د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دنیا او دنیاداري څه شی ده

وزیري
07.07.2014

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

د دنیا او دنیا داري د تشریح لپاره د حضرت مولانای روم رحمة الله علیه یو شعر راته بسنه وکړه. مولانا صاحب وایی:

چیست دنیا؟ از خدا غافل بدن - نی قماش و نقره و فرزند و زن

مولانا صاحب په اول بیت کی سوال کوی چی دنیا څه شی ده؟ بیا جواب ورکی چی دنیا له خدای جل جلاله څخه د غافل کیدلو نوم ده. په دوهم بیت کی بیا د تاکید او لا وضاحت لپاره وایی چی نده دنیا کالي، لباس، سره زر، مال، دولت، ښځه او بچیان. یعنی حقیقت دا ده چی دا مال او دارایی هغه شی نده چی په ایات او احادیث کی بده ګڼل شویده او طالب یی سپی نومول شویده (ان الدنیا جیفة و طالبها کلاب) بلکه دنیا د هغه شی نوم ده چی تا غافله کړی د هغه اصلی حقیقت نه چی د الله جل جلاله عبادت او بنده ګی ده (وما خلقت الجن والانس الا لیعبدون).
نو معلومیږي چی په عین امارت او بادشاهت کی انسان دیندار او ولی الله کیدای شی او په عین مفلسی او فاقه کشی کی انسان دنیادار کیدای شی، نو ځکه مولانا صاحب د غفلت من الله نوم دنیا کیښوده ، نه مال او دولت.

همدارنګه په تفسیر روح المعانی کی د (وما الحیوة الدینا الا متاع الغرور) له ایت لاندی هم همدا مفهوم لیکی چی دارایی هغه وخت مذمومه ده چی تا له اخرت نه غافله کړی، در غیر از او (و ان جعلت الدنیا وسیلة للآخرة و ذریعة لها فهی نعم المتاع) یعنی که دارائی د اخرت د ښه والی وسیله وګرځی نو بیا یو ښه شی ده. ځکه چی همدا روپی دی چی نن سبا مدرسی پري چلیږی، کتابونه پری چاپیږی، خیراتونه پری ورکول کیږي او داسی نور اسلامی امور پري په ځای کیږي.
دا خبره هم قابل د ذکر ده چی دا نعمت یعنی ثروت د اخرت د کامیابی ذریعه ګرځیدل ډیر کم او حتی په بعضی ځایو او ختو کی خو په نشت حساب ده.

یو بزرګ همدي خبري ته په شعر کی داسی اشاره کوی:

نه هر سینه را راز دانی دهند - نه هر دیده را دیده بانی دهند
نه هر ګوهری درة التاج شد - نه هر مرسلی اهل معراج شد

محترم حلیمي صاحب له دي شعرونو سره کله کله حساسیت ښائی، هیله ده چی په لوستلو یی اذیت نه کړم.

والسلام



ع کريم حليمي
06.01.2015

ډېر ګران او محترم وزیري صاحب ، سلامونه او احترامات درلېږم رب دي وکي چه : کامل صحت او عافیت کي اوسې !

ګران وزیري صاحب
زما له نظره دنیا یو ډېر ښایسته ځای او ماهیت دي ، یعني ښه خالق او ښایسته ئې خلقت دي

په دنیا کي هیڅ مشکلات او سختي نسته ،بېله آسانۍ او سهولت نه
رب العزت مشکل تراشه نه دی ، ټول تاوانونه او مشکلات ، او بــــــد
زموږ د خپل د عقل محصول دي ، عقلمند خلګو همېشه په دنیا کي الغنى عن الناس وي ، نو چا چه طمع و درلودل نو بیا دا دنیا او مال او قدرت ټول توق لعنت ........

رب لطیف دی !!!!! او خلقت ئې ښایسته ، هر شي ء چه ښایسته خلق سي نو بیا عیب نه لري

مذمــــــــــــــــــــــــــــت د دنیا مه کړه
واوره پند کړه دا وینا
د دنیا په بازار کېږي
د هغه جهان سودا
په دنیا کې ډېر حکمت دی
پرې پوهېږي حکماء
که تر سر یې صدقه کړې
رفع دفع کړي بلا

درنښت


lawangin
06.01.2015

کاشکې منافقت نه وی هر چا په خپلو خبرو عمل کولی !
پتنګ

[quote:2e8896f224="ع کريم حليمي"]ډېر ګران او محترم وزیري صاحب ، سلامونه او احترامات درلېږم رب دي وکي چه : کامل صحت او عافیت کي اوسې !

ګران وزیري صاحب
زما له نظره دنیا یو ډېر ښایسته ځای او ماهیت دي ، یعني ښه خالق او ښایسته ئې خلقت دي

په دنیا کي هیڅ مشکلات او سختي نسته ،بېله آسانۍ او سهولت نه
رب العزت مشکل تراشه نه دی ، ټول تاوانونه او مشکلات ، او بــــــد
زموږ د خپل د عقل محصول دي ، عقلمند خلګو همېشه په دنیا کي الغنى عن الناس وي ، نو چا چه طمع و درلودل نو بیا دا دنیا او مال او قدرت ټول توق لعنت ........

رب لطیف دی !!!!! او خلقت ئې ښایسته ، هر شي ء چه ښایسته خلق سي نو بیا عیب نه لري

مذمــــــــــــــــــــــــــــت د دنیا مه کړه
واوره پند کړه دا وینا
د دنیا په بازار کېږي
د هغه جهان سودا
په دنیا کې ډېر حکمت دی
پرې پوهېږي حکماء
که تر سر یې صدقه کړې
رفع دفع کړي بلا

درنښت[/quote:2e8896f224]



ع کريم حليمي
07.01.2015

[quote:cdc385696f]
کاشکې منافقت نه وی هر چا په خپلو خبرو عمل کولی !
پتنګ [/quote:cdc385696f]

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

محترم پتنګه ! منافقت یو دېر بد مرض دی ، او داسي یو مرض دی چه : انسان جسمناً نه وژني ،اما منافقت و شخصیت ته مهلک دی ، او د منافق ځای او مکان به اور وي او بد ځای دی زما رب العزت فرمايي چه :

إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا ﴿۱۴۵﴾
ترجمه :
باور ولرئ چې منافقان به ددوزخ تر ټولو لاندينۍ طبقې ته لاړ شي او ته به هېڅوك د هغوى مرستندوى ونه مومې.

هلاکت غواړم د هر منافق او جاهل مرکب له پاره ، ته ووایه چه آمین او زه وایم ثم آمین
پتنګ وروره ، زه د جاهل مرکب له دوستۍ نه پنا غواړم
سل سمن ښندم د یوه جاهل مرکب نه ځان ساتم

ما ته محترم یاست !!


lawangin
07.01.2015

داسې خبرې خو ډېر ملا يان کوي چې نور په ايات او حديث وغلوي
او خپل شوم کينه ګر غيرې حقوقي هدف مخته بوزي !
عبدالرب سياف ته ګوره چې څه کوي !
وروره هر څوک دسر ګريوان ته ټيټ کړي که نه رسوا به شي !

پتنګ

[quote:b849e2b1b4="ع کريم حليمي"][quote:b849e2b1b4]
کاشکې منافقت نه وی هر چا په خپلو خبرو عمل کولی !
پتنګ [/quote:b849e2b1b4]

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

محترم پتنګه ! منافقت یو دېر بد مرض دی ، او داسي یو مرض دی چه : انسان جسمناً نه وژني ،اما منافقت و شخصیت ته مهلک دی ، او د منافق ځای او مکان به اور وي او بد ځای دی زما رب العزت فرمايي چه :

إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا ﴿۱۴۵﴾
ترجمه :
باور ولرئ چې منافقان به ددوزخ تر ټولو لاندينۍ طبقې ته لاړ شي او ته به هېڅوك د هغوى مرستندوى ونه مومې.

هلاکت غواړم د هر منافق او جاهل مرکب له پاره ، ته ووایه چه آمین او زه وایم ثم آمین
پتنګ وروره ، زه د جاهل مرکب له دوستۍ نه پنا غواړم
سل سمن ښندم د یوه جاهل مرکب نه ځان ساتم

ما ته محترم یاست !![/quote:b849e2b1b4]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more