نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
*** د كابل حكومت -- خيمې او پلازې!!
څاروان
01.03.2005
بسمه تعالى
*****************د كابل حكومت
*****************خيمې او پلازې!!
---------------------------------------- له هيواد مجلي څخه په مننه.
پر كابل د واكمنو د رسمي ادعا مطابق فعلاَ پدغه ښار كې منتخب اسلامي جمهوريت حاكميت لري!! خو كه د ځوريدلي افغان ولس حالاتو ته نظر وشي، نو پورتني ادعا د تشې ادعا له دايرې نه د وتلو لپاره هيڅ دليل نلري. دا چې په ولاياتو كې څه تيريږي، بهرنيو سپايانو څه ډول غوبلونه اچولي دابه به ځاى پريږدو، خبره به د اسلامي جمهوريت!! تر دار الخلافه پورې راټوله كړو او وبه ګورو چې د غربي ډيموكراسۍ ډنډورچيانو د دې ښار د ځپ ځپ اوسيدونكو پر كوم ټپ مرهم ايښى دى؟ واقعت دادي چې په كابل حاكمه وضعه او تپل شوي نظام له عامى ښيګڼې سره اړخ نه لګوي، بلكه د خلكو د مصلحت په معكوس سمت حركت كوي. بهرنى واكمن لورى چې له يوې خوا د افغان ولس په خلاف خپل فرهنګي يرغل ته ادامه وركوي، له بلې خوا په پوره جديت سره د طبقاتي ظالمانه نظام د تحقيق هڅې كوي، جنګسالارانو ته دانه، غير دولتي موسسو ته بي حسابه امكانات، د افغانستان له حالتو اوشرايطو نه لوړ او پراخ په نامه دولتي تشكيلات، صرف او صرف د دې لپاره دي چې د ټولنز عدات ستنې ونړوي، او د ټولنې د مختلفو طبقاتو ترمنځ واټن تر خظناك حده زيات كړي فعلاَ يو له لوږى مري، بل د خپلو استثماري پروژو پالنى ته رسيدګي نه شي كولى!!هغه څه چه د كابل د حالاتو ښه ترګندونه كولى شي، پدې ښار كې موجودې خيمې او ماڼۍ يا دنګى پلازې دي. د خيمو او پلازو خاوندان ټول د دې ملك اوسيدونكي او د قانون په حكم د يو ډول حقوقو درلودونكي دي. د دوي توپير صرف پدې كې دى چى د پلازو خاوندان د غربي دموكراسۍ د سرمايدارانو د الوتكو تر وزر لاندۍ كابل ته راغلي، او د خيمو خاوندان د هجرت له ديارنه پخپلو امكاناتو له ډيرو هيلو سره كابل ته راستانه شوي دي،كه د يرغلګرو او په اصطلاح د اسلامي جمهوريت د واكمنانو په وړاندې د خلكو حقوقو كوم ارزښت درلوداى، نو بايد پدې دري كالو كې خو د خيمو اوسيدونكو ته اقلاَ له يخو وژونكو څپو نه د نجات په خاطر څه وركړل شوي واى!! خو هيڅ ونه شول. فعلاَ د ځينو پلازې له ويځو سره ښكر جنګوي اونورو په خيمو كې له سړو ساه وركوي!! د كابل په خيمو كې يخ وهلي، له لوږې مړه شوي د مافيا په چړو وژل شوي، دا ټول به د قيامت په ورځ لومړى د دين له كاذبانو ټيكدارانو،د عدالت له دروغجنو مدعيانو نه د خپلې وينې د پور غوښته كوي. نتيجه دا چې وضعي نظام هغه هم د غربي مادي سركش فكر زيږنده په هيڅصورت د بشريت د ښيګڼې تضمين نه شي كولې، په هيواد كې د پاپ د رول تر سره كوونكي چې هر څه وايې دا نظام اسلامي او مستقل نظام نه دي، او كه ادامه وكړي، نو ځواكمن به لاپسې ځواكمن او بې وسه به نور هم بې وسه شي، ملت دې هوښيار اوسي.
==========
د ښكيلاكو صليبي ځواكونو څخه د هيواد د ازادي په هيله
څاروان
pattang
01.03.2005
وروره!
له پرديو او خرڅ شويو غلامانو څخه څه ګيله
پتنګ