د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان افغانان ازادوي خو فاسد رژيم خپله خېټه په حرامو دالرو ډکوي !

lawangin
01.06.2014

[img:cac0c9ab85]http://nunn.s3.amazonaws.com/taliban/qatar_office/Azad-Bandyan.jpg[/img:cac0c9ab85]

طالبان افغانان ازادوي خو فاسد رژيم خپله خېټه په حرامو ډکوي !

تازه جزیات: له ګوانتنامو څخه ازاد شوي پنځه طالب مشران قطر ته پر
لار دي
لیکوال: سعادت

طالبانو ویلي دي چې د قطر دولت په منځګړتوب ئې له امریکایانو سره د
غیرمستقیمو خبرو له لارې وکولای شول د یو تن امریکايي بندي په بدل
کې خپل پنځه تنه ملګري راخلاص کړي.

طالبان وايي چې آزاد شوي مشران ئې دا مهال له ګوانتنامو څخه قطر ته
پر لار دي او ټاکل شوې چې قطر له رسیدو وروسته به په دې هیواد
کې له خپلو کورنیو سره هستوګن وي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:

"د اسلامي امارت پنځه تن مشران نن د شنبې په ورځ ماسختن د
افغانستان پر وخت د ماښام په ۷ بجو د قطر هېواد هغه پلاوي ته
وسپارل شول، کوم چې له درې ورځو راهیسې په ګوانتانامو کې د
نوموړو بندیانو د ور سپارلو لپاره هلته منتظر و، نوموړی هیئت د
اسلامي امارت له پنځو ته آزاد شویو بندیانو سره نن د ماسختن په ۱۰
بجو او ۳۰ دقیقو را روان شوی، چې سبا ته د قطر هېواد ته را
ورسېږي، او په قطر کې به د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر
او رهبرۍ شورا غړي د نوموړو پنځو تنو مشرانو هر کلی وکړي".

طالبانو ویلي د لوی خدای په فضل او بیا د اتلو مجاهدینو د قربانیو په
نتیجه کې ئې د یو امریکايي عسکر په بدل کې چې له څو کلونو راپه دې
خوا له دوی سره بندي وه، خپل پنځه تنه ملګري د ګوانتنامو له زندان
څخه راخلاص کړل.

د ګوانتنامو څخه د ازاد شویو طالب بندیانو نومونه (ملا محد فاضل اخند،
ملا نورالله نوري، ملا خیر الله خیرخوا، ملا عبدالحق وثیق او مولوي
محمد نبي عمري) ښودل شوي.

ملا محمد فاضل د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د
طالبانو په واکمنۍ کې د دفاع وزارت معین وه، نوموړی په ۲۰۰۱ کال
کې جنرال دوستم د یو تاکتیک په نتیجه کې ونیوه او بیا ئې امریکایانو ته
تسلیم کړ.

ملا نور الله نوري د زابل د شاجوي ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د طالبانو
په امارت کې د بلخ والي وه، په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د واکمنۍ له سقوط
وروسته له ملا محمد فاضل اخند سره یو ځای د یو پلان له مخې د دوستم
لاس ته وغورځید او نوموړي په خپل وار امریکایانو ته وسپارل.

ملا خیر الله خیرخوا د کندهار ولایت اوسیدونکی دی او د طالبانو د
واکمنۍ پرمهال د هرات والي و. نوموړی له ۲۰۰۲ کال څخه راپه دې
خوا په ګوانتنامو کې له امریکایانو سره بندي و.

ملا عبدالحق وثیق د غزني ولایت اوسیدونکی دی، نوموړی د طالبانو په
واکمنۍ کې د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال و او له ۲۰۰۲ کال
څخه راهیسې په ګوانتنامو کې زندانی و.

مولوي محمد نبي عمري د خوست ولایت اوسیدونکی دی، د ۲۰۰۲ کال د
اکتوبر د میاشتې څخه په ګوانتنامو زندان کې بندي و.

طالبانو ویلي دي چې دوی به د ټولو افغاني بندیانو د خلاصون لپاره خپلو
هلو ځلو ته ادامه ورکوي او زیاتوي چې تمه شته چې هڅې به ئې مثبته
نتیجه ولري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more