د موضوعګانو سرپاڼه
هنر،ادب او پښتو نحوه
لا هم د (ی) ګانو ستونزه
حمید هڅــاند
18.05.2014
کلونه دا دی واوښتل خو لا هم پر (ی) ګانو توافق نه دی شوی. که له یوې خوا د اوسنۍ معیاري پښتو د (ی) ګانو کارول د جنوب د لیکدود په وړاندې معیاری اېسي خو دا ټکی هم باید هېر نه شي چې (ی) ګانو کې لا هم ستونزې شته او باید حل شي. مثلاً: لښتی، لښتي، لښتې، زړې... دلته د لښتې او زړې تلفظ فرق لري. ایا د یوې بلې (ی) د ایجاد اړتیا نه شته؟
larghonay laraway
04.06.2014
سلامونه!
هڅاند صيب که د لښتې او زړې معنی هم وليکې نو بيا به پرې بحث وکړای شو!
مننه
حمید هڅــاند
23.06.2014
وعلیکم سلام...
لښتې................ د (لښته) جمع حالت دی او مانا یې څانګه یا سټیک دی.
زړې ............... زړې (بوډۍ) ښځې رایه نه شي استمالولی.