وطن پال او نور ګټور شعرونه
ګريس بندي لنډۍ
څاروان
24.02.2005
ورسته له سلامونو او نيكو هيلو:
1. [color=darkblue:b23a44405d]ژبه:[/color:b23a44405d]
هاغه قام تل ترتله نه مري
څوك چه په هر حال كښي ژوندي ژبه ساتينه
په ژبه هر يو كار نن كيږي
په خوږه ژبه راخپليږي پردي زړونه
زه د هغو ژبونه زار شم
چه مخلوقات د الله نه آزاروينه
د جانان ژبي ته حيران يم
څومره خوږي پستي خبري پري كوينه
هوښيار هغه قامونه بولم
چه خپله ژبه ښه عروج ته رسوينه
ژبه دي خپله په قابو كړه
ځكه له دي ژبي جوړيږي فسادونه
پرهر د توري پيوند واخلي
د ژبي زخم تر قيامته نه راځينه
ستا ژبه منم چه ده ژبه
څه وكړم چي زما باور پري نه راځينه
چه يوه ژبه يو اقرار وي
هاغه انسان زه ښه انسان حسابومه
چه پښتو ژبه پري وياړ كړي
داسي ليكونكي دي خداي هر ځاي پيدا كړينه
د پښتو ژبي بخت بيدار شو
زلمي ليكونكي په هر ځاي كي پيدا شونه
----------------------
په پښتنه مينه او مننه
څاروان
څاروان
24.02.2005
2. [color=white:08fad5fd61]ښكلي[/color:08fad5fd61]
ښكلي اشنا كه خواله راغي
------------- ورته به اچوم زه د سرو ګلو هارونه
زړه نه مي سري ويني بهيږي
------------- چه ښكلي يار چرته تكليف كي او وينمه
ښكلي چه ډير وي خوشحاليږم
------------- ژوندون د ښكلو سره ډير مزه كوينه
ښكلي جانان مي ظلم كار دي
------------- بس بي ګناه كوي پما باندي ظلمونه
زما د ښكلي جانان ياده!
------------- چه راسره ئي بل څوك كله يادومه
دغه زما ښكلي جانان دي
------------- دا چه په ناز ناز باندي اخلي قدمونه
چه مي خپل ښكلي اشنا نشته
------------- يادونه ئي شته په هغي پام غلطومه
هاغه وختونه مي ياديږي
------------- چه به په خوا كي د خپل ښكلي جانان ومه
په داسي ښكلي زه مين يم
------------- چه كبر ژن دي په ما نه كوي خيالونه
زما چه ښكلي په نظر شي
------------- هلته مي زړه كوي نري نري دردونه
ځمه چي ښكلي يار له لاړ شم
------------- هغه عاجز به زما ډير په طمعه وينه
ښكلو زما نه مه ويريږي
------------- زه خو د ښكلو ډير قد كومه
[color=indigo:08fad5fd61]ښكلي زما په خيال هغه دي
------------- چه پاك الله ډير ښه اخلاق وركړي وينه[/color:08fad5fd61]
=================
-------------------------- څاروان
څاروان
24.02.2005
3. [color=indigo:a6c7907ea8]جانان[/color:a6c7907ea8]
جانان دى ظلم كوي خير دي
زه به نيكي ورسره شامدام كومه
جانانه خواته رانزدي شه
چه دي په مينه مينه وكړم ديدنونه
زما جانان پر ما ډير ګران دي
ځكه ئي هرمدام په زړه كښي ګرځومه
جانان زما د زړګي سر دي
چه مرور شي زړه مي ټق د غمه چوينه
مانه كه خپل جانان جدا شي
ځان به ملګرو بد نصيب حسابومه
زما جانان زما جانان دي
زما په حق له د چا نه اوري لمسونه
اوس هغه ورځي مي ياديږي
چه خوږ جانان به مانه نه جدا كيدنه
خداي خبر چا رانه جدا كړو
چه اوس جانان پسي سري اوښكي تويومه
جانانه بس كړه راپخلا شه
هسي نه مړ شم خون به ستا د غاړي شينه
دا ځكه خاندم خوشحاليږم
چه خپل جانان سره زه څنګ په څنګ اوس يمه
جانان مي بره غره كي اوسي
شمع په لاس ورته ورخيژم خير د وينه
ماسره ئي هيڅ وفا ونكړه
زه د خپل ګران جانانه ډير ګيلمه نه يمه
جانان زمانه مرور دي
اوس په جرګه كي ورله سري اوښكي ليږمه
ته خو بيغمه ئي جانانه
زه د خفګانه د زړه غوښي مدام خورمه
[color=green:a6c7907ea8]پاتي[/color:a6c7907ea8]
څاروان
24.02.2005
[color=indigo:71a6cbffa0]په تير پسي:[/color:71a6cbffa0]
جانان چي اوګوري مسكي شي
د ناز خندا مي زړه كي لاري جوړوينه
جانانه راشه خداي لپاره
دا سوي زړه مي درپسي ژړا كوينه
خلق لمسون كوي جانانه!
مه د چا اوره نه به زه د چا منمه
جانان مي بل سره روان شو
په ما ئي پوري كړه د خلكو تهمتونه
ما نه خفه نشي جانانه
قربان له تانه زه تا نه خفه كومه
ورشي زما جانان خبر كړي
د ځنكدن سلګي وهم چه وي وينمه
په زړه مي ډير ډير راوريږي
جانانه راشه چي دي وكړم ديدنونه
تاته څه پته ده جانانه
زه دي د سترګو په ليمو كي ګرځومه
راشه جانانه راشه راشه
ستا نه بغير مي زړه قرار كله كوينه
مرګ دي هغي خلكو له راشي
څوك چه زمانه خوږ جانان جدا كوينه
=============
------------------ څاروان
څاروان
01.03.2005
4. [color=indigo:ed8623f6a4]علاج[/color:ed8623f6a4]
زما علاج ملګرو ګران دي
..................... زه د تورو زلفو منګرو خوړلي يمه
علاج مي وكړه د زړه سره
..................... يمه بيماره ستا د ديدن محتاجه يمه
طبيبه ستا علاج كچه دي
..................... بيمار په زړه يم ته زما ګوري لاسونه
په طبيبانو نه رغيږم
..................... زما جانان زما علاج دي را ديشينه
هغه انسان څومره عظيم دي
..................... چه د درمندو خلكو كاندي علاجونه
غمه بس ته مي د سر تاج يي
..................... زما علاج ئي پام په تا غلطه ومه
ښكليه ته مي علاج وكړه
..................... ځكه چه تاته مي كتل ناروغه شومه
د هر بنده علاج په كار دي
..................... ځكه په نه خبره ويني تويوينه
په پښتنه مينه
څاروان
څاروان
01.03.2005
5. [color=indigo:1ce0de79ee]سترګي[/color:1ce0de79ee]
سترګي په هيچا پسي مه شه
..................... چه چا په سي شي په ژوندن ستومانه شينه
د بدو سترګو په امان شي
..................... جانانه دا دعا به ټول عمر كومه
زما د دواړو سترګو توره
..................... د زړه ټكوره تا په سترګو كي ساتمه
په تماچو ويشتلي روغ شي
..................... سترګو ويشتلي سړي نيغ قبر له ځينه
د جانان سترګي اثري دي
..................... چه ما ته وګوري نشه نشه مي كړينه
سترګي كه شني وي او كه توري
..................... بس چه ښايسته وي زړه زما زخمي كوينه
د شرابي سترګو دي زار شم
..................... چه راته وه ګوري نشه نشه مي كړينه
جانان مي ټول ښايسته ښايسته دي
..................... خو سترګي نه دي ما په سرو لمبو سيزينه
زما په سترګو كي اوسيږي
..................... خوږه جانانه زه تا كله هيرومه
سترګي مي هغه وخت كي اوځه
..................... چه بي له تانه دا په بل چا خوږي شينه
سترګي دي دواړه كړلي توري
..................... خداي خبر بيا په د چا زړونه زوروينه
مونږ د اخلاص په خوب ويده كړه
..................... د لالچ دوړي راته سترګي ړندوينه
دا لباسي سترګي دي ړندي شه
..................... د اخلاص سترګي د تر عمره بينا وينه
يو مي دوران سترګي ړندي كړي
..................... بل مي جانان سيخونه سترګو كي منډينه
د خمارو سترګو دي ځار شم
..................... ستامي په ټول بدن كي سترګي خوښي دينه
د خمارو سترګو ميرمني
..................... تاپسي اوښكي تويوم تا يادومه
د خمارو سترګو ميرمني
..................... په زړه مي غني ستا ښكلا راښكلي دينه
په غټو غټو سترګو ګوره
..................... ستا په كتو باندي زه ډير خوشحاله يمه
زما دغټو سترګو ياره!
..................... ستا غټو سترګو مانه وړي دي خوبونه
په پښتنه مينه
څاروان
څاروان
01.03.2005
6. [color=white:f60e1baf1d]صبر[/color:f60e1baf1d]
راشه په زړه مي ګوتي كيږده
چه مي د صبر درمعلوم شي ټول حالونه
د صبر تيږه په زړه كيږدم
چه مخامخ شي يار نو بيا بد حاله شمه
عويذ د صبر راله وكړي
چه بي وفا اشنا بيا بيا نه يادومه
زما د زړه صبر تمام شو
اوس به ښكاره مخ د اشنا خواله ورځمه
د صبر سوري په ما وشو
ځكه هر غم په خوشحالي زه تيرومه
انسانه صبر شه مه ژاړه
له خدايه غواړه بس هغه ښكلي وختونه
زړه مي د غم په تيغ حلال شو
پټي د صبر په اږدم ډاډ وركومه
د ناكامي سيلاب لاهو كړم
د بي صبري لامبو مي ستړي كړل لاسونه
د بي صبري كشتي كي ناست يم
د ناكامي سيلاب پري راغلو ډوبه ئي كړمه
صبر كوه زما جانانه!
ميوه د صبر ګوره ډيره خوږه وينه
صبر به څنګه وظيفه كړم
زما خو زړه خولي راغلي مړ به شمه
زمانه صبر بس دي نه شي
جانان ته وايي چه راوړي ديدنونه
زما د صبر دا صله ده
اوګوري سونډومي نيولي دي پاړونه
===========په پښتنه مينه
..........................................................څاروان
څاروان
01.03.2005
7. [color=darkred:85b498bbde]تور[/color:85b498bbde]
جانانه داسوال مي قبول كړه
..................... زما په سپينو جامو مه ږده تور داغونه
دازه چه تور څادر په سر كړم
..................... دغه سپين مخ پكي لا ځلا كوينه
سپين مي بشر تور مي څادر دي
..................... چه مي سهي كړي ليوني راپسي شينه
كه خپل اشنا زما اشنا شي
..................... توره جنډه به سمدستي بابا له اوړه مه
په پښتنه مينه
څاروان
څاروان
01.03.2005
8. شكر
د خپل الله شكر ګزار يم
..................... چه يي په كور د مسلمان زيږولي يمه
د شكر ټكي خولي له راشي
..................... چه خپل جانان ځان سره خوا كي ووينمه
شكر دي شكر دي اي خدايه
..................... چه لاس او پښي دي راته روغ راكړي دينه
شكر به خامخا اوباسم
..................... چه ښكلي يار راله زړه نه ازاروينه
د شكراني مونځ په ادا كړم
..................... كه د نړي بنديان مي يو اتفاق شونه.
-------------------------------په پښتنه مينه
---------------------------------------------څاروان
pattang
02.06.2005
څاروانه څه ښکلی پښتون يې
بيناموسان دې په تهمت جداکوينه
هر څه چې وايې دوي دي وايې
خپله پښتو به په خپل زړه کې ځايه ونه
دي پلار نيکه مير اث را پاتې
بينا موسان يې په دالرو خرڅه وينه
پښتو زمونږ دپلار ميراث ده
په تور لحد کې بې له ځان سره ساتونه
عالمه څه توره تياره شوه
پردي راځي دپښتون کور تالا شه وينه
د پښتنوالي په مينه پتنګ
څاروان
04.06.2005
پتنګه وروره ورسته له سلامونو څخه.
وروره له لنډيو ليكلو څخه د مننه كوم.ستاسي مينه له پښتو او پښتنو سره د ستايلو وړ بولم، او د الله پاك څخه سوال كوم چه د مسلمانانو لپاره ستاسي كړي خدمتونه په خپل دربار كې قبول او منظور كړي. آمين.
وروره داسي راته ښكاري چه د منطق فورم بعض ليكولانو ته دي نوره د صبر كاسه چپه سوي . خو ګوره وروره زه په خپله هم د بعض وروڼو د بدو الفاظو په استعمالولو په غوصه كيږيم خوزه بيا دا چم كوم چه نن ئې ولولم نو جواب ئې په ارامو مغذو سبا ته وليكم نو هغه غوصه چه په لومړي ځل لوستو راته راغلي وي هغه د زيات وخت په تيريدو سره لمنځه تللي وي او ذهن ته مې مناسب جواب راغلي وي خو كه د كوم ليكوال له اولني ليكني راته په ډاګه سي چه اخلاقي امپيري ئې له صفر څخه هم كښته دي نو دوهمه ليكنه بيا ورته نه كوم.ځكه په بدو الفاظو استعمالولو سره خپل د خولي خوند نه خرابه وم.
پتنګ صيب [color=white:6d2263a714]تاسي چه د منطق فورم د پريښودو كومه پريكړه كړي [/color:6d2263a714]زه درسره موافق نه يم او زه په خپله دا مشوره دركوم چه ددي پرځاي چه فورم پريدي دا درته ښه ده چه د هغه چا سره د موضوعاتو څيړني ته دوام وركړي چه مقابل لوري ته په درناوي قائل وي. او د كوم كس اخلاقي امپير چه پر صفر ولاړ وي د هغه سره بحث كول هيڅ كومه نتيجه نه وركوي.
ستاسي د همكاري په هيله
يوسف څاروان
څاروان
14.10.2005
رقيب:
راټولونكې يوسف څاروان
ستا په جفا مي پروا نشته
خفه په دي يم چې رقيب خندا كوينه
رقيبه سترګي د ړندي شه
تا زما خوږ اشنا كښي څه ليدلي دينه
رقيبه سترګي دي ړندي شه
دا ستا د لاسه زه په زړه ډير غمژن يمه
خدايه رقيب ته سزا وركړي
چي سوي زړه راله نور نه ازاروينه
رقيبه هرڅه كه ته اوكړي
خو يار زما دي د چانه اوري لمسونونه
رقيب نه دواړه سترګي اوځه
چې په خپل ځان شي زه يي خيال كښي نه راځمه
رقيب د هاغه خلكو يار دي
څوك چې مدام ازاروي مين زړونه
رقيبه نور درته څه نه وايم
په سترګو ړوند شي چې ارمان درله درځينه
رقيبه هرڅه كه ته وايي
وايه چې وايي خو زه ستا كله منمه
رقيبه دغسي په غم شي
څنګه چې زه د زړه په رنځ دي اخته كړمه
ترس به ئي څنګه په ما اوشي
د رقيب اوري ماله خواله نه راځينه
رقيبه ته چې دلته ناست ئي
زما د ويري نه رپيږي اندامونه
ماپه ليمو كښي ترينه پټ كړه
ګڼ رقيبان دي راله ويني به اوڅكينه
زه په تري والي خوشحال نه يم
ټول ريبان ئي راته ټيټي سترګي كړنه
رقيب نه خلقه ډير ويريږم
زما اشنا پسي مدام لاس پښي وهينه