اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ایا د عالم او جاهل رایه او نظر سره مساوي دي او کنه څه توپیرونه لري؟
م . ق
18.06.2014
بسم الله الرحمن الرحیم
درنو او محترمو علماء کرامو، او دینپوهانو، سلامونه، احترامات او نېکې هیلې ستاسې په درانه حضور کې وړاندې کوم.
پوښتنه دا ده چې په کومو مواردو کې د عالم او جاهل رایه سره مساوي ده؟ په کومو امورو کې نه ده مساوي، او په کومو موضوعاتو کې کوم توپیرونه د عالم او د جاهل د رایې ترمینځ موجود دي؟
هیله ده پدې اړه هر اړخیزه رڼا واچوئ، دا به مو یو لوي خدمت او کار خیر وي.
وجزاکم الله احسن الجزاء في الدارین
م . ق
صبور
19.06.2014
برادر محترم ملا قیوم (م. ق.) سلام اعلیکم،
خداوند کریم برای من و تو چیزی بنام عقل عنایت فرموده اند، پس ما باید از آن کار بگیریم، نه آنکه از دنیا برویم و مغز ما همانگونه بدون استفاده بماند.
موضوعی را که شما از (علمای کرام) سوأل نموده اید، بسیار یک موضوع ساده و عام فهم است، که حتی یک طفل مکتب میتواند برای شما جواب بدهد.
لطفاً هر چیز را از علمای کرام نه پرسید، آن بزرگان آنقدر مصروف دیگر مسأیل هستند که وقت به اینگونه سوألات خورد و کوچک ندارند.
امیدوارم که از عقل و خرد که خداوند متعال برایتان داده است بعضاً استفاده کنید.
والسلام،
ع کريم حليمي
19.06.2014
السلام علیکم و رحمة الله
د ټول افغان درنو او مکرمو لیکوالو او لوستونکو تر سلام او احترام نه وروسته ، تاسو ټولو ته د ښه صحت او عافیت غوښتونکئ يم
محترم صبور صاحب تاسو لیکلی چه : (موضوعی را که شما از (علمای کرام) سوأل نموده اید، بسیار یک موضوع ساده و عام فهم است، که حتی یک طفل مکتب میتواند برای شما جواب بدهد. )
زه فکر نه کړم چه د محترم او مکرم مبارز صاحب سوال به دومره یو ساده او بسیط وي چه د مکتب یو طفل ئې جواب وویلی سي
ممکن تاسو ته دا معلومه وي چه د بعضي متفکر لیکوالان په داسي عقیده دي چه د کمي پوهي یا ناپوهانو (عوام کالانعام!) د رايي ورکولو حق نه لري ، دوی وايي چه تنها علماء د رایي ورکولو او اورولو مستحق خلګ دي
دروند او محترم صبور صاحب ، ستاسو څرنګه نظر لرئ ؟؟ د علماء او ناپوه خلکو رایه مساوي ګنئ په داسيحال کښي چه : عالم او جاهل به هیڅکله نه وي مساوي، هل يستوي الذين يعلمون والذين لا يعلمون ؟؟؟
د ټول افغان له درنو او مکرمو علماء کرامو نه تمنا او آرزو لرم چه په دغه بحث کي له موږ سره خپل نظر شریک کړي ټر څو موږ لوستونکي مستفید سو .
په اسلامي اصولو کښي "أمر بالمعروف و النهي عن المنکر" یو فرض کړنه ده آو همدا رنګه د علم او معارف خپرېدل هم فرض دي ، نو!!! درنو پوهانو له موږ سره خپله پوه شریکه کړي تر څو غاړي مو خلاصي شي (قوله تعالى: ومما رزقناهم ينفقون)
درنښت
م . ق
21.06.2014
[quote:7eff0b39ca="صبور"]برادر محترم ملا قیوم (م. ق.) سلام اعلیکم،
خداوند کریم برای من و تو چیزی بنام عقل عنایت فرموده اند، پس ما باید از آن کار بگیریم، نه آنکه از دنیا برویم و مغز ما همانگونه بدون استفاده بماند.
موضوعی را که شما از (علمای کرام) سوأل نموده اید، بسیار یک موضوع ساده و عام فهم است، که حتی یک طفل مکتب میتواند برای شما جواب بدهد.
لطفاً هر چیز را از علمای کرام نه پرسید، آن بزرگان آنقدر مصروف دیگر مسأیل هستند که وقت به اینگونه سوألات خورد و کوچک ندارند.
امیدوارم که از عقل و خرد که خداوند متعال برایتان داده است بعضاً استفاده کنید.
والسلام،[/quote:7eff0b39ca]
ښاغلی صبور جان، لومړی خو ستا سلام خطاء دی (سلام اعلیکم)، شرعي سلام داسې دی: السلام علیکم ورحمة الله
ته په ټول افغان کې نوی یې، په ټول افغان کې د تېرو سیاسي او علمي بحثونو، مناظرو، مبارزو او چیلنجونو څخه ناخبره یې، م . ق مخفف دی د مبارز قرآني او مسلم قلموال چې دواړه زما رسمي اکاونټونه دي.
زه ملا یم خو جامد ملا نه یم بلکه په عصري علومو او ټکنالوژۍ پوه یم ولله الحمد والثناء الحسن.
راځم اوس ستا بې ځایه اعتراض ته!
ښاغلیه د دغې سوال اهمیت خو له دې څخه هم معلومیږي چې د یو ناپوه کس نظر څومره د منلو وړ دی او څومره نه! لکه تا چې دلته کوم نظر زمونږ د سوال په هکله وړاندې کړی ایا ستا دغه نظر د منلو دی او که نه! د دغسې یو نظر وړاندې کوونکی په کومه کټګورئ کې راځي؟ د عالمانو او که د ناپوهو امیانو؟
معلومه ده چې دا یو امیانه نظر وو چې تا وړاندې کړی، د امیانو د نظرونو د منلو او نه منلو د صورتونو او مواردو د تعینولو لپاره مونږ دغه مسئله بحث ته وړاندې کړې ترڅو علماء کرام یې ټول صورتونه، موارد او موضوع ګانې وڅیړي.
ډېر داسې موارد شته چې هلته د ملا او امي نظر او رایه فقط د تقوا او صداقت په بنسټ تلل کیږي نه د علم په بنسټ.
مثلا د علم مصطلح الحدیث کې د روایت په اړه، همدارنګه د امیر او خلیفه د ټاکلو په اړه او داسې نورې موضوع ګانې شته چې هلته د امي رایه هم اهمیت پیدا کوي.
د یهودو علماؤ به دا وئیل چې د امیانو او انپړانو په وړاندې مونږ نه مؤاخذه کیږو او د هغوي په اړوند هر رنګه تصیم نیولو کې مونږ خود مختار یو او چاته پدې هلکه مسؤلیت نه لرو.
لکه قرآن مجید فرمایي:
وَمِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ إِن تَأْمَنْهُ بِقِنطَارٍ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ وَمِنْهُم مَّنْ إِن تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍ لَّا يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَائِمًا ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الْأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّـهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿٧٥﴾ سورة ال عمران
نو که دا بحث نه وي ته به په دا رنګه مسايلو څه پوه شي جناب صبور؟ د صبر کاسه دې ولې نسکوره ده :)
الله دې پوهه نصیب کړه چې له بې ځایه تیندکونو وژغورل شې!
ع کريم حليمي
21.06.2014
ډېر ګران او محترم مبارز صاحب ، تر هر څه نه مخکي له تاسي مننه کوم چه : ډېره وسیع او اړینه موضوع مو د بحث او څېړني له پاره له موږ سره شریکه کړه ، او کور وان
ګران او متبحیر مبارز صاحب ، تاسو ته معلومه ده چه دا جهان او نړۍ او دغه ځمکه دیري وظیفی لري یوه وظیفه ئې دا هم ده چه هر څه به زړوي او وژنی او له منځ نه به ئې وړي ،او نویو به زېږوي په دغه دغه جهان کښی تنها دوه شیان ( اوبه او سماوي اخلاق )دي چه نه زړېدونکي دي نور هر څه په زاړه کیږي له منځه ځي ، نو بناء علی هذا د انسانانو پراتیک د پرمختګ او تکامل نوي پیښی را زېږوي او د پرمختک خلاف جریانونه خپل ځایونه نویو ته پرېږدي نو همدا سبب دی چه علوم او تعریفونو تعبیرونه تغیر مومي
یو وخت رسولان راتلل او د علم وارثان ئې نه درلودلل ، وروسته داسي زمانه راغله چه رسول راغلی او امة ئې د علم وارثان سوه یو وخت پر دغه مځکه مطلق العنان بادشاهان وه او امة کفر او مسلمان دا باچاهان د رب لعزت له طرفه مقررشوي بلل داسي فکرونه ټول زاړه شوه او له استعاله ولوېدل
د زماني په تېرېدلو سره فکري تکامل کچه لوړه شوه و توانېدلی چه سماوي اخلاق ښه تره عملی کړي
البته (تنها فقهي اختلاف )دی چه موږ و ژوند ته پرمختګ او ښه تغیر راوړي
چه راسم و اصلي بحث ته ،درنو لوستونکو ! فکر کوم چه د محترم او مکرم مبارز صاحب پوښتنه دا ده چه د رئیس او امر د انتخاب له پاره د جاهل عرفي او جاهل شرعي او یوه جمهور عالم رایه مساوی ده ؟
د رئیس د انتخاب له پاره زه یو شرعي او ثابت نظر لرم ، خو غواړم چه ستاسو نظرونه ولولم ، که تاسو خپل نظرونه نه کړئ ښکاره، نوپه مثال د هغه چا به یاست کم چه :( پر حق سترګي پتوي ) الله دي نکړي
درنښت
وزیري
23.06.2014
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
محترمینو! هرکله چی د حق او باطل خبره وی نو په داسی ځای کی کثرت د اراء قابل د ملاحظی نه دي. قرآن کریم داسی مواردو ته په اشاري سره وایی:
و ان تطع اکثر من فی الارض یضلوک عن سبیل الله، ان یتبعون الا الظن و ان هم الا یخرصون.
ولی کثرت د اراء چی د حق او باطل په باره کی نه وی قابل د احترام دي. پاتی شوه د عالم او د جاهل رایه. مطلقا عالم دا فضیلت نه لري چی دده رایه دی په هر حالت کی په جاهل معتبره وي ځکه چی کیدای شی چی عالم خطا وي او جاهل برحق وي. احیانا که دواړه برحق وه نو هو د عالم فضیلت او تقوای ددي دلیل کیدای شی چی دده رایه نظر مقابل جانب ته ډیره معتبره وبلل شی. صحابه کرام ټول اولیاء الله وه او د جهل نسبت ددوي په طرف ډیره قبیحه خبره ده. په لاندينی مثال کی د جهل نه بلکي د زیات فضیلت په لرلو سره زمونږ خبره یو څه حل کیدای شی.
حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خپل مرګ نه وروسته د خلیفه د ټاکلو لپاره شپږ کسیزه کمیټه ټاکي او ورته وایی چی تاسو مشوره وکړي په خپلو منځونو کی. هرکله چی د هري نظريې نفر ډیر شول هماغه نظر ته اعتبار ورکړی خو که دري یوه خوا او دري بله خوا شوی نو بیا متابعت وکړي د هغي ډلي چی په هغه کی حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه وی (و ان اجتمع رأی ثلاثة و ثلاثة فاتبعوا صنف عبدالرحمن بن عوف) طبقات ابن سعد، دریم جلد، صفحه ۵۸.
مننه