د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د دجال له زندانو د اتلانو د ژغورنی مبارکی

lawangin
02.06.2014

د دجال له زندانو د اتلانو د ژغورنی مبارکی
ـــ الحاج استاذ بیانزی ـــ
بسم الله الرحمن الرحیم
تر ټولو لمړی د نړی مظلوم بشر یت ، اسلامی نړی او د افغانستان
مظلومو مسلمانانو او مجاهدو ورونو او خویندو ته د اسلامی مقاومت د
مخکښه مجاهدینو او علماوو کرامو د دجال له زندانو د راوتلو او
ژغورنی مبارکی وایم . دوی هر یو د صلاح الدین ایوبی رح حیثیت او
مقامونه لری الله ج دی مونږ ته هم د دوی د کړنو په شان کړنی او د
دوی د مقامونو په شان مقامونه را په برخه او یا لږ تر لږه د دوی په
سپیڅلی خط او سپڅلی لیاره کی مو د دوی سره نزدی وساتی.
مخکی له دی چه د دوی د ګوانتانامو زندان څخه د ژغورنی په هکله څه
ولیکم ، د یوی اصطلاح یادونه کوم چه هغه اسارت دی :
اسارت هغه بندیخانه او اسیران هغه بندیانو ته وایی چه د دوی د
جسمونو په ځای د دوی فکرونه ، تصامیم ، د دوی معنویات او نوامیس
د نورو په واک او قبضه کی وی ، لکه اوسنی غلامه اداره که په ښکاره
به زندانو کی پراته نه دی په ښکاره په لویو لویو بنګلو کی اوسیږی او
د مرمی ضد ګاړو کی د څو باډی ګاردانو سره هری خوا سفری کوی له
جیبونه او ګاړی یی د استعمار په ډالرو ، وسلو او وسیلو ډک دی . له
بده مرغه دوی د استعمار د فکری اسارت په زندانو کی اسیران دی
دوی نه د ځان ، نه د خپل ناموس ، نه د نظر لرلو ، نه د نظر ورکولو
او حتی د خپل شخصی ژوند په هکله د کوم تصمیم نیولو حق او واک هم
نه لری که د خپلی ماندینی سره پروت وی د استعمار عسکر ورته په
سر ولاړ ، که تشناب ته د حاجت د رفع کولو د پاره ځی عسکر ورته په
سر ولاړ هر څه یی ورله اوری د بستری او تشناب ژوند د هر چا ډیر
خصوصی ژوند دی چه د خپل کورنی غړو ته پکی د ننوتلو اجازه نه
شته ولی استعمار ته په خوښه نه په زور دا اجازه حاصله او دا
مصونیت قضایی لری یعنی د هغوی ځان او د هغوی کور دهغوی د
اسارت زندانونه دی یواځی د دوی امنیت په نظر کی نه بلکه د دوی
دایمی څارنه ، لیدنه او اوریدنه کیږی چه د سپارل شوو دندو غیره بله
کومه سرغړونه ونه کړی او د کیدو په صورت کی ورته د هغه د عمل
مناسبه سزا اوروی .
برخلاف دغه پنځه کسان خپلواک بندیان وو د غلامی اداری په شان
اسیران نه وو او نه به شی ، له زندان مخکی خپلواک ، زندانو کی دننه
خپلواک او له زندانو بهر به خپلواک وی یعنی غیر له الله ج بل چاته
یی لکه د اکبراغا ، اغاخان ، عبدالحکیم اغا او حکومتیاراغا په شان د
اسارت او بندګی سرونه ټیټ نکړل له زندانه په ننواتو نه ، د الله ج په
نصرت او د مجاهدینو مټو او جهادی سرګرمیو او د امریکایی بندی په
بیه راځوشی شول .
همدغه خپلواکی د توحید یو تعریف او د توحید عملی بڼه ده یعنی الله ج
غیره د بل دجال او طاغوت بندګی یی ونه منله ، دا چه هر څوک توحید
څرنګه معنی کوی ماته یی دا د توحید عملی بڼه کی تعریف ښکاری هغه
چه د داخلی یا خارجی دجالانو د وحشت له ډاره او یا د مادی پیرزونو
د ارزانی له امله دجالی سیستم ته تسلیم وی هغوی مشرکین او دغه
عمل یی عملی شرک دی .
دا بندیان عادی بندیان نه وو چه د دجال له بندیخانو ازاد شوی وی دوی
زمونږ د راتلونکیو نسلونو د پاره د دجالانو په مقابل کی د عبرت درس
او تمثیلی نمونی وی صلاح الدین ایوبی د دوی مخکښه او دوی د
راتلونکو نسلونو او مظلوم بشریت د پاره مخکښان دی . دوهم ، د دوی
ژغورنه د جال له زندانو په منت او چاپلوسیو نه ده تر سره شوی بلکه
د خالق لایزال په نصرت او د اسلامی مقاومت د جهادی مټو په زور
یعنی په تبادله ازاد شول اسیران لکه د کابل غلامه اداره چه اسیره ده
او بل هغه ناتوانه بندیان چه د ناتوانی له مخی بندیان شوی او د
ناتوانی له مخی وبخښل شی دوی د مستو زمریانو په شان نیول شوی ،
د مستو زمریانو په شان جیلونو کی او د مستو زمریانو په شان له جیله
د یو امریکایی بندی د ژغورنی په بیه راووتل له دی وروسته به هم لا
زیات پیاوړی زمریان شی ګیدړانو چه د شغالی مادی لاسته راوړونو
مزه څکلی وی کله هم د زمری توب ژوند ته راوځی او زمریان د
زمریانو په ژوند کی خوشاله وی که څه هم په زندانو ، شکنجو او وژنو
کی وی .
دریم ، د دوی د ژغورنی تر شا د غرونو غرونو په شان بی شمیره لوی
لوی بریاوی نغښتی دی ، دجالی قوماندان ( بوش ) ۱۳ کلونه مخکی د
اوسنی جنګ شروع یی اول صلیبی او بیا تروریستی نوم ورله ورکړلو
یعنی اسلام یی تروریزم او مسلمانان یی تروریستان نړیوالو ته
وروپیژندل او مسلمانان یی په داسی حیثیت کی راوستل لکه له بل
ستوری چه دزمکی د انسانان له منځه وړلو دپاره چه راغلی وی په
انګریزی کی ورته ( الیین ) وایی چه په مقابل کی یی دجالی استعمار
د زمکی دخلکو د ژغورنی په خاطر د ټولو نړیوالو په ګډون نړیوال
پاڅون وکړو په ډیره مغرورانه او دجالی لهجه یی خپلو نورو دجالانو او
شغالانو سره دا لاندی متکبرانه شیطانی جملی د مسلمانانو په مقابل کی
وکارولی ( ۱ ــ چه یا به مونږ سره او یا به زمونږ د مخالفینو سره
دریږی ،۲ ــ د طالبانو سره خبری کول د طالبانو په رسمیت پیژندل
دی ، ۳ ــ په غارونو کی به یی لوګی لوګی کړم او داسی نوری او
نوری ) .
ولی د الله ج په نصرت ، نن هماغه ( قابلیان) د (هابیلیانو) د سولی
ساتونکو غازیانو سره يه نړیواله کچه د بندیانو تبادله کوی دا څومره د
شکر اود الله ج په قدرتونو قانع کیدل دی ، دا معنی چه په غارونو کی
غازیان نه دی لوګی شوی [ په هر کلی کور ، چم ګاونډ ، لیارو او
کوڅو ، دشتو نو ، غرونو او کروندو کی د مستو زمرو په شان چه له
هیبته یی په دجال او غلام قوتونو زلزله راځی ورنزدی کیدی نه شی
] څو ځلی زیات شوی او پیاوړی شوی دی . برخلاف د جالی قوتونه
یی په صفر کی ضرب کړل له سوپر پاوری یی اسفل سافین ته را ګذار
کړل په ټانکونو ، الوتکو ، بیسونو او سړکونو کی الاجی او لوګی کړل
د الله ج په مرسته هر وخت او هر ځای او د هر چا د مرګ اړه چه وی
هلته د پوره بریاوو سره رسیدګی او د مرګ سزا ورته اورولی شی.
د ( طالبانو سره خبری کول د طالبانو په رسمیت پیژندل دی ؟ ) ، دخالق
لایزال قدرتونو ته حیرانیا ده ، د هماغه طالبانو سره خبری څه چه د
دوه جنګی متخاصمو هیوادونو په شان د ۱۳ کاله جنګونو وروسته د
بندیانو تبادلی وشوی دا که د اسلامی مقاومت د قدرت په رسمیت
پیژندل نه وی نو څه دی ؟ د طالبانو دی کمزوری طاقت ته دومره لوی
طاقت ورکول که د الله ج نصرت نه وی نور څه دی ؟ .
په دی تبادله کی د طالبانو پنځه لوړ پوړی مجاهدین د یو ادنی عسکر په
تبادله کی ازادول د اسلامی مقاومت پنځه ځله برلاسی په عملی بڼه کی
وښودل شو ، امریکایانو که دی کارته امادګی درلودله دا کاریی مخکی
ولی نه کولو دوی د ناتوانی او ماتی په صورت کی د د ی بندیانو ازاد
ولو ته د قطر د حکومت ته په ننواتو او منځګړتوب طالبانو ته په منتونو
او زاریو اماده شول ایا داهماغه د بدر غزوه مونږ ته نه رایادوی چه
۳۰۰ مجاهدینو د ۱۰۰۰ کفارو په مقابله کی ( چه د هر ډول مادی
امکاناتو برخه مند او شمیره یی هم دری چنده وه ) بریاوی ترلاسه
کوی الله ج ورته فرمایی دا زما مرستی وی چه هم مو ستاسی زړونه
قوی او هم مو د کفارو زړونه ستاسی له هیبته وډارول .

د بندیانو تبادله اکثره وخت د جنګ په اخره کی ترسره کیږی همدا د
امریکایانو د یو ادنی افسر تبادله د طالبانو په پنځو لویو مشرتابه
شخصیتونو د دجالی قوتونو د جګړی اخری او دایمی بایلنه ده او دا یی
د اخری ماتی د مقدمی اولنی علنی اعلان دی . دا که د الله ج د خارق
العاده مرستو او رحمتونو او پیرزونو څخه نه وی نور څه دی؟ مونږ
هر یو باید د الله ج د دی لوی نعمتونو د پیرزونو د شکرونو د ادا کولو
د پاره لږ تر لږه دوه رکعته لمونخ ادا کړو او الله ج ته شکرونه وباسو
او دلا ډیرو نورو نعمتونو او مرستو هیله او اوغوښتنه تری وکړو چه د
دوی ازادیدل د ټول اسلامی امت د پاره د خیر او د لانورو بریاوو او د
مظلوم بشریت د پاره له اسارته د ژغورلو وسیله وګرځوی .
پاتی دی نه وی چه دغه پنځو منل شوو مجاهدیو استاذانو او د هغو درنو
کورنیو ته د دجال له زندانو را وتلو مبارکی وایو ، دوی به انشالله له
هغه قانع انسانانو څخه شی چه الله ج به له دوی او دوی به له الله ج
راضی وی او الله ج به یی انشالله په خپلو اصلی بندګانو کی و
شمیری او د خپلو دایمی نعمتونو او جنتی پیرزونو برخه مند به شی په
دی شرط چه دا پاتی ژوند یی همداسی ښکلی تیر شی د پورته ذکر شوو
اغایونو به شان ونه پلورل شی چه له ښه والی وروسته بیا په ګندګیو
کی غرق شی او مونږ ته دی هم الله توفیق او حوصله راکړی چه د
دوی په شان زغم او قربانیو ته امادګی ولرو .


Dr.Afghan
02.06.2014

ټول افغان ملت, د امارت مجاهد قيادت, هر طالب او هر مجاهد ته ددې ستري کاميابي,عزت او افتخار تبريکي وايو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more