د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د امریکايي عسکر سره دطالبانو تبادله - نیک فال

میرویس
02.06.2014

السلام علیکم، ګرانو وطنوالو
دطالبانو مشرملامحمدعمرآخند، دهغه زوم ملامعتصم آغاجان چې د طالبانو د حکومت د ماليې وزیرؤ، په پاکستان کې د طالباود وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف او سیاسي مبصرینو د یوه امریکايي عسکر سره د طالبانو د وخت د حکومت د کابیني د غړو سره په تبادله باندې تبصرې کړيدي. ملا عمر دغه عمل لویه کامیابي بلې، ملا معتصم آغیاجان د صلحې په لاره کې د اعتماد د تقویې یو مثبت ګام بللئ، ملا محمد عمر آخند او پدې ارتباط یې دنور اؤخونو نه مننه کړیده. او ملا ضعیف دا آیت شریف راوړئ:
ترجمه: ډیر ځله تاسې یو څه بد ګڼئ، خو هغه به ستاسې لپاره خیر وي او ډیر څه به تاسې یوڅه خوښ ګڼئئ خو هغه به ستاسې لپاره شر وي، الله جل جلاله ښه علم لري، خو ستاسې علم نشته.
ملا ضعیف دُعا کړې چې دا اقدام د افغانستان د مسلمان ملت دپاره ښه شي.

سیاسي مبصرین وايي چې د طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو نوې باب پرانستل شو. دوی زیاتوي چې ظاهراً خو د پنځو لوړ رتبه طالبانو سره د یوه امریکايي عسکر تبادله وشوه، خو د پردې تر شا نور انکشافات هم شته.

د سرچينې په خبره له امريکا غوښتل شوي، چې په افغانستان کې بايد خپل نظامي حظور ختم کړي، خو له دې هېواد سره دې نورو مرستو ته دوام ورکړي.
شنونکئ وحيد مژده وايي، د افغانستان تر ټاکنو د مخه طالبانو او امريکايي چارواکو خبرې پيل کړې وې، چې د دواړو لورو ترمنځ ګڼې ژمنې شوې دي. دی زياتوي له افغانستان څخه په ۲۰۱۶ کال کې د ټولو امريکايي پوځيانو ايستل هم د همدې ژمنو او د خبرو د نوي پړاو يوه برخه ده: ((د طالبانو او امريکا ترمنځ په خورا حساسو مسئلو خبرې شوې او دغه مسئلې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په پاره دي.))
ښاغلی مژده وايي، خوشې شوي، طالب مشران به تر يو کال پورې په قطر کې پاته شي، خو دوی له جريانونو هم لرې پاتې شوي او تر هغه پورې به ځانونه عيار کړي، يوازې د دوی خوشې کول د باور رامنځته کولو لپاره يو زمينه سازي وه. د ده په خبره کېدای شي، ځينې يې د خبرو په برخه کې رول ولوبوي:(( په دغه ډله کې ملا عبدالحق وثيق او مولوي خيرالله خير خوا سياسي کسان دي، چې د خبرو او سولې په برخه کې به ګټور پرېوځي.))

ګرانو وطنوالو:
دا تبادله په قطر کې د طالبانو د سیاسي د فتر د ناکام تاسیس کیدو یو شرط ؤ. دا چې اوس دا شرط پوره شو، هم غنیمت دئ، خو کاشکې هغه خبرې نه وای ناکامې شوې. د افغان ولس هیله داده چې په ملک کې صلحه راشي، طالبان د تشدد په عوض صلحه غوره کړۍ او په نوي حکومت کې د ملک د آبادئ او سوکالۍ د پاره برخه واخلي او په نتیجه کې خارجي افراطیان او ترورستان زموږ د ملک او ټولې سیمې نه کډه کولو ته مجبور شي او موږ په خپلو کې کور او اور شو.
آمین یا رب العلمین.
http://www.taand.com/archives/26190


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more