د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

یو جنګ دی او یو جهاد دی

ابومحمدحنفي
31.05.2014

یو جنګ دی او یو جهاد دی، کله چې یو څوک ځان ته مسلمان وايي باید د جنګ او جهاد توپیر سره وکړي، جنګ هغه وي چې اسلام په کې هدف نه وي بلکې مادیات او دنیاوي ګټې په کې هدف وي، لکه د روسانو سره تر جهاد وروسته کورني جنګونه، دا چې هر چا وکړل او هر څومره بې ګناه خلک یې ووژل دا یې ستر ظلم او خیانت وکړ، نن وګوره کنه د هغه جنګونو عاملین الله جل جلاله وشرمول، څوک د ناټو مفتیان شول، څوک یې د خوبونو معبرین شول، څوک یې په راډیوګانو، پارلمان، ټلویزونونو او غونډو کې مزدوري کوي، او د کفارو لپاره دین تحریفوي مطلب دا چې دا خلک الله جل جلاله وشرمول؛ دوهم جهاد دی، جهاد داسې یو سپیڅلې حکم دی چې د اسلام بنیاد پرې محکم دی، همدا جهاد دی چې اسلام یې تر ما او تا رارسولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم نږدې ۲۸ غزاګانو کې برخه اخیستې لږخو ته هم فکر وکړه کنه چې د جهاد اهمیت له دی معلوم نشي، د څه د پاسه ۴۰۰ قرآني آيتونو معلوم نشي نو بیا درسته ده که ته ووايي چې جنګ نور بس دی، بله خبره داده چې جنګ هرڅوک پخپله خوښه کوي خو جهاد الهي فریضه ده کله چې در باندې فرض شوه نو بیا ترې اخوا دیخوا مه کیږه کنه په منافقینو کې به حساب شې، نن ورځ په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو په خلاف صلیبي او یهودي جګړه روانه ده، هر مسلمان باید دا ومني چې زموږ د ذلت سبب دادی چې موږ د جهاد سره فاصله نیولې،جهاد ته جنګ وایو، جهاد ته ورانې وایو، جهاد ته مرګ وایو، جهاد ته تاوان وایو ځکه خو الله جل جلاله کفار راباندې مسلط کړي دي، هر څوک کولای شي چې پخپله خوښه جنګ بس یا شروع کړي خو دجهاد د بس کولو او یا شروع کولو د حکم په اړه به قرآن او حدیث ته رجوع کوي، فارسي شعرونه، پښتو متلونه، عربي مقولې او انګلیسی محاورې به په دلیل کې نه راوړي.
دا جدا خبره ده چې په دی هیواد کې د جهاد په نوم ډیرو خلکو خپل جیبونه ډک کړل او زړه بوږنونکي ظلمونه یې وکړل، مګر دا د دې معنی نه شی کیدای چې جهاد بد کار دی یا جهاد د وراني او تباهۍ سبب دی، بلکې جهاد الهي فریضه ده چې منکر ترې کافر، سستي کوونکې په کې منافق او مقابله کوونکې يې مرتد حسابیږي، مسلمان نه باید کله هم لاره ورکه نشي، نن وګوره په ټوله نړی کې د مسلمانانو سره کوم کوم ظلم دی چې و نشو؟
او بیا که خبره د افغانستان شي نو افغانستان خو نیم روسانو ، نیم امریکایانو او تر دوی وړاندې کورنیو جګړو وران کړ، جهاد نه دی وران کړی، اما جهاد کې به هم کله کله ښارونه او کلي ورانیږي خو دا د دې معنی نلري چې یو څوک دی پرته له کوم شرعي عذر نه ښارونه او کلي وران کړي خو کله چې خبره د اسلام د حکم او د مسلمانانو د عزت او برم راځي نو بیا لازمه ده چې هر هغه کار وشي چې دښمن ته پرې تلفات رسیږي، کوم ورونه چې وايي جنګ نور بس دی موږ دومره ورته وایو چې ښاغلیه! د قرآن کریم د امر سره سم موږ او تاسو باندې جهاد مطلق فرض عین دی داسې فرض عین لکه لمونځ، په هر هیواد کې کفار شته چې په زور او یا مداریتوب او چلبازۍ هلته ورداخل شوي دي، د دی کفارو سره په سوله او خبرو فیصله نه کیږي او نه دا کفار په سوله باور لري بلکې دوی سره به داسلام د حکم سره سم په توره خبری کوو، دا چې زموږ هیواد اشغال دی، ځمکه او فضا یې د پردیو سره ده، د اسلام او اسلامیت په نوم څوک فعالیت ته نه پریښودل کیږي، د جهاد، حجاب، اسلامي حدودو او نورو شرعي قوانینو پسې ښکاره ملنډې وهل کیږي نو په داسې حالت کې له جهاد نه پرته هیڅ کومه لاره نشته، بد بختي او جنګونه موږ ته پردیو راوړي راځۍ چې دا پردي وزغلوو، کنه نو زموږ هویت او موجودیت هم د ګواښ سره مخ دی، کله چې دلته اسلامي شرعي نظام قايم شي، شرعي حدود نافذ شی نو بیا به ان شاءالله د کورنیو جګړو د مخنیوي لاره هم پيدا شی اما په دی وخت کې چې عملاً د کفارو سره جهاد ادامه لري هیڅوک نه شي کولای چې جهاد ته جنګ ووايي او نه هم څوک کولای شي چې ځان ترې په بانو او پلمو خلاص کړی، دا د مسلمانانو د غیرت او د عزت سوال دی، اسلام په وینو تر دې ځایه رارسیدلې په رنګ او روغن نه دی رارسیدلې، کله چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفات شو د یوه روایت مطابق نهه ۹ تورې ترې پاتې وی چې دا د مسلمانانو لپاره ښه لارښوونه ده، اما که څوک مدلل اعتراض لري نو بیا موږ هم تیار یو چې په قرآنې آیتونو او نبوي احادیثو ورسره بحث وکړو. وماعلینا الالبلاغ


Re: یو جنګ دی او یو جهاد دی


ع کريم حليمي
31.05.2014

[quote:8e8a9ff880="ابومحمدحنفي"]، اما که څوک مدلل اعتراض لري نو بیا موږ هم تیار یو چې په قرآنې آیتونو او نبوي احادیثو ورسره بحث وکړو. وماعلینا الالبلاغ[/[/quote:8e8a9ff880]

ابومحمدحنفي صاحب ، ستاسو پېغام او لیکنه مي وکتل ډېره ښایسته لیکنه مو کړېده ، زه پر جهد او جهاد ایمان لرم ، او منکره ئې د اسلام له دایرې وتلئ بولم ،

او دانن چه د جهاد په نامه قتل او قتال روان دي ، تاسو نظر غواړم او موږ لوستونکو ته ووایاست چه دغه د نن ورځی جنک طرزالعمل پر کتاب الله برابر دی ؟؟؟ او که خدای نارازه او موږ ستړي .

ګرانه وروره ، پښتانه نسته ، ټول زخمي زخمي پراته دي ، ستومانه دي ،لوږي پراته دي ، هغوی چه جوړ دي روغ او ماړه دي ستاسو ږغ هم نه اوري

دغه خارجان د افغانانو زړونه رانیسي ، او تاسي په ذات البيني مشکلاتو او شخړو اخته یاست ، څوک صالبان سوه هغه غاړه ئې نیولې ده او څوک مفتیان او معبرین سوه دا غاړه ئې نیولېده

دا ذات البيني شخړه به څنګه کیږي ، د کفر په ځغلولو کي خو اختلاف نسته ، د پرون …… او د نن مفتیان او معبرین سره جنګ روا ګڼې ؟؟؟

درنښت


ابومحمدحنفي
01.06.2014

حليمې صاحب يو جهان مننه ځما دحقير د ليکلو د لوستلونه

محترمه خبره ښکاره ده چې په لوړه سطحه افغانستان کې يا په ټوله نړى کې دوه نظريي خلک شتون لرې کوم چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپلو زېينو ويناوو کې هم واضحه کړي
چې اسلام جلا ملت دي او کفر جلا ملت دي

دا نن ورځ چې کوم جنګ روان دي دا هم په دې تقسيم روان دي
چا هغه ملت راټينګ کړي او چا دا
خبره واضحه ده چې دچا اړخ دې ونيوو نو د هغوي په اړخ کې به حسابېګي
نن چې کوم مفتيان پاسېدل او د کفر ملت خوا ته ودرېده او دهغوي ته يي لبيک وويل او دهغوي استعمار يي استعمار ونه ګڼو، نو د شرعي فيصله دوي باره کې هم دادى چې فهو منهم
دوي هم له دې مستعمرينونه دي،دا د قران توري فهو منهم ډېر واضحه دي ابهام پکې نشته.
باقي دا مفتيان څه اړ کړه دېته چې سره له پوهې هغه اړخ يي ونيوو کوم چې دويته پکار نه وو
ځما د تجربي په اساس دا صرف مادياتو له امله دېته اړ شو چې دحق طرف پرېګدي او دې لپاره يې د تحريف نه کار واخيست او په ډېر سپين سترګى سره يي محکمات نه يي متاشبه وګرځوو،نو ضل فاضل لاره يي ونيوله
د لغمان يو فارغ شده عالم وو چې له حقانيي فارغ وو د طالبانو د حکومت له سقوطه وروسته کابل ته لاړ امامت يي کاوو لګ زمانه وروسته د مفتي سيف الله صيب سند يې عرضيابي کړ او لس وره افغاني يي پرې اخيستلي،لګه زمانه وروسته يو راديو شبکې وغوښت او يو مرکه يي وکړه،بله ورځ په د تلويزون په مخ راښکاره شو او فتوي يي ورکړه چې طالبان د وطن و رانېدو عاملين دي اوس يي څه له پاسه يو لاکهـ افغاني تنخوا لري
نو افسوس په داسې وخت کې چې وطن اشغال دي زمکه او هوا دواړه د کفارو له خوا په ولکه کې دي،نو دته خو وخت دا موضوع وړاندې کوله چې ددغو تلويزنو او رادوګانو له لارې يي خلکو ذهن جوړ کړي وي چې مونږ تر اوسه ازاد نه يو
خو د مادياتو پټي په سترګو راکوزه شوه او باطل ته حق او حق ته باطل وايي ، دبني اسرائلو علماؤ بدې چې الله جل شانه کوي په هغوي کې هم علمي خيانت موجود وو په خلکو به يي التباس راوسته دې لپاره چې حق مضمحل شي
چې کله امريکايان راننوتل نو په اول قدم کې يي سل ميلونه ډالر سياف ته ورډالۍ کړ ځکه دوي ته معلوم وو چې بې غير له دې نه د استعمار د جواز لپاره موږ سره بله لاره نشته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more