سياست او روانې چارې
د الموریتاني فتوئ
اتل
30.06.2014
محترمو وطنوالو السلام علیکم
دموریتانیا مشهور دیني عالم علامه عبدالله بن بیه له سکاي نیوز العربیه سره په ځانګړې مرکه کې دجهاد په اړه وايي : جهاد د حکومت دنده ده نه ، دافرادو .
علامه بن بیه وايي : هغه ډلې ټپلې،چې د زور او ترهګرۍ ته لاس اچوي دوی له دیني ضوابط سرغړونه کوي او عقلي انضباط څخه وتلي دي په دې اړه دیني فتواګانې ،چې خلک جهاد ته رابولي له څیرمه ناسمې دي ځکه دا ډول فتواګانې دنورو موخو لپاره کارول کیږي .
افغان او پاکستاني طالبان او القاعده بې ګناه خلک وزني، او د مخدره موادو او نورو غیر اسلامي لارو نه عاید تر لاسه کوي او بیا تروریزم پرمخ ورباندې بیایي. دوی کوښښ کوي چې مسلمان امت انتخاب کړي حکومتونه را وپرزوي او پخپله د قدرت په ګدۍ کښیني.
تیره هفته د پاکستان د سني علملوو تحریک کټ مټ همدغسې فتوی ورکړه او زیاته یې کړه چې د طالبانو پرخلاف يه شمالي وزیرستان کې روان عملیات جهاد دئ.
دوی وویل چې د پاکستان طالبانو د خپلې ګيډې نه مذهب را ایستلې او د ټوپک په زور یې په ولس ورتپي.
خو ولسونو په تیرو لسیزو کې دا خبره درک کړیده چې د طالبانو ددروغو په تبلیغاتي او خوارجو په جنګ کې ناحقه د هغوی بچیان انتحاري سوي، ولسونه تیاه سوي او مال او درارایي يې طالبانو چور کړی او دکورونه یې وران کړیدي. دوی اوس پوهږی چې دا جهاد نه بلکه د طالبانو د غیر اسلامي اهدافو قرباني شویدي.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=31954
larghonay laraway
02.07.2014
نو دا فضل رحمن او سميع الحق لکه چې يهودان دي. ځکه سني علماوو خو د طالب پر خلاف فتوا ورکړې او دوی يې ملګرتيا کوي چې دوی په کوم دين او مذهب دي؟
اتل
02.07.2014
السلام علیکم
لارویه، ستا خبره دې په ګل بدله شي.
دوی تنها ندي، زموږ ویاړلي، قهرمان، د افغان ولس د دین، دنیا او ناموس ددروغو جعلي ناجی قصاب طالبان هم په همدې لړ کې پیلي دي.
دوی بدعت کوي، د الله جل جلاله سره یې دښمنۍ ته بډې وهلې او د افغان په تیره بیا د پښتون ولس په ستونې دټوپک خوله زدي او بیا خپل بدعتی جعلي مذیب ورباندې مني. همدغه خبره د سني علملوو تحریک کړیده.
زموږ طالبانو نن په کابل کې بې ګناه اوه مسلمانان قتل کړل او شپاړس یې زخمي کړل. دوی انتحار کړئ او مسلمانا یې قتل کړي دي. دغه دواړه عملونه د اسلام ددایرې نه خارج دي.
په درناوئي.