د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دامریکایي استعمار سوغات

Anonymous
21.02.2005

دهشام افغان ليکنه

د تیرې پنجشنبې په ورځ بي بي سي د پښتو سرویس د قندهار نماینده د هلمند د ګرشک د ولسوالۍ څخه یو ډیر بوګنونکی او زړه دردونکی را پور تاژ نشر کړ چې په هغې کې دغه خبر نګار یوه غرمه په ناڅاپي توګه یو هوټل ته د غرمې د خوراک په خاطر ورغلی و او هلته یې د هوټل په داخل کې دسترګو لیدلی حال وړاندې کړ د خبرنګار د کتنې او مشاهدې په اساس په لسونو کوچنیان چې عمرونه یې د شپږو او څوارلس کالو تر مینځ و هلته د نورو ځوانانو او عمر تیروکسانو سره یو ځای په ساعتونو ساعتونو د اخلاقو څخه د لویلو فلمونو نندارې کولې د دغه کوچنیانو څخه یو خو وویل چې د هغه هره ورځ د مکتب څخه د رخصتۍ وروسته سمدستي دغې ډول هوټلونو ته مخه کوي او ساعتونه ساعتونه د پنځه افغانیو په ټکټ سره د فلم ننداره کوي خبر نګار وایي چې هلته هیڅ ډول اخلاقي بندیزونه نه شته په نیم تیاره سالونو کې د سګرټو څخه پرته د چرسو ، افینو او هیروینو څکول هم عام دي او زیات شمیر کو چنیان په دې باندې اوس عادي شوي. د هوټل مالک چې په دري ژبه غږیده وایي چې مجبور یو چې د چامخه و نه نیسو هر څوک چې هر څه کوي مونږ ورته څه نه شو ویلایي . د امیني د قوماندانۍ خبره داوه چې باید مور او پلار او یا د مکتبو مسولین د کوچنیانو مخه و نیسي او بین المللي جاسوسي خیریه ادارې خو پرې لا خبرې هم نه وي . خبرنګار د هغې ځای د اوسیدونکي په خوله وایي چې دغه ولسوالۍ کې د ۱۵ نه تر ۲۰ پورې نور هم همداسې هوټلونه شته چې ددغې ډول فساد بازار په کې ګرم دی او د کوچنیانوټول حقوق پکې تر پښو لاندې کیږي دا خو یو کوچنی مثال او نمونه وه چې یو خبر نګار په ناڅاپي توګه دلته ورغلی او را پور یې پرې تهیه کړی که څه هم د هلمند ولایت لا تر اوسه پورې د طالبانو د ځواکونو د پر لپسې برید لاندې دی او امریکایي ازادي په کې لا تراوسه پورې خپلې اصلي مرحلې ته نه ده رسیدلې خو د افغانستان ټول ولایتونه د دې څخه د بد ترو حالاتو شاهدان دي . د قندهار ، هرات ، ننګرهار ، مزار ، قندوز ، بلخ او ...... ولایتونه خو لا د پخوا څخه د همدغې ډول فسادونو مراکز ګرزیدلي .دکابل د ښار قصې خو اوس د هرې ژبې په سردي ځکه د کابل د ښار په هکله بین المللي مطبوعات وایي چې هلته د ښځو د ځانونو خر څلاو د نورې نړۍ د ټولوهیوادونو څخه ارزانه دي دکابل د جادو او کوڅو څخه علاوه د پل محمو خان ، پا میر سینما او شهر نو کوڅې او چو کونه د همدغسې نجونو او ښځو څخه ډکې دي او هر څوک ترې د خپلې خوښې لښته اخلي . البته دا دهغوی څخه علاوه دي چې د امریکایي او نور بیروني په اصطلاح خیریه موسساتو او افغاني دولمتردانو په قراردادونو کې له ځانه سره لري.
نن د امریکا فوځي تم ځایونه ،د ایساف د ځواکونو مرکزونه، او غیر دولتي استخباراتي ټولو موسسو دفترونه د زنا ، فحاشت او فساد مرکزونه ګرزیدلي دي . په دې هم بسنه نه ده شوې بلکه د غربي استخباراتي ادارولخوا په جوړو شوو میلمستونو او کلبونو کې،او ان تردې چې د کابل په بین المللي هو ټلونو کې د دغې کار په لور توجه په پوره ترقي او پر مختګ سره روانه ده . شراب په ډیر ارزانه قیمت او پرته له کوم محدودیته هر چاته او هر وګړي ته میسر دي تر څنګ یې د ویډیو ناشایسته فلمونه ، غربي لوڅ لغړ نندارې چې په غرب کې یې هم د کیبلي اجازې پر ته کتل مجاز نه دي په ډیر ه اسانۍ سره د هر نندار چي تر مخه دي د کابل په څیر د نوروولایتونو ویډیو مرکزونه ټول د پنځه او لسو افغانیو په ټکټو سره هر ساعت او هر ه ګړۍ د نندارچیناو په مخ کې دي، د قمار خانو او جوارۍ ځایونه او مشینونه هر چیرې ولاړې دي د ښارونو څخه پرته د لویو لاروپه سر جوړ شوي هو ټلونو کې هم به همدغې تو ګه وسایل میسر دي هر چیرې د جواري او قمار ما شینونه لږیدلي او ځوانان چې څومره لري هغه پر ې ږدي اوپه دې تر تیب زمونږ د ځوانانو د خامو ذهنونو او فکرونو سره لو بې کیږي .
معلومه ده چې هر ولس د هغې ولس په مذهب ، فرهنګ او کلتور ولاړدی او کله چې د هغې ولس کلتور او فرهنګ تغیر مومي د هغې ولس نوم او نښان هم ورسره بدلیږي . زمونږ ولس یو ځانګړی کلتور او فرهنګ لري او د هغې فرهنګ او کلتور رنګ یې په دین کې اښکل شوی دی د همدغې دیني کلتور اوفرهنګ په جذبې باندې د افغانستان پر ولس باندې تراوسه پورې هیچا هم ، او هیڅکله هم واکمني نه ده کړې که د انګلیس استعمار د هند په ټوله وچه باندې تسلط درلود او په افغانستان کې یې د شاه شجاع په څیر و ګړي حاکم هم کړل خو ولس د خپلې دیني جذبې او د ازادۍ د روح په واسطه انګلیسان د خپلو ټول توان سره و ټکول او خپل استقلال یې و ساته. د هغې وروسته که روسانو د خپلو تربیه شوو کمو نستانو په واسطه او یا نیغ په نیِغه د خپل فوځي تیري په واسطه په دې هیوا د تسلط د پیدا کولو هڅه کړې خو د ولس دیني جذبې او د ازادۍ د پتنګانو روح روسان هم د ذلت ناکه ماتي سره مخامخ کړي اود میلیونونو شهیدانو په ککریو یې یو ځل بیا ازادي تر لاسه کړه خو دغه ازادي ګاونډي هیوادونه خوښمن نه کړل او نه یې بین المللي استعمارخوښ کړ، بلکه ټولو په یوه خوله ازاد افغانستان د خپلو ځانونو له پاره خطر و ګاڼه،اود ازاد افغانستان د له منځه وړلو له پاره یې هڅې پیل کړې خو دا ځل دغه هڅی د پخوانیو تجربوپه رڼا کې داسی تر تیب شوی چې له یوه اړخه په دې ازاد هیواد باندې تسلط و مومي اود بله اړخه هم د خپل تسلط د ادامې له پاره د دغې هیواد دغه د ازادۍ ایماني او افغاني روحیه و ځپوي. چې د دې کار د ترسره کولو له پاره یې د د یمو کراسۍ تر نامه لاندې برنامې او پلانونه جوړ کړل او تر څنګ یې خپل روزل شوي شاه شجاع صفته وګړي د هیواد په سر واکمن کړل او تر څنګ یې د غربي چټل او کثیف فرهنګ د پراخه صادریدو له پاره لاره پرانسته. دغه فرهنګ یې هم د مطبو عاتو له لارې او هم د هوایي څپو له لارې زمونږ د ځوان کهول په ذهنونو باندې سپور کړ. د بي بي سي نه نیولې تر ازادۍ رادیو پورې او دتلویزوني شبکو نه نیولې تر اخري حده پورې اود کیبلي یاو ویډیوي شبکو له لارې ټوله شپه او ورځ په همدغه زهررو خپرولو کې لګیا دي .د ښځو د ازادۍ ډول وهل کیږي او د دې مقصد له پاره د بین المللي بازاراونو څخه فاحشې ښځې افغانستا ن ته را واردیږي چې د نورو څخه علاوه ترې د ا یډز د ناروغۍ تر څنګ په لسګونو نورې ناروغۍ هم خپریږي .تر څنګ یې د هیریونو ، چرسو او افینو د څکولو بازار ګرم کړی او ددیموکراسۍ د ازادۍ تر عنوان لاندې پرې هیڅ ډول بندیز هم نه شي لګول کیدای. ځوان کهول د دې پر ځای چې د مکتبونو په لور مخه کړي زیات شمیر یې د اخلاقۍ سقوط په دغه تباه کونکي ناروغتبیا اخته دي او دا د امریکایی استعمار هغه سوغات دی چې زمونږ پر ولس یې د مسلط کیدو له پاره زمونږ ځوان کهول ته له ځآنه سره راوړی . خو هغو د خپلو ځوانانو د نجات په خاطر د نشه یی توکو دله منځه وړلو تر نامه لاندې زمونږ دهقانان د لوږې و ژني او دخپلو ځوانانو د ښه را تلونکې په خاطر یې په افغانستان کې په تاریخ کې د لمړي ځل له پاره د مخدره موادو تر نامه لاندې وزارت جوړ کړ خو د خپلو مخدره موادو د تر سیل او هغې ته د مارکیټ د پیدا کولو له پاره زمونږ ځوانان د خپل دیني کلتور او فر هنګ څخه بې برخې کوي . د مخدره موادو د وزارت مقصد دادی چې امریکا ته د مخدره موادو د قاچاق څخه ،چې هغه هم پخپله امریکایي مافیا تر سره کوي، مخنیوی وکړي خو افغانستان ته د دغې مخدره موادو چې د افغان ولس ټول بنسټونه د تباهیو سره مخامخ کړي هیڅ هم نه کوي او نه یې کولای شي ځکه چې بیا دیموکراسي په خطر کې لویږي . د یوه اروپایي هیواد د اخبار په وینا چې په افغانستان کې د بیا تعمیر او ابادۍ هیڅ نښې نښانې نه لیدل کیږ ي او یواځيني څه چې په کې ډیره ترقي کړې هغه د ښځو د خرڅلاو شرابو او نورو نشه یي توکو پیدایښت دی ، او دا کار یواځې او یواځې د افغان ولس د اخلاقي سقوط په خاطر او د اسلامي او افغاني جذبې د مړه کولو په خاطر کیږي تر څو استعمار ته پرې د اوږده پاته کیدو زمینه برابره شي . چې مهم مثال یې د ګرشک د ولسوالۍ د لسګو نو کوچنیانو حال دی چې په راپور تاژ کې به مو اوریدلی وي.
ایا اوس هم افغانان د امریکایي استعمار دغه سو غات ته خو ښمن دي ؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more