نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
افغانان ټوله ټوله درانيان دي ! د لوی احمد شاه بابا له برکته ، له نظره
Anonymous
25.02.2005
درنو خويندو او وړونو سلام ٠
احمد شاه بابا يو منلي اسلامي امپراتور وو ٠ او يو لويه امپراتوري جوړه کړې وه
په زمانه کښي داسي دود وو ٠ چه اسلامي امپراتور به اصلأ خليفه هم وو ٠
نو په دې خاطر ئې پاچهانو ته د ٧ وليانو مقام ورکاوه ٠
اسلامي امپراتور هم دااحساس کاوه چه بايد داسلام د خليفه وظيفه پر ځاي کړي ٠
کله چه احمد شاه بابا د افغانستان خښته کښېښول ٠ اول کار ئې داوو ٠ چه ملت جوړ کړي ٠ له هزاره ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠څه نيولې بيا پښتنو پوري ئې په دولت کښي ځای کړه ٠
چه يو نمونه ئې اڅکزي دي ٠ د بارکزو يو ښاخ دي ٠ چه د احمد شاه بابا تر امپراتورۍ دمخه په تاريخ کښي د دولت په وظيفو کښي لاس نه لري ٠
احمد شاه بابا وو چه هيځ قوم ئې له ياده نه وو استلۍ ٠ نو دغه خاطر وه چه يو ملي سمبول ، د ملت بابا بلل کيږي ٠ او هم درانی سوو ٠
هندوستان له ډېره وخته د پښتنو ته يو طلايي زکه وه ٠ او د پښتنو تر قفس لاندي ژوند کاوه ٠ او احمد شاه بابا هم دغه طلايي هندۍ زرکه وساتل ٠ ولي چه ملي عايداتو له پاره ضرورت وو ٠ او په عين وخت کښي هلته مسلمانان هم وه چه يګان وخت به د هنديانو له فشاره په مشکل کښي ولوېدل ٠ نو د هند مسلمانان به مجبوره وه چه له يوه اسلامي امپراتور يا اسلامي خليفه څخه کومک و غواړي ٠
شاه ولی الله چه په هند کښي يو لوی ولي شخص وو ٠ و هنديانو يا هندواڼو له فشاره په عذاب سوو ٠ نو دغه نوي ځوان احمد شاه ته ئې حال راواستاوه ٠ چه مسلمانان د هندواڼو له لاسه ډېر په مشکل کښي دي ٠ نو ځوان امپراتور احمد شاه بابا د شاه ولي الله ٠ و کومک ته حرکت ور وکړي ٠ او د مسلمانانو په کومک کښي ودرېدۍ ٠
او دشرعي له نګاه غازي سوو ٠ او پر غازيتوب سربيره د هند مسلمانانو د دران لقب هم ورکړي ٠ در و غمي ته ويل کيږي ٠
نو کله چه راستون سوو خپل وطن ته ٠ دغه لقب ئې په دربار کښي اعلان کړي ٠ او د ټول افغان ته ئې ور کړي ٠
نه پوهيږم چه ولي نن په څوپښو د پښتنو پوري ئې اړه پيدا کړه ٠
ترکومه ځايه چه زه مطالعه لرم ٠ دا لقب په ټولو افغانانو اړه لري ٠ نه په څو قومونو
ممکن زه خطاسوۍ يم ٠
که ښاغلی او محترم محمد آصف صمیم صاحب داموضوع موږ ته را روښانه کړي
ممنون به يم