د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پښتو دغیرت، که د شریعت قتل

میرویس
27.05.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
څوک چې د شرعي قانون نه سرغړونه کوي او د شریعت په نامه قتل کوي او ادعا کوي چې دا دالله تعلي امردئ، په کومه ډله کې حسابیږي؟ آیا دا شرک دئ؟ دغسې انسانان د الله تعلي اوامر نقص کوي نه، او خپل احکام چې د خپلې ګیډې یې را ایستلي وي د الله تعلې په احکامو او قوانینو برترنه ګڼي؟ آیا دا مازې ګناه ده که شرک؟
د بغلان امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل نن رسنیو ته وویل چې وسله والو طالبانو یو ځوان او یوه نجلۍ، چې غوښتل یې له یو بل سره واده وکړي او په همدې مقصد یې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړې وې، له نیولو وروسته په صحرايي محکمه کې په اعدام محکوم کړي او سمدستي یې په ډزو وژلي دي.
د امرخېل په وینا هلک او نجلۍ په بنو اندراب ولسوالۍ کې د طالب قومندان عبدالرزق له لوري محاکمه شوي دي.

څه موده مخکې طالبانو د پلخمري ښار یو هلک او یوه نجلۍ له یو بل سره د تار لرلو په تور په ورته ډول وژلي ول.

د طالبانو قوماندان دغه دواړه ځوانان چې قتل کړي، هیڅ ډول شرعي صبغه نلري، بلکه طالبان د پښتو او شرع توپیر نشي کولای. دوی اصلاً د اسلامي تعلیم ددایرې نه بهردې او ددې توپیر نشي کولئ چې اسلام کوم او پښتو کوم دي. د طالبانو د غسې زشت اعمال د پښتو د ننګ او غیرت نه سرچینه اخلي نه د اسلام او شریعت نه. طالبان پدې ترتیب پښتو او اسلام دواړه بد نام کوي او په ملک کې د فتنې تخم شیندي.

طالبان د جهاد په نامه ولس دوکه کوي او د اسلام د مقدس دین نه د حربې په توګه کار اخلي ترڅو ولسونه وویروی، او خپله بقا اوږده کړي. طالبانو زموږ ملک ته غیر له بربادئ، بدعت، د اسلام د مسخ کولو نه پرته بل هیڅ شي ندي راوړي.
http://taand.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more