاسوځواب ستاسوپه هرټکي پسې تعقيبووم.
نوستاسوليکنه رااخلم:
((يو څه دحليمي او يو څه دنقاد صيبانو قرضداره يم خو اول تاسواووازاد خيالته )) ** ازادخيال ټول مسئوليت د ي ملا او طالب په غاړو کې ور اچوې اوزه ګمان کوم ازاد خيال دبداخلاقي ، غيري اسلامي او غيرې پښتني انقلاب په مرسته پښتني ټولنې ته بدلون ورکوې .
ازاد خيل صيب د مکتبي ډلي خيانتونه او د مکتبي کمونستانو دا ډول انقلاب
هير کړې دي ٠ که سړې تاريخ ته په رڼو سترګو وګورې نودي دغو خيانتونو لمړي مسؤل خلک مکتبي ډله ده اونه ملا او نه طالب ٠
مکتبي ډله : کرزي، نجيب، ببرک، امين ،ترکي ، داود ،لوي خاين ظاهر بابا،٠٠٠اونور٠ ملا بيچاره په نس اوږي سپيره پروت دي او سترګي ئي دي ته نيولي چې
چېري به په وچ جواري موړ شي٠))
ددې ځواب کېدای شي محترم حليمي صاحب اومحترم ازاد خيال صاحب دپوردادا کوولو وروسته درکړي ٠ زه به دومره يادوونه درته وکړم چې تراوسه هيڅ چا د بيچاره او په نس اوږي سپيره پروت ملا په برخه کی هيڅ نه دي ويلي ٠ اوکه پس له دې هم چا په بيچاره ، بېطرفه اووږي ملا صاحب ته په سپکه وکتل ، بيا نو هغه ساعت او هغه مصلحت ٠
دلته دمصلحو ، په خېټه مړو ، د بنګلو مالکانو ، دلينډ کروزرو خاوندانو ، دمخدره موادو د قاچاقبرانو ، دسياسي روحانيونو اوسياسي ديني ، په اصطلاح عالمانو ، دهغوملايانو چې داسلام په نوم تجارت کوي او بانکونه يې له ډالرو ډک دي ، د هغو ملايانو چې افغانان اودهغوی ټاټوبې يې دې حالت چې دااوس دې، ورساوه ، دهغو ملايانو چې نه يې دپښتون کلتور لپاره څه کړي ، نه دپښتنو لپاره ، دهغو ملايانو چې هم يې اسلام بدنام کړ هم پښتانه اوهم انسانيت، ددغسې ملايانو جنايتونه افشا کيږي اوهغوی ته وخت په وخت يادوونه کيږي چې دکړو جرمونو اوګناهونو جزا به ضرور ويني ٠ ددې ترڅنګ به خلقي او پرچمي جنايتکاران هم ونه بخښل شي ٠ خوداټولې پوښتنې ځوابوول ، ټولنيزعدالت منځ ته راوړل ، جنايتکاران محکمو ته کشوول ، د عدل اوانصاف نظام اوسيستم جوړولو لپا ره پاک ، وطنپرست ، ذهين ، خلاق ، عادل ، عالم اوسالمو افغاني سياست پوهانو ، روحانيونو اوروښان فکرو ته اړتيا ده٠

اوس نو زما په هکله ستاسو نظر داسې دې :

((** اوس تاسو ته راځم :
داپورته نقاط ( ستاسووروستي ليک ) دي ټول سم ليکلې او يوبرابر حقيقت دي او په ځينوخپلو ليکنو کې تاسې دپښتنو کلتور ډير غندلي دي او يو وروسته پاتي بي علمه کلتور ئي بولي .
(زما ستميان او متعصبه تاجکان را په ياد شي ) .٠ خو هغه ئي په قصد لېکي او تاسو
ئي دزړه له درده ليکۍ. ))

پتنګ جانه تاسو په پورته جمله کی زما خبرې تائيد کړي اوحقيقت موګڼلي نو په حقيقت کې نورڅه نه ځايږي پرته له دې چې ويې منو اواعتراف پرې وکړو بله لاره نه لرو٠

((زه ګمان کوم په دي بر خه کې ډيره تېره کوي او تاريخي حقيقتونه هيره وي٠ ))

بيا ولې له حقيقت ويلو پښيمانه شوې ؟ کوم تاريخي حقيقتونه مې هېرکړي ؟ تاسو خو هم ماشاالله د لوړ تعليم خاوند ياست ، دغه تاريخي حقيقتونه که لږ څه راته تشرېح کړې خوښ به شم اوڅه به زده کړم ٠ کنه نو د احمدشاه بابا زامنو او لمسيانو خو پښتانه ټوټه ټوټه کړي او يوورور دبل ورور په مرګ پسې ګرځېده ٠ افغانستان دهغوی د خپلمنځي سياسي رقابت اودوښمنۍ ښکار شوې ٠
تاريخونه ټول په دغو شيانو ډک دي ٠ پيرروښان ، خوشحالخان ، رحمن بابا ، سيد جمال الدين افغاني ، ګل پاچا الفت ، ريښتين او نوروډېرو ليکوالانو هم د پښتنو څخه سرونه ټکولي ٠ خارجي منابع هم شته چې دپښتنو ژوند يې په ليکنو کی ترسيم کړې ٠

((کلتور ي کړن لاره هيڅ وخت بي علمه نه وي دهراولس لپاره دسرلوړي سبب اويو طبعي حق ئي دي اودهيچا کلتور هم له هيچا څخه کم ندي ٠ ))

دغه خبره ما پخپله پخوانۍ ليکنه کی داسې څرګنده کړې :
(((((((((((((((((((((((
ګرانوپښتنوورونو!
له درناوي څخه وروسته يوڅوټکي د((پښتونولۍ)) په هکله ليکم:

هرملت ، هرمليت اوهرقوم د تاريخي کتنو په تکيه خپلې ملي اوقامي وياړنې لري اوپه هغو کلک ولاړوي ځکه چې دغه وياړنې دنسلونو دپند اوتدبيرونو نمونې وي٠ هيڅ داسې ملت نشته چې خپلې وياړنې له تاريخي منفي اعمالوڅخه راواخلي اوويې ساتي بلکه ټولی وياړنې به مثبت وي کنه نو نه ورته وياړويلې شي اونه يې بل څوک ورسره مني ٠ هرملت پخپله ژبه ، کلتور ، ملي جوړښت ، تاريخ ، وياړنو اوټولنيزو، سياسي او جغرافياوي مشخصاتوپېژندل کيږي ٠ دهمدې اصل په بنياد پښتانه هم له هغو ملتونو څخه شمېرل کيږي چې په خپلو تاريخي کارنامو اوتاريخي ارزښتونو وياړي اوکلک پری ولاړدي ٠
له بده مرغه دپښتنو هغه لويه برخه چې سواد نه لري دپښتونولۍ د اصولو په اصلي او ټولنيزو مفاهمو نه پوهيږي ))))))))))))))

هيله ده چې زما په مطلب پوه شې او لکه څنګه چې ما وار په وارويلي ، په (( ځان غولوونه)) او (( ناګارۍ)) باورونه کړې ٠ نن دهيڅ چا هيڅ نشي پټېدای، همدغسې دپښتنو هم ٠ که زه يې ستادخوښۍ لپاره ونه وايم ، زما په سکوت د پښتنو منفي رواجونه نشي پټېدای٠ بل څوک يې هم ويني او ليکنې پرې کوي ، مستند يې درته ښيي ٠ ښه به نه وي چې دخدای په رويې ووايو؟ ايا دغه ټول مشکلات وجود نه لري ؟ که چېرې حقيقت وي نو دابه سمه وي چې پټ بې کړو؟ ايا پټولای يې شو ؟

بيا تاسو لطف کړې :

(( نو زه به ډير خوشاله شم که تا سو د خپلو ليکل شويو نقاطو دحل لپاره يوه لاره پيدا کړۍ او يو تاريخي نوم به مو پاته شي٠ ))

پتنګ صاحبه !

که ستاسو غوندې لوړ تعليم يافته پښتانه راسره مدد وکړي ، موقع راکړي ، په ستونځو لټوولو کې راسره مل شي ، په حقيقي ، واقيعي او منطقي څېړنو کې راسره مل شي نو زه مطمئن يم چې ډېر صواب به وګټو اود جبارو ، مطلقو ، جاهلو ، تنګ نظرو رواجونو پرځای به موحداقل د انساني اواخلاقي اعمالوته دبلنې يو ښه وړانديځ کړې وي٠

اوکه ستاسو غوندی عالمان او مشران مو لکه د مېږو صحرا ته د څړ لپاره بيايي نو پرته له وښو به څه شېدې درکړو؟

الله مومل شه

ازادنظر


ازادخيال
15.03.2005

پتنګ صيب
نپوهيږم څه ځواب درکړم. ازاد نظر صيب ښه مناسب ځواب درکړی دی. ستا په ليکنه کې هيڅ داسې شی نه وينم چې پرهغې دې بحث وشي. که موضوع دې له سره سمه لوستلي وي، هلته دپښتونولۍ او اسلاميت ترنامه لاندې دپښتنو د ډيرو بدو عادتونو او دودونو يادونه شوې د هغو دريښو، لاملونو او له منځه وړلو له پاره پوښتنې مطرح او راپورته شوي دي. خو تاسې هغه نه رد او نه تايد کړی دی . خو داسې ښکاري چې ستاسې نه خوښيږي بل څوک هم په داسې مسلو بحث وکړي . که نيمګړتياوې او نواقص په ګوته نه شي هيڅ کله اصلاحات نه راځي. ددې دودونو او نادودو تاريخ کيدی شي سل ګونه کلونه عمر ولري دا نه دنجيب ، نه کارمل، نه کرزي او نه د ستميانو سره اړه لري چې تاسې يې يادونه کړې ده. ددلايلو له وړاندې کولو پرته يوازې ستوغه نيوکه منطقي او علمي بحث نه دی او نه کومه ګټه لري. يوازې موضوع له خپل اصلي مسير څخه بل خواته اړوي او مجبوريو د اصل په ځای ستاسې د نيوکو د ځواب په ليکنو مشغول شو. چې دا په خپل نوبت د مسلې تسلسل او ماهيت له منځه وړي.
تاسې له يوې خوا په کلکه دپښتو او پښتونولی دعوا کوی خو له بلې خوا دافراطي مذهبي تنظيمونو او ډلو ملاتړ کوی چې دا دواړه سره ضديت لري.طالبان او نور اکثره اسلامي تنظيمونه د پاکستان او دهغې داستخباراتي ادارې اي ايس ای زيږنده دي او تل دپښتو او پښتونستان دمسلې په ضد وو. نپوهيږم څومره به مو په يادوي او يا مالومات لري چې کله به پخوا زمانو کې افغان ملتانو، خلقيانو او نورو ګوندونو دپښتونستان په نوم مظاهره راوويسته نو افراطي مذهبي ګوندونه به دهغو مخې ته راووتل او دهغوی په ضد به يې شعارونه ورکول. ايا تاسې د کوم مذهبي مشر اويا ډلې نه دپښتو او پښتونستان په ملاتړ کوم څه اوريدلي دي؟ هغوی يې داسې روزلي وو چې ګوندې پاکستان يو اسلامي هيواددی او دهغه دخاورې په کومه ټوټه دعوا کول داسلام خلاف کار دی. هغوی به دپښتو په ځای هر څه په اردو او يا عربي واړوي. ژوندۍ بيلګې يې لا تراوسه موجو دې دي. له هغوی سره د پښتو او پښتونولی احساس هيڅ کله وجود نه درلود او نه به يې ولري.
داچې د خپل کلتور تر نامه لاندې په ځنو شرموونکو نادودو نيوکې کوو دخپل کلتور ضد دريځ نه بلکې دهغه د ملاتړ مانا ورکوي.
په درنښت
ازادخيال



ع کريم حليمي
17.03.2005

پتنګه وروره !
پښتو ستاسو سره ښايي ، دين
ستاسو جنجال خو د ټولو سره وينم او ويښ زلميان نن پر بلا سوه !
او د طاليبي نظام سره هم پر چم جوړ نه يي ٠
که لطف وکړي ٠ چه تاسو څرنګه پښتنولي ،اسلام غواړي ٠

په اوله پاراګراف کښي تائيد کوۍ د محترم ازادنظر صاحب ٠ او په دوهم Paragraph کښي بيا ئې رد واياست ٠
نورڅه مي وليکل او برته مي delete کړه ٠ الحمدالله ٠


Anonymous
17.03.2005

ښاغليو دوستانو سلام٠
خپل دی خواږه بحث ته دوام ورکړې٠ دپتنګ ورور ليکنی هسی چيلک اچول دی او بس٠
پتنګه خدايدی خوابدۍ مه کړه٠
هغه په پاړسۍ کښی شعر دی چی وايی٠

در بساط نکته دانان خودفروشی شرط نيست
يا سخن سنجيده ګو چون مرد عاقل يا خموش٠

نو هيله ده چی لومړۍ خپل دريځ مالوم کړی،بيا لږ څه مالومات په خپل خوښ کړی دريځ کښی ﻻس ته راوړی او بيا نو که خدای کول اکاړی ته راودانګی٠او بحث کښی ګډون وکړی٠

هيره دی نه وی چی پورتنۍ بحث ډير په زړه پوری او دپښتنو په ګټه دۍ نه په تاوان٠
بايد خپل عيبونه په خپله برسيره کړو ،اوپه خپله يی دمنځه وړلوﻻری او چاری ولټوو٠
دا څه دپښتنو عيبونه چی دوستانو ليکلی او بحث يی پر کړۍ، ټول ريښتيا او زموږه پښتنو دا وجيبه ده چی داصلاح ﻻر يی ولټوو٠
په درناوی٠
سرور اکاخيل٠


pattang
18.03.2005

قدرمنوتاسويوکټيلې سره جوړکړي دي زه به هم يولنډکټيلې ځواب درکړم :
خداي دوکړې چې زماپه ليک پوه شي:
[u:61424e6519]+++[/u:61424e6519] دپښتنو کلتوردښارونه ندي اخستل شوي بلکي دغرو رغو ،بانډو، کيږديواوکليوپه زرګونو کلونو زوړ محصول دي چې وروسته بيا داميانواوملايانوپه غيږ و کې لوي شوي دي اوپښتانه ترننه پورې پري ويا ړيږي اوزه ترې جاريږم .
[u:61424e6519]+++ [/u:61424e6519]هيڅ کلتور ا و د هيچا کلتور هم خراب ندي بلکې يوه تحفه او د ملغلروهار دي چې قوم ښايسته پري ښکاري او له منڅه وړل ئي لوي خيانت دي.( دا خبره تکراري ده) .
[u:61424e6519]+++[/u:61424e6519] دوخت اوزماني سره په طبيعي حالت ( لکه دعلم او اقتصاداغيزه ) کلتور بايد نورهم ([u:61424e6519]+[/u:61424e6519]) خواته لاړ شي اواساسات ئي ژوندي وساتل شې ٠
[u:61424e6519]+++[/u:61424e6519]کلتوري تغير د زور ،ظلم اودي دالرو په واسطه لکه اوس چې د کابل دګو ډاګيانو حکومت خپله ملا ورته تړلي ده دپښتنو سره لويه ناروا دي .
[u:61424e6519]+++[/u:61424e6519] پښتنو په خپل تاريخ کي خپله واقيعي ازادي نلرله اونه ئي اوس لري نو څکه دغه ناوړه پيښې د پښتنو په نصيب شوي دي اورنګ ئي بد دي٠ ( تاريخي حقائق :( ازاد ) * 2 )
[u:61424e6519]+++[/u:61424e6519] ترڅو چې پښتانه خپله خپلواکي ونلري نو اولسواکي يعني څه ?? نوکوچني په نينو غلته ول دي او بس٠
[u:61424e6519]+++[/u:61424e6519] اکا ديميک باسونه ( دياليتيک ، لا يتنا هي او دين ته ټونګره اچونه ) دپښتنودنني حالت په درد نخوري يواځي د خلکو فکر بلي خواته اړول دي اوبس ??
( خو زه دا نه وايم علمي څيړنې د هم وشي ولې نه )
[u:61424e6519]+++[/u:61424e6519] لايتناهي کوم دسيپلين دي او علمي ( نه امي ) څيړنه ئي څرنګه دي ???
حليمي صيب !!!
محترمه ! delete اسانه ده خو recovery بيا اسانه کارندي ، سادګي لوي مرض دي ګوره چې غلط نشي٠
پښتون دروغ نه وائي د و يښ زلميانو يو غړي اوس هم ژوندي دي او ما څوواره
خبري ور سره کړي دي .
ستاسودانوروځلاندوپښتنوته داسي ځواب د ر کوم :
ز ه اول پښتون يم اوبيا مسلمان که تاسو په ( څرنګ ) سوال کوۍ نو هغه ستا سو
ګناه ده٠
په پاي کي جدي وايم :
که کوم يو نر بړيځي په تاسو کي پيداشي او هغه دپښتنو دخلا صوالي,
کاميابي اوحقوقو پر و څيس ( process ) وليکې اوله هغه نه يو عملي موډل (model ) جوړ کړې نو زه به خپله ټوله قوه دد ي ځوان سره په عملي ډول مصرف کړم.
اوکه خپل پوستين مې په اور اوړې يوه ښه لويه جائيزه به هم ورته ورکړم .

که نه وي وروڼو دا ناندرۍ او زم زم څه ما نا ورکوي ،چې پښتانه داسې او هسې دي اودا يواځي دپښتنو په زيان تما ميږي٠

د کلا سيکي پښتنو لي په مينه پتنګ



ع کريم حليمي
18.03.2005

قدمنو وړونو او خويندو
السلام و رحمه الله !
[quote:279eef2c96]دپښتنو کلتوردښارونه ندي اخستل شوي بلکي دغرو رغو ،بانډو، کيږديواوکليوپه زرګونو کلونو زوړ محصول دي چې وروسته بيا داميانواوملايانوپه غيږ و کې لوي شوي دي اوپښتانه ترننه پورې پري ويا ړيږي اوزه ترې جاريږم . [/quote:279eef2c96]

رشتيا ده ٠ يو کلتور چه تر پنځه زره کاله زوړ وي ٠ نو طبيعي خبره ده ٠
مطلب دلته چشي دي ٠ څه ځيني زده کيږي ٠ مطلب مېن پوينټ چيري دي

[quote:279eef2c96]+++ هيڅ کلتور ا و د هيچا کلتور هم خراب ندي بلکې يوه تحفه او د ملغلروهار دي چې قوم ښايسته پري ښکاري او له منڅه وړل ئي لوي خيانت دي.( دا خبره تکراري ده) . [/quote:279eef2c96]
ددغي جملې مطلب چشي دي ٠ اوس
ايا چا په پورته ليکنو کښي کوښښ کړي چه کلتور د منځه يوسي ٠ او که تاسو مجبور ياست چه ٠ دې سوټيه مې سر ګوره مې پښې ٠
[quote:279eef2c96][quote:279eef2c96]دوخت اوزماني سره په طبيعي حالت ( لکه دعلم او اقتصاداغيزه ) کلتور بايد نورهم (+) خواته لاړ شي اواساسات ئي ژوندي وساتل شې ٠ [/quote:279eef2c96][/quote:279eef2c96]
ملګرو مطلب دغه دي ٠ چه کلتور دي در تهذيب کړي ٠ کله چه دوستان وليکي چه
کلتور تهذيب ته ضرورت لري ٠ بيانووتاسو د خلقيانو ٠٠٠٠٠ لاس ور واچوۍ
[quote:279eef2c96]کلتوري تغير د زور ،ظلم اودي دالرو په واسطه لکه اوس چې د کابل دګو ډاګيانو حکومت خپله ملا ورته تړلي ده دپښتنو سره لويه ناروا دي . [/quote:279eef2c96]
طلابو ښه کلتور در ساتلۍ ٠ معنا پرتوګ ،ږيره ،
رشتيا چه نن ئې کلتور در خراب کړي ٠ ولي چه مکتبونه خلاص سوه ،درس خو د پښتنو کلتور له منځه وي؟ ؟؟

[quote:279eef2c96]پښتنو په خپل تاريخ کي خپله واقيعي ازادي نلرله اونه ئي اوس لري نو څکه دغه ناوړه پيښې د پښتنو په نصيب شوي دي اورنګ ئي بد دي٠ ( تاريخي حقائق ازاد ) * 2 ) [/quote:279eef2c96]
دا څه معنا ؟ که پښتانه هيڅ وخت ازادي نه ده ليدلې ٠ اوس خوئې وينې دغه
ته وايي ازادي ٠
[quote:279eef2c96]ترڅو چې پښتانه خپله خپلواکي ونلري نو اولسواکي يعني څه ?? نوکوچني په نينو غلته ول دي او بس٠ [/quote:279eef2c96]
اولسوکي دغه معنا چه رئيس چه انتخاب کړي ٠ په رايه ٠ ايا بله معنا ئې تاسوته در معلومه ده ؟؟؟؟
[quote:279eef2c96]اکا ديميک باسونه ( دياليتيک ، لا يتنا هي او دين ته ټونګره اچونه ) دپښتنودنني حالت په درد نخوري يواځي د خلکو فکر بلي خواته اړول دي اوبس ?? [/quote:279eef2c96]
ای کاش چه د ليکوال پخپله ډايلوګ زده او په پوهېدلې ٠
اوله جمله دي په دوهمه در کوې په دريمه بيا برته ټوله ردوې ٠ کډه وده قصه دي را اخستې
[quote:279eef2c96]( خو زه دا نه وايم علمي څيړنې د هم وشي ولې نه )[/quote:279eef2c96]
کله څوک ته پرېږدي چه علمي څيړنه وکړي ٠ د فکر د اړولو نوم ورکوې

محترمه ! delete اسانه ده خو recovery بيا اسانه کارندي ، سادګي لوي مرض دي ګوره چې غلط نشي٠
[quote:279eef2c96]پښتون دروغ نه وائي د و يښ زلميانو يو غړي اوس هم ژوندي دي او ما څوواره
خبري ور سره کړي دي . [/quote:279eef2c96]
په دې کي درواغجن شوې ٠ ويښ زلمي پيږنې ، عادل وطنمل پېژنې ٠
او اثباته وې ئې نه ٠ اوس خو مړ سو ٠ نو ولي ئې حال نه ليکې چه وطن غل وو که وطنمل ٠
[quote:279eef2c96]داڅه معنا چه ډيليټ اسانه او ريکوري اسانه ده ٠ ارتباط د چشي سره ور کوې
ز ه اول پښتون يم اوبيا مسلمان که تاسو په ( څرنګ ) سوال کوۍ نو هغه ستا سو
ګناه ده٠ [/quote:279eef2c96]
دغه جمله دي اورېدلې ٠ په پوهېږي نه ٠ ورکه يو نوي عنوان او خپل دلائل وليکه
چه په پوهېږي چه څه ليکي ٠ دا ئې ګز دا ئې ميدان ٠
پر هر ليکوال فرض ده ٠ چه په خپله ليکنه پوه ولري ٠ چه څه ليکي ٠ اما ته نه پوهېږي
په دغه چه : ز ه اول پښتون يم اوبيا مسلمان


ميدان تاسو وګاټه

pattang
18.03.2005

حليمي صيب ! اوس زه پوه شوم چې تاسو واقعا هم زما په مطلب نه پو هيږۍ
خوځيني ليونيان شايد پري پوه شي ٠ ځان ته تکليف مه ورکوه مبارک د شه ميدان
تاسو وګاټه او دعادل وطنمل په حق کې به زه دوعا کوم ځکه چې هغه خرڅ شوي انسا
نه وه او عقيده دهر چا خپله دي ٠
وروره دکر زي خپل ئي او که له امريکايانو سره خاصه دوستي لري ؟؟؟ ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ .


Anonymous
19.03.2005

پتنګ جانه سلام !
زړګيه نوم خو دې دهغه حشرې ځانته انتخاب کړې چې په رڼا ځان سوځي خوپه توره تيارې کې ٠
اوس نوستا نظرته پېلوزې رڼاکووم خو ګوره ځان پری ونه سوځې !
--------------------------------------------------------------------------------

(( قدرمنوتاسويوکټيلې سره جوړکړي دي زه به هم يولنډکټيلې ځواب درکړم :
خداي دوکړې چې زماپه ليک پوه شي: ))
په يوه سې پاره سوګند دې که ستاپه مطلب پوه شوې يم خو کوښښ کووم چې شولې او شموخې سره بېلې کړم ٠

((+++ دپښتنو کلتوردښارونه ندي اخستل شوي بلکي دغرو رغو ،بانډو،
کيږديواوکليوپه زرګونو کلونو زوړ محصول دي چې وروسته بيا داميانواوملايانوپه غيږ و کې لوي شوي دي اوپښتانه ترننه پورې پري ويا ړيږي اوزه ترې جاريږم . ))

همدغه خو د پښتنو دوروسته پاتې کېدو ، کوچياني ژوند اودنړۍ اوځان څخه دبېخبرۍ سبب دې٠ که په ښارکې اوسېدلای نو هرومرو به دښوونځۍ ، ليک لوست ، صنعت ، سياست ، اقتصاد ، دېپلوماسي ، معلوماتو اونورو سهولتونو سره بلد وای ٠
که فقط تېروزرو کالو او دهغه وخت کلتور ته وګورو نو شکر باسو چې نن انسان دومره مخکې تللې چې ديو قرن کارونه ورته نن دکمپيوټر يوکليک ښکاري ٠
نووياړنې هم ترکليکه زياتې نه دي ٠

((+++ هيڅ کلتور ا و د هيچا کلتور هم خراب ندي بلکې يوه تحفه او د ملغلروهار دي چې قوم ښايسته پري ښکاري او له منڅه وړل ئي لوي خيانت دي.( دا خبره تکراري ده) . ))

کلتور د قران ټکې نه دې چې نشي بدلېدای بلکه دوخت تابع ټولنيزه پديده ده چې دوسايلو ، نورم اومعيارسم پايښت کوي ٠ څه فکر کوې چې پښتانه اوس هم هماغه کلتور لري چې څوزره کاله پخواوو؟
نه زړګيه !
لومړۍ خو به دا درته ووايم چې د پښتنو کلتور دې په ٧ مه پېړۍ کې دعربو دراتګ سره داسې په بل مخ واوښت لکه خپلې جامې چې په استر کړې ٠ خپلې ژبې ته وګوره چې څومره عربي لغاتونه پکې موجوددي ٠ بيا دې رسم ا لخت ته وګوره ٠ چې کله په دغه هم مطمئين شوې بيا دواده دود ته وګوره !
چې دغه دې هم وڅېړه بيا وګوره چې پښتون کلتور دې د فارسيانو، مغولو او ترکو ترکومې اغېزې لاندی راغلې ؟

(( +++ دوخت اوزماني سره په طبيعي حالت ( لکه دعلم او اقتصاداغيزه ) کلتور بايد نورهم (+) خواته لاړ شي اواساسات ئي ژوندي وساتل شې ٠ ))

داڅه وايې ؟
چېرې علم او اقتصاد په طبيعي حالت وده کړې ؟ هيڅکله کمپيوتر اوپيسې دځنګل په ونو کې نه شنه کيږي بلکه دغه دغېر طبيعي عمل په نتيجو پورې تړلي دي ٠

کلتوري مسايل د اقتصاد اوعلم په کاڼو تلل کيږي ٠ څومره چې ددغو کاڼو وزن وي هغومره د کلتور وز ن وي ٠

(( +++کلتوري تغير د زور ،ظلم اودي دالرو په واسطه لکه اوس چې د کابل دګو ډاګيانو حکومت خپله ملا ورته تړلي ده دپښتنو سره لويه ناروا دي . ))
داسې نارواګانې په بشري تاريخ کی بېشمېره دي اودوخت په تېرېدو سره روا ګڼل شوي ٠ هماغه ملتونه چې يووخت دزور بدلونونو پرضد وو اوس هغه بدلونونه خپل ګڼي او ترمرګه پرې کلک ولاړدي ٠

(( +++ پښتنو په خپل تاريخ کي خپله واقيعي ازادي نلرله اونه ئي اوس لري نو څکه دغه ناوړه پيښې د پښتنو په نصيب شوي دي اورنګ ئي بد دي٠ ( تاريخي حقائق ازاد ) * 2 )

ولې يې نه لرله ؟ ولې يې دازادۍ لپاره کوښښ نه دې کړې ؟ پښتانه چې پخپله ازادي نه خوښوي ، څوک پرې ملامت دي ؟
هرڅه خوددوی دخپله لاسه شوي !

(( +++ ترڅو چې پښتانه خپله خپلواکي ونلري نو اولسواکي يعني څه ?? ))

خپلواکي څه ته وايي ؟ په نړۍ کی چېرې داسې خپلواک شته چې په نس وږې ، په تن بر بڼډ وي ؟
دخپلواکۍ معنا خو داده چې يوقوم د پوهې لوړ معيار تر لاسه کړي ، توليدي منابع ولري او خود کفا وي ٠ يوسوالګر به څنګه خپلواک وي ؟ په يورنځورانسان کی به دفاعي طاقت ډېر وي که په صحتمند کې ؟

(( نوکوچني په نينو غلته ول دي او بس٠ ))

وينې !
اعتراف دې وکړ٠

(( +++ اکا ديميک باسونه ( دياليتيک ، لا يتنا هي او دين ته ټونګره اچونه ) دپښتنودنني حالت په درد نخوري يواځي د خلکو فکر بلي خواته اړول دي اوبس ??))

( خو زه دا نه وايم علمي څيړنې د هم وشي ولې نه )

چې درنيږدې وای په والله چې يوه شکرۍ نينې مې درته مخې ته ايښودې٠

ستاسودانوروځلاندوپښتنوته داسي ځواب د ر کوم :
ز ه اول پښتون يم اوبيا مسلمان که تاسو په ( څرنګ ) سوال کوۍ نو هغه ستا سو
ګناه ده٠

نينې ، نينې ، نينې

((په پاي کي جدي وايم :
که کوم يو نر بړيځي په تاسو کي پيداشي او هغه دپښتنو دخلا صوالي,
کاميابي اوحقوقو پر و څيس ( process ) وليکې اوله هغه نه يو عملي موډل (model ) جوړ کړې نو زه به خپله ټوله قوه دد ي ځوان سره په عملي ډول مصرف کړم. ))

زه د نارينه اوښځينه جنسونو دشرايطو پرته داکاروکړم خوشته داسې نر چې د پښتو ، پښتون او دهغوی دکلتورد علمي څېړنو لپاره داړتياوړ وسايل برابر کړي ؟ داسې نر خو تراوسه په پښتنو کې درک نه لري٠

(( که نه وي وروڼو دا ناندرۍ او زم زم څه ما نا ورکوي ،چې پښتانه داسې او هسې دي اودا يواځي دپښتنو په زيان تما ميږي٠ ))

زړګيه د ناندريو اوحقيقت ترمنځ فرق وکړه او بيا د کوټلو دلايلو سره رامخ ته شه ٠

د ريښتيني انسانيت په مينه

ازاد نظر


pattang
19.03.2005

ازادنظره وروره سلام عليکم !
اصلا ما بايد د پسيخولو ګي له نقطه نظره ستا لېکني تحليل کړې وی خو نتيجه
نه ور کوي ٠ وروره دغه لار چې تا نيولې ده هغې ته دلرګې لياره وائي اودي لرګي په
لار روان ئي ٠
لنډ : ته يو پلان جوړ کړه مونږ به ټول ستا څنګ ته ودريږو او که پلان نلري او لار
دحل نشي پيدا کوي نو شکايت او شکايت کومه مانا نلري.
کو م شيان چې تا سو په کراتو مراتوليکلې، 50 کاله مخ کې مالو م دي خو تر اوسه پوري چا دحل لاره ندي ورته پيدا کړې ٠

داسلام او پښتنولې په مينه پتنګ


نقاد
19.03.2005

ګرانو دوستانو او درنو لوستونکو ته سلامونه !
د منلي آزاد نظر تر ښکلو جوابونو وروسته دويلو زيات څه نه پاتې کيږي، خو له يوې بلې زاويې څخه دګران ورور پتنګ جان پر ځينو ګټورو ټکو رڼااچول به هم زيان ونه لري :
پتنګ وايي چې (( زه لومړی پښتون يم او بيا مسلمان )) ، يو بنسټپال او سختدريځه پښتون مسلمان به ښايي دا ونه مني ، خو کيدای شي يو شمير نور يې ومني . خو پتنګه وروره لکه څنګه چې ته ځان ته مسلمان وايې ولې بيا هم پښتون والی لومړی بولې، دغسې هغه پښتانه چې ځانونه اولسواکه بولي، هم لومړی ځانونه مسلمانان او بيا ديموکراتان بولي. لکه څنګه چې د اسلام ه پاره له ښتونولۍ څخه نه تيريږې، هغوی هم د اولسواکۍ له پاره له اسلام څخه ﻻس نه اخلي! برعکس لکه څنګه چې سختدريځه بنسټپالي د اسلام په نامه له پښتونولۍ څخه تيريږي، شته داسې سختدريځه کسان هم چې د اولسواکۍ په نامه او بهانه له مسلمانۍ څخه تير شوي او ان په عملي ژوند کې اوس هم الحادي دريځينو ټينګار کوي . ددواړو ډلو ( کمونستانو او طالبانو بنسټپالانو) شمير که د قدرت په وخت کې هر څومره ډير هم شو ، خو بطلان يې زمونږ د سترګو په مخکې تاريخ پر اثبات ورساوه او د افغان اولس ملاتړ يې يا ګټلی نشو لکه کمونستانو او ايې ساتلی نشو لکه طالبانو ! او کوږ بار يې تر منزله نشو رسيدلای .
بايد ووايم هغه څوک چې دموکراتان دي او له اسلام څخه نه تيريږي همدغسې د هغو مسلمانانو په توګه چې له پښتونولۍ څخه نه تيريږي، دوی هم له پښتونولۍ څخه نه تيريږي ، ددې قانونمندۍ درک به يوې ميوه دارې ونې ته ورته وي ، ددموکراسۍ پاڼې ، ګلونه او ميوه يې دونې له اسلامي ډډ او ښاښونو څخه نشي تيريدلی. په همدې توګ د ونې اسلامي ډډ او ښاښونه هم په ونې کې د پښتونولۍ له ريښو او جرړو څخه نشي تيريدلی چې اوبه ،مالګې او منرالونه پرې له ځمکې څخه اخلي او ان پاڼو اوميوې ته يې رسوي . په دې توګه د پښتنولۍ ريښوي ځواک بايد د اسلامي ډډ او ښاخونو له ځواک سره او دواړه د دموکاسۍ د پاڼو ګلونو او ميوې له برکاتو سره په يوه وحدت کې درک شي ، که نه زمونږ د ټولني دژوندانه ونه به بي سيوري ، بي ثمره شنډه پاتې شي . [color=blue:bdb4ce891a]خو ګورئ خويندو ورونو ، سړی خو ميوې اودانې له پاڼو اوښاښونو څخه ، او ښاښونه او پاڼې بيا له ډډ څخه نه قربانوي ، او ډډ هم څوک له ريښو څخه نه قربانوي ! داسې ليونتوب هم څوک نه کوي چې د ملانصرالين غوندې د ډډ له پاره ريښې پرې کړي يا د ښاښونوپاڼو او ميوو له پاره د ونې ډډ غوڅ کاندي او ترې تير شي ! دوی ټول په ګډه نتيجه ورکوي اوپرمختګ له ريښې څخه د ډډ اوساقې په لوري او له هغې څخه د څانګو او بيا د ګل او ميوې نيولو په لوري مخ په لوړه ځي ، نه بر عکس !
په همدې بنسټ په افغاني دموکراسۍ کې به هم ملي ښېګڼې لکه پښتونولي او د نورو ورونو قومونو غوره دودونه د ريښو په توګه شته والی ولري او هم په کې د اسلام د سپېڅلي دين اساسات د ډډ ، څانګو او پاڼو په توګه ساتل کيږي ، څود افغاني اولسواکۍ ګلان او خوږې ميوې دانې رامنځته کړي . هو هر شی خپل خپل ځای لري او په خپل خپل ځای کې رول لوبولی شي ، که د پښتونلۍ ريښه وايي چې زه د ژوندانه د ونې ډډ يم او داسلام ځای نيول غواړي، نو ځان به وشرموي او که اسلام مدعيان د دغې ونې ډډ پاڼو او څانګو ته ګلان او ميوه دانه وايي، نو د اولس به خوار کړي او د ژوند له ميوې او غلې دانې څخه به يې محروم کړي ، د ژوند ونه به شنډه او بي ثمره پاتې شي. ايا تاسې ګنې همداسې غواړئ؟
پښتونولي تراسلام خواره او اسلام ترې غني دی او دپښتوشتمني په خپله لمن کې
رانغاړي . د غه را ز اولسواکي تر اسلام هم زياته سياسي غنا او اصلاحي جنبه لري او ټولنیز اولوړ اخلاقی ارزښتونه یې په لمن کې رانغاړي . خو نه اولسواکي پر اسلام ، او نه اسلام پر پښتنولۍ محدود کیدای شي والسلام ![/color:bdb4ce891a]


Anonymous
19.03.2005

(((ازادنظره وروره سلام عليکم !
اصلا ما بايد د پسيخولو ګي له نقطه نظره ستا لېکني تحليل کړې وی خو نتيجه
نه ور کوي ٠ وروره دغه لار چې تا نيولې ده هغې ته دلرګې لياره وائي اودي لرګي په
لار روان ئي ٠ )))
پتنګ خانه بيا په خېر راغلې !

ګرانه په هره لار چې روان يم خومطمئن يم چې هدف ته رسېږم ځکه چې راته معلوم دې ٠ همدارنګه د سيکالوژي پرځای د ګټورو مواصلاتي وسايلواستعمال ته ترجيح ورکووم ځکه چې دغه وسايل مو منزل لنډوي ٠

((( لنډ : ته يو پلان جوړ کړه مونږ به ټول ستا څنګ ته ودريږو او که پلان نلري او لار
دحل نشي پيدا کوي نو شکايت او شکايت کومه مانا نلري. )))

لومړې خو دتضاد ، انتقاد ، اخطار ، څېړنې ، حقيقت اوشکايت ترمنځ ډېر توپير وجود لري ٠ دوهم پلان ملان ته څه حاجت ، بس ماچې ستاسو په اسطلاح شکايتونه کړي هغوی ته توجه وکړه او قانع می کړه چې بيا شکايت نه کووم٠ کنه نو دغه شکايتونه زمادنيکه دنيکه له پلار څخه راپاتې دي او چې ستاسو غوندې معززينو لارښوونې وي نوانشاالله دخپل لمسي د لمسي ځوی ته به په ميراث پاتې وي٠

((( کو م شيان چې تا سو په کراتو مراتوليکلې، 50 کاله مخ کې مالو م دي خو تر اوسه پوري چا دحل لاره ندي ورته پيدا کړې ٠ )))

دحل لارې ډېرې ساده دي خو دتدبيرونو دککريو په قېمت ٠
زه لېونې يم چې د څوپښتنو مسؤليت په غاړه اخلم ؟ چې د څو ورځو وروسته مو لکه د تره کي بالښت په خوله راايښې وي اوبيا تاسو د يوبل په کوپړو کی اوبه څښۍ ٠ هغه وخت به دريم ځواک له کومه شي چې د ټانک په څپلۍ مو ومروړي ؟

زما سره چې څوک مل کېدل غواړي بايد د ((نه شرقي - نه غربي )) په نوې فورمول کاروکولای شي تر څو ((هم غربي او هم شرقي )) معادلې حل کړای شي او يو نوې عنصر چې د څو مادو څخه مرکب شوې وي ، شته کړي ٠

خو څه وکړم چې هرڅه کوو تاسو يې (( پسې خو لوږي )) ګڼۍ !

الله دې مل شه
ازاد نظر


ازاد نظره وروره سلام عليکم

pattang
19.03.2005

ازاد نظره وروره سلام عليکم !
په ليکنوڅه نه کيږې ته يو شي وائي زه بل شي تري پوهيږم او په حقيقت کې دواړه
يو شي غواړو ٠ که چيرې يو سيمينار جوړ شي چې له نږدي موضع ترحه شي د ديالوګ او نيوکو نه وروسته يوه فيصله پري وشي نوډيره به ښه وي ٠
خبره ډيره غټه ده ساده ئي مه بوله ?
کولاي شي چي دسيمينار د موضعګانو لست او پلان راکړې٠ ??

دپښتنولي په مينه پتنګ


Anonymous
22.03.2005

پتنګه ياره تا خو بيخي شرمول راخيستي. نپوهيږي څه ليکې څه وايې اوڅه غواړې . لکه دشړومبو مچ په هربحث کې په پټو سترګو وردانګې. هربحث خرابوې هربحث کې اخلال واردوې ، ته پوهيږې څه ليکې؟ يا يوازې دې ته خوښ يې چې نوم دې دفورم په هره خونه کې راښکاره شي او بس. او يا دې هدف دهرې موضوع اخلالول دي؟ ستا په ليکنو کې هيڅ سويه نشته. ته لا ښکارې چې کلينر يې خو موټرواني کوې نو اول سم موټر زده کړه بيا ډريوري کوه. داوس له پاره يوازې لوستونکی پاتې شه اوکوم وخت وروسته چې دې سويه لږ لوړه شي نو بيا ليکنې شروع کړه. دخلکووخت مه ضايع کوه ځکه چې وخت ډير قيمتي دی.او يا دې باراوبستره وتړه د فورم د ټوکو ټکالو برخې ته کډه وکړه. کولی شي د هوتک او لړمون خوړيني سره دې وخت ښه تيرشي. هغوې هم داستا په څير په اول کې ګوزارونه کول خو اخريې حيا وکړه ،لاړل، او اوس غرض نه کوي.
ستا داستعفا په هيله!
ستا ګاونډی


pattang
23.03.2005

اشنا ! لکه چې جيبونه دي اوس هم له روسي وتکا (wodka) څخه ډک دي او تر اوسه پورې نيشه ګرځې ٠ دا څه اپلتې لېکي ?? ٠
اشنا ! با يد پوه شي :
** استعفا خو هغه څوک کوي چې دخلکو له خوا غوره شوي وي ،زه خو انتخاب شوي نه يم نو ولي استعفا وکړم .
** استعفا هغه څوک کوي چې هغه د cyber-crime پر مسائلو تورن وي او څوک
شاهدان او سبوت پرې ولري٠
** که زما ليکنې دې نه خوښيږي نو مه ئي لونه او خپلې سترګي پټه کړه ترې تير شه٠
** زه ګمان نکوم چې په علمې موضع کې سيالې وکړي شي او يا په علمې موضعګانو پوه شي خو هسې نوم دي اورېدلی دی .٠
** که رښتيا علمې ئې نو يو ليک دي په خپل نوم را وښيه !!!!
** په موټر واني او کلينرې باندي دې خپل ځانته ډوډۍ پيداکړه چې له سواله خلاص شي زه شکر داسلا ميت او پښتنولې په چوکاټ کي يونه بلکې ډير مسلکونه
لرم چې هر چيرته خپله شرافتمندانه ډوډۍ پرې پيدا کولي شم٠
** دهوتک او لړمونخوړني نومونه اخستل ، په دي توګه چې تاسو ياد کړې دي دپښتنولي په اصولو برابر ندي٠
** پتنګ چې يووارې په ميدان ودريږي بيا ميدان نه پريږ دي او محتويات ئې
تر پخوا سنجوي٠
**** ************* [color=darkblue:cce6e68e4a]اښنا ![/color:cce6e68e4a] *********************
خداي پاک دي ما ستاسو له ګاونډيتوبه څخه وساتي ځکه چې زه بايد هر لما نځه ته له سره خپلې چټلې شوي جامې بدلې کړم .

د اصيلو پښتنو د ويښيدو په هيله پتنګ

[quote:cce6e68e4a]د ليکنې نېټه : ٣ شنبه مارچ 22, 2005 9:37 am عنوان :

پتنګه ياره تا خو بيخي شرمول راخيستي. نپوهيږي څه ليکې څه وايې اوڅه غواړې . لکه دشړومبو مچ په هربحث کې په پټو سترګو وردانګې. هربحث خرابوې هربحث کې اخلال واردوې ، ته پوهيږې څه ليکې؟ يا يوازې دې ته خوښ يې چې نوم دې دفورم په هره خونه کې راښکاره شي او بس. او يا دې هدف دهرې موضوع اخلالول دي؟ ستا په ليکنو کې هيڅ سويه نشته. ته لا ښکارې چې کلينر يې خو موټرواني کوې نو اول سم موټر زده کړه بيا ډريوري کوه. داوس له پاره يوازې لوستونکی پاتې شه اوکوم وخت وروسته چې دې سويه لږ لوړه شي نو بيا ليکنې شروع کړه. دخلکووخت مه ضايع کوه ځکه چې وخت ډير قيمتي دی.او يا دې باراوبستره وتړه د فورم د ټوکو ټکالو برخې ته کډه وکړه. کولی شي د هوتک او لړمون خوړيني سره دې وخت ښه تيرشي. هغوې هم داستا په څير په اول کې ګوزارونه کول خو اخريې حيا وکړه ،لاړل، او اوس غرض نه کوي.
ستا داستعفا په هيله!
ستا ګاونډی

[/quote:cce6e68e4a]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more