سياست او روانې چارې
په کابل کې ځانمرګې برید!
Hashmat Kahn
02.07.2014
یو ځل بیا نن طالبانو خپل ضعیف النفسه او غیر انساني کړنه په کابل کې د ځانمرګې برید په ذریعه وښودله. دغه غیر انسانی ځانمرګې برید ۸ تنه هوایې ځواکونه شهیدان او ۱۳ نوریې ټپیان کړل.
زبیع الله مجاهد د طالبانو ویاند د دغو برید پړه پرغاړه واخیسته او وویل چې د هوایې ځواکونو ملی بس یې په نښه کړي وه.
موږ د دغې پیښې شهیدانو ته د جنت فردوس ، کورنۍ اوخپلوانوته يي دجمیل صبرغوښتنه کوو. او هغه کسان چې په دغه خونړۍ پیښه کې ټپیان شوي د خدای (ج) له لوي دربار څخه د روغتیا غوښتنه کوو.
تاسې د طالبانو دغه غیر انسانې ځانمرګې برید د روژي په مبارکه میاشت کې څنګه ارزوي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Shahzada
07.07.2014
زه هم په خپل وار دغه وحشیانه برید په کلکو الفاظو غندم او خدای دی طالبان تباه او برباد کړي. آمین ، آمین ،آمین