د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پاکستاني طالبان: غبرګ آفتونه

اتل
18.06.2014

محترمو پښتنو السلام علیکم
الله جل جلالله د اسلام د مقدس دین نه یاغی ډلو ټپلو ته د توبې او استغفار دپاره کافي وخت ورکړ او دوی ته یې دا تعقل هم ورکړئ چې د روا او ناروا، حق او باطل تر منځ توپیر وکړي. خو پاکستاني طالبي ډلو چې بنیاد یې په بدعت، د اسلام د مقدس دين د ارشاداتو په مقابل کې په بدعت او د اسلام ترنامه لاندې دزراوزور په کسب کولو اېښودل شوی دئ، نه دا چې د خپلو ګناهونو کفاره ونکړه، بلکه خپل بغاوت یې لوړو مدارجو ته جګ کړ اوحق الله او حق العباد دواړه یې تر پښو لاندې کړل.

د الله جل جلاله کارونه په مدار دي، نه په تلوار. دپاکستاني طالبانوبغاوت چې اعلی مدارجو ته عروج وکړ، لوی څښتن تعالا هم د مځکې او هوا نه غبرګ آفتونه ورباندې نازل کړل. څلور ورځې کیږي چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د طالبانو او د هغوی په خارجي ترورستانو ګذارونه کوي او په لسګونو بدعتي جګړه ماران یې وژلي دي. وړمه هفته بې پیلوټه الوتکو شپاړس ترورستان په شمالي وزیرستان کې ووژل او ولس یې د هغوی د شر نه بچ کړ، او نن بیا بې پيلوټه الوتکو میران شا ته نږدي په یوه کوراو موټر باندې په حملو کې ځلور جګړه ماران ووژل او د هغوی خونړۍ منګولې یې د ولس د ستونې نه و کاږلې.
په درناوی.
http://www.bbc.co.uk/pashto/pokhtonkhwa/2014/06/140618_as_waziristan_drone_operation.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more