د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

هر سړئ پزه توره کړي چې زه اهنګر یم

میرویس
18.06.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
نن سبا جنایت کاران، غله ، آدم خوران، قاتلان ددین او انسانیت نه منکران د اسلام دداعي په نامه وسلې اخلېو ډلې ټپلې جوړوي او د قدرت او دولت دپیداکول دپاره مسلمانان وژني او مالونه یې لوټ او تالان کوي.

دداعش په نامه ترورستان چې د عراق په یو شمیر ښارونو یې قبضه لکولې او کوښښ کوي چې هلته ددې ډلې د خوښې حکومت جوړ کړي، د عراق په سلګونو عسکر یې وژلي او د قتلونو مرتکب شویدي. دوی په عراق کې ګڼ شمیر هندی کارګران هم یرغمل کړيدي. دداعش ډلې نن د عراق د تیلو په ستر چڼ ځای هم حملې کړيدي.

دداعش ډله نه د اسلامي ارشاداتو پروا لري، نه د انسان د مرګ او ژوند او نه هم د اسلامي مقدسو اماکنو. که دداعش د ترورستو جګړه مارنو د پرمختګ مخه ونه نیول شي دا وېره شته چې په عراق کې به داسلام مقدس اماکن تباه کړي او که دا ډله په عراق کې قدرت ته ورسیده، ټوله علاقه به د اور په لمبو کې لولپه کړي او حتې په سعودي عربستان کې به هم اسلامي مقدسو اماکنو ته ډیر خطرناک ګواښ شي.
په درنښټ.
http://www.mashaalradio.org/archive/news/20140618/3518/3518.html?id=25426768


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more