د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د سني تحریک علما: د طالبانو پر خلاف جهاد

میرویس
24.06.2014

ګرانو او میړنیو پښتنو، سلامونه او محبتونه.
د پاکستان سني تحريک علماء شورا تر سلو زياتو عالمانو په شمالي وزيرستان کې د وسله والو خلاف جاري پوځي اپرېشن ضرب عضب جهاد ګرځولی دی او په خپله یوه فتوا کې یې ويلې دي چې د دې تائيد پر ټول قام لازم دی او څوک چې یې مخالفت کوي نو د شريعت مطابق به هغه باغي ګڼل کېږي

====
'د طالبانو خلاف پاکستاني پوځي عملیات جهاد دی'
له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې مفتي فهيم الدين شېخ وويل، دا د رياست حق دې چې د هغو خلکو خلاف کاروايي وکړي چې بې ګنا خلک وژني.

رابعه اکرم خان
23.06.2014
د پاکستان سني تحريک علماء شورا تر سلو زياتو عالمانو په شمالي وزيرستان کې د وسله والو خلاف جاري پوځي اپرېشن ضرب عضب جهاد ګرځولی دی او په خپله یوه فتوا کې ويلې دي چې د دې تائيد پر ټول قام لازم دی او څوک چې یې مخالفت کوي نو د شريعت مطابق به هغه باغي ګڼل کېږي.

د پاکستان سني تحريک د مرکزي رابطه کميټې يو غړي مفتي فهيم الدين شېخ مشال راډيو ته وويل د اتوار پر ورځ د عالمانو يوه غونډه وشوه چې پکې په یوه خوله د وسله والو خلاف د پوځي کاروايي ملاتړ وشو او یوه فتوا یې هم جاري کړه.

ده زياته کړه چې اسلام هېڅکله په انفرادي توګه د جهاد اجازت نه ورکوي.

«په دې فتوا کې د سوره المايده ايت نمبر ٣٣ حواله ورکړل شوې ده او د هغې مطابق چې د يو مسلمان رياست د اجتماعي نظم خلاف وسله وال بغاوت د طاقت له لارې ختمولو حکم ورکړل شوی دی. او په دې فتوا کې دا هم ويل شوي دي چې جهاد فرض دی خو چاته په انفرادي توګه د دې اجازت نشته. او که د رياست مشر د جهاد حکم ورکوي نو بيا هغه فرض شي»

له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې هغه دا هم وويل، دا د رياست حق دې چې د هغو خلکو خلاف کاروايي وکړي چې بې ګنا خلک وژني.

«پاکستان سني تحريک له لومړۍ ورځې دا مطالبه کوي هغه ترهګرچې موږ ورته طالبان وايو نو دا طالبان نه ظالمان دي. دوی د انسانيت دښمانان دي، د اسلام او پاکستان هم دښمنان دي. د دې واضحه مثالونه تاسو ته ښکاري. زموږ سکولونه، زموږ مدرسې، زموږ جماتونه او زموږ عالمان هېڅوک له دویه محفوظه نه دي. دوی خپل يو خود ساخته مذهب جوړ کړی دی او د وسلې په زور يې د مسلطولو کوشش کوي، له دې وجې نه یوازې اسلام بلکې د پاکستان هم په غونډه نړې کې تشخص خراب شو»

د ذکر ده چې مخکې همد ترهګرۍ او ځانمرګو بریدونو خلاف وخت په وخت ديني عالمانو فتواګانې جاري کړې دي چې پکې د بې ګنا خلکو وژل حرام ګرځول شوي دی.
په دې لړ کې د طالبانو څه موقف لا مخې ته نه دې راغلی.

ویاړلو پښتنو وروڼو!
دا لمړئ ځل ندئ چې دیني عالمان د اسلام او بشر په مقابل کې طالبان په جنایاتو تورن کوي او د بدعتیانو فتوی ورباندې کوي. خو طالبان خپلو غیر اسلامي اعمالو ته ځکه دوام ورکوي چې ولس او د الله دربار ته په بازګشت کې خپله دنیوي او اخروي بقا نه ویني د بښنې نه نا امیده شویدي.. دوی فکر کوي چې دومره رټل شوي چې د عفوې او مغفرت فرصت یې د الله جل جلاله او ولس په وړاندې دلاسه وتلئ دئ. خو طالبانو دا خبره هیره کړې ده چې د الله دربار لوی دئ، څوک چې په صداقت توبه وباسي بښي یې، او دغه راز لکه د پښتانه چې لمن پراخه او لویه ده، هغسې یې حوصله او زغم هم لوی دي.
په احترام.
http://www.mashaalradio.org/content/article/25432051.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more