د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

***زرقاوي په منځنې ختيځ كې د امريكايي عسكرو د مرګ هيولا


څاروان
01.03.2005

بسمه تعالى
ګرانو لوستونكو له نيكو هيلو او سلامونو څخه ورسته.
په عراق كښې د صليبي ښكيلاك ځواكونو په مخ كښې غټ خنډ د ابو مصعب الزرقاوي مجاهدين دي. زرقاوي او ملګري يې د مسلمانانو هغه ورستي هيله ده چې د عراق مسلمانان به د صليبي ښكيلاكو ځواكونو د پنجو څخه خلاص كړي. او انشاء الله چې د مسلمانانو دا هيله به پوره شي.
ګرانو لوستونكو د زرقاوي په اړوند د نوښت مجلي د دوهم دور دريمه ګڼه كښې دغه لانديني مضمون راغلي وه چې تاسي ته ئي د لوست لپاره وړاندي كوم.
------------------------
[color=indigo:87cee4ad7d]زرقاوي په منځنې ختيځ كې د امريكايي عسكرو د مرګ هيولا[/color:87cee4ad7d]
---------------------------------------له نوښت مجلي څخه په مننه

انسان په طبيعي ډول د خپلو هيلو او خواهشاتو غلام دي.
د خپل ژوندانه زياتي شيبي د خپلو ارمانونو د لاس ته راوړو لپاره په منډو او ترړو تېروي.
زمونږ ننۍ خاورينه كره د انساني خواهشاتو او غوښتنو له امله د جګړو او اورونو ډګر دى دا به پرېږدو، چې كومې انساني غوښتنې روا دي او كومې ناروا.
دا مقدمه به پريږدو راځو د زرقاوي خبرې ته.
زرقاوي د يوه ارمان د لارې مسافر دى او پر خپل ارمان باندې دومره اېمان لري، چې د نړۍ تر ټولو لوى مادي قدرت ورڅخه په چيغو او نارو دي.
غربي خبرې رسنۍ زرقاوي ته دترورست لقب وركوي.او زرقاوي يوه داسي وژونكې څيره دى، چې پر عراق باندې د قابضو قواوو په زړه يې د وهم او ډار داسيې زلزله ورد ننه كړې ده، چې جټكې او ټكانونه يې دتم كيدلو خبره بېخې نه مني.
په هر حال زرقاوي يو مرموز انسان دى او د پيريانو داسې خولۍ په سر ده، چې نه يې څوك ليدلاى شي نه يې كتلاى شي او نه يې محسوسولاى شي.
د زرقاوي په هكله عام انسانان لا څه كوي امريكايې خلايي هم معلومات نه لري.
د امريكا د امريكا سټيلايټونه چې زموږ خاورنه كره يې په يوه واړه كلي بدله كړې ده هم د زرقاوي په هكله له معلوماتو قاصر دي.
شايد چې د دې ستر علت داوي چې زرقاوي بېخي له خبرنګارانو او خبرچينانو سره نه مخامخ كيږي.
ويل كېږي چې ابو مصعب الزرقاوي په خپل تنظيمي جال كې هم له ډېرو لږو كسانو سره محتاط روابط لري او ټوله توجه يې د فدايي عملياتو خواته ور اړولې ده.
په هر حال د امريكايانو لپاره ابومصعب الزرقاوي اوس هغه هيولا ده چې د جګړې په وخت كې موجود وي، خو چې امريكايان يې د نيولو هڅه وكړي د الله په حكم داسي غايب شي، چې بيا يې د چا پلار هم پته نه شي لګولاى. امريكايانو ته له يوي خوا زرقاوي په لاس نه ورځي او له بلې خوايې خپل نازولي عسكر له لاسه وزي. هغه امريكايي عسكر چې عراق ته د عياشۍ لپاره راغلي وو. د وينو له داسې سېلاب سره مخامخ شول، چې اوس يې طغېاني خپې د لندن او واشنګټن د پنډتانو په پلانو او پروګرامونو كې د م كېدلو له نامه سره نا اشنا دي. امريكايي عسكر هغه وخت د عراق له جهنم څخه وتلاى شي، چې جمهور رئيس بوش داسې څه وغواړي، خو بوش ته د عراقيانو او امريكايانو تر وينو تېل ارزښمن دي او د سرمايي په مذهب كې تر ټولو مقدس محراب په خپله سرمايه ده چې هم تروينو لوړه ده او هم تر سرونو.
د زرقاوي په اړه ډيري خولي ډير خبري كوي. خو د هغه د ماشومتوب د بېډيو او بازيو انډيوالان وايي، چې زرقاوي د يوه غريب اردني په كور كې زيږېدلي دي او ماشوم توب يې له نازونو څخه بي برخې و د اردن په جنوب كې يو سپېره كلي ى، چې زرقا وته وايي زرقاوي ددغه كلي د يو بزګر په كور كي زيږيدلي دى.
د زرقاوي د كلي شا او خوا د فلسطيني مهاچرينو كمپونه جوړ شوي دي او ده د زرقا په شا او خوا كې د هستوګنو مهاچرو فلسطيني مجاهدينو په مجلسونو كې غربي او يهودي نفرت په هډونو او رګونو كې ځاى كړى دى.
د زرقاوي د ماشوم توب انډيوالان وايي، چې ابومصعب په هلكتوب كې لږ خبرې كولې او لږ به په لوبو كې ورګډېدلو هميشه به اندېښمن و او د ټوپكو له نښانه بازي سره به يې ښه دلچسپي درلوده.
د زرقاوي په هكله دهغه انډيوالان وايي، چې ده په ديارلس كلنۍ كې مكتب پيښدو او مدرسې ته ولاړ هلته يې ديني علوم زده كړل. او په ۱۹۸۰ ميلادي كال كې يې د رسول الله (ص) د ژوند او يبوت په هكله د احاديثو لوستلو ته ملا وتړله ده كوشش كاوه، چې په تانده ځوانۍ كې د رسول الله (ص) پر سنتو عمل وكړي كله چې له مدرسې څخه فارغ شو د افغانستان په جهاد كې د ګډون لپاره افغانستان ته راغى دلته له راتګ سره سم يې روسانو قرارته پر فرار ترجيح وركړه.
او د افغانستان په جهاد كې د زرقاوي د ګډون ارمان همداسي تږى پاتې شو د ځېنو په قول زرقاوي اوس وايي، چې كاشكي د افغانستان په جهاد كې شهيد شوى واى هغه وخت مې روح پاك و او اوس به مې په اسلامي نړۍ كې امريكايي محشر په سترګو نه ليدلاى زرقاوي په ۱۹۹۴ ميلادي كال كې بيرته اردن ته ولاړ او د چاودونكو موادو د يو ځاى كولو او د لويو چاودنو د سرته رسولو كمال يې زده كړ وايي چې زرقاوي د فلسطين غربي تراټې ته دچاوونكو موادو د ليږلو په جرم و نيول اويو كال يې په بند كې تير كړ.

[color=darkred:87cee4ad7d]پاتي[/color:87cee4ad7d]



څاروان
01.03.2005

[color=indigo:9040d7c076]په تير پسي[/color:9040d7c076]

زرقاوي په زندان كې يو ځل بيا د قران شريف تفسير او د احاديثو زده كړې ته ګونډه ماته كړه په محبس كې يې د شلو تنو بنديانو يوه حلقه جوړه كړه چې له ده سره يې د نظر همانګي درلوده د دغې شكل كسيزې ډلې د ځوانانو مخونه ژر له ږېرو ډك شول او ټولو افغاني جامى واغوستلې چې له همدغې پېښې وروسته په منځني ختيځ كې د عربو افغانانو اصطلاح رواج شوه، چې اوس هم په عربي مطبوعاتو كې چلېږي.
يوسف بابا يو له هغو كسانو څخه دى \ې له زرقاوي سره يې په جېل كې شپې سبا كړې دې د يوسف بابا په قول زرقاوي د اسراىيلو په زندان كې د افغانستان شاعر خوشحال خان خټك د دغه شعر ترليكلو وروسته د هغه عربي زباړه هم ليكله.
[color=darkblue:9040d7c076]څودې توان رسي په لوى درياب كې ګرزه
په وياله كې دى زوال وينم نهنګه[/color:9040d7c076]

د يوسف بابا په قول زرقاوي په پښتو ژبه د افغانانو په څېر خبرې كولې او لهجه يې د پكتيا د ځدرانو خلكو ته ورته وه. زرقاوي څلور كاله د جلال الدين حقاني په مركز ژوره كې تېر كړي وو.
په ۱۹۹۹ ميلادي كال كې زرقاوي له زندان څخه خلاص شو او بېرته خپل نا ارامه روح د افغانستان د غرونو پر خوا وركش كړ.
داځل يې په افغانستان كې له بن لادن سره اړيكې ټېنګې كړې او په هرات كې يې د القاعدې تنظيم دي وه كمپ مشر توب پرغاړه واخيست په دغه كمپ كې د القاعدې هغو جنګيالو ته چې په منځني ختيځ كې به يې فعاليت كاوه تربيه او روزنه وركول كېده. په افغانستان كې د رزقاوي پېزندونكي سرچينې وايي چې نومړى تر بن لادن هم لا زيات افراطي و.بن لادن خو لا ښه و يو څه اعتدال يې خوښاوه. خو زرقاوي مترقي مسلمانانو ته چې غرب د ميانه روانو نوم پرې اېښى دى هم كافران ويل.
د امريكا د مركزي استخباراتو او د فدارلي پلټنو ادارو په دې وروستيو وختو كې د زرقاوي پر سر همدومره انعام اېښى دى لكه د بن لادن پر سر چې يې اېښى دى، خو تر اوسه پورې يې د ده درك نه دى لګولې ويل كېږي چې د فلوجې خونړي عمليات ه د زرقاوي په لټون پسې وشول.
--------------------------

په اخر كښې د الله پاك څخه دعا كوم چې مونږ كې هم داسي څوك پيدا كړي چې د ښكيلاكو صليبي ځواكونو ته غاښ ماتونكي ځواب ووايي. آمين يارب العالمين.

د ښكيلاكو صليبي ځواكونو څخه د هيواد د ازدي په هيله

څاروان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more