د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افراطیت سره د مسلمانانو مخالفت

اتل
03.07.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د پیو PEW په نامه غیرحکومتي امریکايي مؤ سسې په څورلسو ملکونو کې د څورلس زره دوه سوه او څلور څلوېښت [۱۴،۲۴۴] خلکو نه د اسلامي افراطیت په برخه کې پوښتنې کړیدي. سروې وايي چې په پاکستان او نوره اسلامي نړۍ کې د مذهبي افراطیت یا تدروۍ سره د مسلمانانو مخالفت زیات شویدئ.

په پاکستان کې د طالبانو، فلسطین کې د حماس، لبنان کې د حزب الله او نائیجیریا کې د بوکو حرام غوندې تنظیمونو او د تندورۍ په هکله اسلامي نړۍ کې منفي تاثر زیات شوي او د ابادۍ اکثریت خلک د تندورۍ په زیاتیدو پریشانه او اندیښمن دي.

د افراطیت ظلم او تعدي چې اوج ته رسیدلې ده، اوس ولسونه د افراطیانو په نیت پوهیدلي دي. افراطیان نور ولسونه نشی دوکه کولئ. مسلمانو چې و لیدل چې افراطیان منافقت کوي او هرچیرې چې یې سر راپورته کړې د فاجعو او ناورینونونه یې پرته بل څه ولسونو ته ندې وروړي.هیڅوک نه غواړي چې د افراطیانو لخوا ځاني او مالي زیانونو ته غاړه کیږدي.

پخپله د پاکستان، افغانستان، فلسطین، لینان، نایجیریا او عراق خلکو ولیدل چې افراطیانو څومره ځاني او مالي تاوانونه ورواړول او ځنګه یې د هغوی ملي او مذهبي عنعناتو ته سپکاوئ وکړ او په نړۍ کې یې د غیر اسلامي پرګنو ته اسلام د افراطیت دین معرفي کړ. حال دا چې افراطیت په اسلام کې حرام دئ.

هغه څه چې افغان، پاکستاني طالبان او نور بین المللی افراطیان او ترورستان کوي قطعاً د اسلامي ارشاداتو سره اړخ نه لګوي. د پاکستان د سني علماوو تحریک وایي چې دغو افراطیانو د خپلې ګیډې نه مذهب را ایستلئ او په مسلمانانو یې د ټوپک په زور تحمیلوي، نو ځکه ددوی په مقابل کې جهاد روا دئ.
http://www.voadeewaradio.com/content/pew-research-extremism/1949408.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more