د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

سپيڅلي ملغررې

ابومحمدحنفي
19.05.2014

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

محترمو ددې فورمي ګډونوالانو د يو اوږدې مودي نه روسته بيا زه حاضر شوم
شايد زړو دوستانو به هم نسيا منسيا هېر کړى يم،او د نوو دوستانو په اړه به لا څه وايي
بهر کيف دا يوه مسلسله موضوع او کړنلاره درته مخې ګدم چې هره ورځ به د سلفو علماء کرامو د خولي مبارکو سپيڅلي ملغررې درته وړانې کوم ترڅو موږ او تاسو دا ملغرري د نيک اعمالو په پلۍ کولو کې تقويت را وبښې...

تجربې هیڅکله نه ختمیږي، عقلمند هغه دی چې چې په دې کې پرمختګ کوي.
: د اعمالو تله د دخیرات په وزن سره نه درنیږي.
: حرامو کارونو نه نفس منع کول د صبر دویم قسم دی.
: کوم خلک چې ستا نه زیات علم لري ته یې هم له هغه نه حاصل کړه او کوم خلک چې ناپوهه دي هغو ته علم وښایه.
:په کومه خبره چې درته علم نه وي نو په هغې باندې د لاعلمۍ اظهار کول نیم علم دی.
حضرت علي کرم الله وجهه



ع کريم حليمي
19.05.2014

السلام علیکم و رحمة الله
ډېر مکرم او محترم ابومحمدحنفي صاحب ، په خیر راغلاست ، هر کله راشئ ، ستاسو په راتګ موږ ډېر خوشحاله سولو .

ټول افغان د علم او پوهي پایتخت دي ، او تاسو دلته ښه ښکارئ
او دغه د علم او پوهي پایتخت ستاسو په همکاري مفید ، او ښه ښکاري

درنښت


ابومحمدحنفي
19.05.2014

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
محترم عبد الکريم حليمي صيب ستاسو دځوابي ليکنې نه يو جهان مننه
يقينا موږ په تاسو وياړو او تل ستاسو د شفقت نظر غواړو

د حامد افغان صيب خبره چې دي ټولنيزو شبکو د پوهي په ځاى موږ يې له پوهې لري کړو کومه فايده چې په دي نورو اصلاحي سايټونو او فورمونو کې حاصليږي هغه په ټولنيزو ويب پاڼو کې نه حاصليږي،
زه هم د مصروفياتو له وجې ډېر زمانه ټول افغان ته نه ووم راغلي،نن مې سر ورته راښکاره کړو
نو په خپلو زړو موضوع ګانو مي نظر شو
خاصکر د عقيدي په عنوان موضوع چې د محترم کابل جان سره مو پکې بحث کړي وو
نو د بحث په اخره کې ستاسو تعليق تر سترګو شو نو ډېر زيات خوشاله شوم
الله جل شانه مو بريالى لره
الله جل شانه مو دا خدمات قبول کړه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more