نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دکمپيوټرپه هکله نوي لغات وګورۍ
Anonymous
21.02.2005
ګرانو دټول افغان مسئولينو، ليدونکو، څېړونکو، اوليکوالانواومحققينو
اسلام عليکم!
دسلامونو نه وروسته !
هيله ده چې ټول روغ رمټ اوسۍ .
زمانوم احمدمجيب ،تاسوسره دلته په ټول افغان بحث دړې يا فورم کې نوئ يم که څه هم دټول افغان پاڼې کې بلد يم او ډېره مې خوښېږي ، پدې چې دډېرومسائلو نه مو خبروي او په زړه پورې معلومات ټولو افغانانو ته وړاندې کوي.
خدای دې هرافغان ته قوت او برکت ورکړي چې داسې خپلې ملي ژبې ته په ښه نيت اولېوالتيا کار وکړي. لکه څنګه چې شېرزادکامه وال ورور او داسې نور ورونه ېې کوي.
زما ديودم راتګ يوازينئ مطلب دادی چې ما او يودوه کسانونورو راسره يو څونوي الفاظ په پښتو کې دکمپيوټردپورځو لپاره راويستلي دي . ستاسونه هيله کوم چې ماته دلاډېرومشورو او دراېې راکولو په تکل دلته خپل اندونه څرګندکړۍ اوهر يوپه دليل سره راته وواياست .
کوم الفاظ چې مونږه راوېستلي دادي په دې لانديني تړون يا لنک link باندې وټوکۍ .
مننه
http://www.yawafghan.com/computerpoha/computernoreybarkhey.htm
Anonymous
22.02.2005
احمدمجيب بياب پتنګ
cpu د کمپيوټر مغز (01...) دوه ئيزي cpu
( د پروسسولو اصلي مرکزي ماشين)
مږک مږک ، مږه mouse
پرده ښکارندوي screen
ثبتڅېړ پېته ploppy (ليکدړه) ليکدړه keyboard
چاپماشين چاپوال printer
خونديځی خونديځی hard disk
يادښتځی ( بنسټي ساتندويه !) تم ځاي main memory
ښکارندړه رنګد ړه graphic card
غږدړه غږ دړه sound card
لوړ غږي لوړ غږي loud speaker
غوږيالۍ غوږ يالی headset
ټيکلئ ټيکلئ cd-rom زيرڅار څيره وال scanner
د بريښنا مرکز بريښنا کور network
ټيکلکور ټيکل کوت device ټيکل سوز CD burner
وروه دا شيان زمونږ د کلتور پيدايښت ندي نو اړه ول ئي په پښتو اسانه کار ندي
خو زه هيله لرم چې ښاغلي نقاد، پاڅنوال او وطنمل صيب او نوروروڼه به خپلې مرستې وکړي. . پر دي برخه کې بايد ډير فکر وشي.
په درنښت پتنګ
Anonymous
22.02.2005
پتنګ :
(01...) دوه ئيزي cpu
مږه mouse
ښکارندوي screen
پېته ploppy
(ليکدړه) ليکدړه keyboard
چاپوال printer
خونديځی hard disk
( بنسټي ساتندويه !) تم ځاي main memory
رنګد ړه graphic card
غږ دړه sound card
لوړ غږي loud speaker
غوږ يالی headset
ټيکلئ cd-rom
څيره وال scanner
بريښنا کور network
ټيکل کوت device
ټيکل سوز CD burner
وروه دا شيان زمونږ د کلتور پيدايښت ندي نو اړه ول ئي په پښتو اسانه کار ندي
خو زه هيله لرم چې ښاغلي نقاد، پاڅنوال او وطنمل صيب او نوروروڼه به خپلې مرستې وکړي. . پر دي برخه کې بايد ډير فکر وشي.
په درنښت پتنګ
ډاکتر وطنمل
26.02.2005
ګرانو او منلو ورونو ، له سلام وروسته مو پام دې ته را اړوم چې صمیم صاحب په دغې برخې کې ډیر کار کړی او کوي یې، نو تاسو له هغه سره اړیکې ټینګې کړئ، ایمیل یا pm کې ورته خپل وړاندیزونه ولیږدوئ سمه ارزښتمنه مرسته به درسره وکړي. په مینه !
دکمپيوټردنوؤلغاتوپه لړ کې....
Anonymous
02.03.2005
ګرانو محترمو اسلام عليکم!
له هر څه نه مخکې، خو سلامونو نه وروسته !
هيله ده چې په ټول افغان پاڼې کې ټول سره ښه او خوشاله اوسۍ.
لومړئ زما ځواب دپتنګ ورور راليکلي ښکلو اندونو ته،( ګرانه وروره ستاسو د ليکنې څخه ډېره مننه ، دا چې تاسو ليکلي دي چې ٬٬ وروه دا شيان زمونږ د کلتور پيدايښت ندي،، زه ېې تاسو سره منم خو دې سره دا وييل غواړم چې نوئ تخنيک (نوې ټکنالوژي ) نوي بدلونونه په نړۍ کې راوړي . نن سبا دنړۍ ګوټ ګوټ ته نوې ټکنالوژي رسېږي او پرمختګونه پکې کېږي ، نو پکار ده چې افغانان هم ترې نه ګټه واخلي. هر ملت دخپل دځان دلاهوساينې دپاره پرمختګونه بايدوکړي.نوئ تخنيک (نوې ټکنالوژي) په هرې ژبې ، کلتور باندې اغېزې پرېږدي .او هرڅوک او هرملت ننګوي (چلنج ورکوي) چې دنوؤ پرمختګونو مضبتو او منفييوحالاتو سره مقابله وکړي . نوددې لپاره اړينه شوه چې بايددخپلې ژبې د لازياتوکارولولپاره (کثيرالاستفادې لپاره ) خلکو ته، او دخپلې ژبې د پزړه پورتيا ، د يوملت دپاره دکلتوري ننګؤنودځواب لپاره په نوي تخنيکي اړخ کې بايدچې خپلې ژبې کې افغاني تخنيکي لغات ولرو. دمونږ په دې ښکلې ، او غني ژبې کې د هېڅ لغت کمي په هېڅ ډول سره د ادب په ميدان کې نه وينو، خو په تخنيک کې چې دا هم په طبعي پوهنې (سائنس )څانګې پورې تړاؤ لري ، د لغاتو کمي وينو .
بله خبر دا ده چې که کمپيوټر وي يا څه بل تخنيک وي څومره چې پخپلې ژبې کې څوک ژر پوهېدلئ شي په بلې ژبې کې ډېر په ځنډ پوهېږي . او له دې نه چې بلې ژبې ته داد ورکوؤ او ستايوېې هره ورځ ښه به نوي چې خپل لغات ولرو او وېستايو؟
دلته په Scandinavia هېوادونو کې په ځانګړې توګه په ناروې کې دکمپيوټر دهر پروګرام دنوؤ لغاتودراوېستلو اوژباړې لپاره دځوانانوتخنيک پوهو نه پوښتنې کوي او دنوؤ لغاتولپاره ترې نه ددوئ اندونه او لغات په خوښۍ سره اخلي او ځينې مني هم .چې مونږ ېې هره ورځ په کمپيوټر کې لولو او حتا دا چې د کمپيوټر لپاره دوئ دDATA لفظ کاروي نه نړېوال لفظ چې computer ده .
ما ته خو ډېر خوند راکوي چې دتخنيک په څانګه کې دپښتوډېر نوي او عام لغات وکاروم کوم چې د وطن مشهورو پوهاندوراويستلي دي .
د مثال په توګه ! د ( e-mail ) دپاره (برېښناليک )
د (softwear ) دپاره ( پوستکالئ ) او دځنې نور داسې .
نو په اخره کې دا هم وايم چې ډېر پوهاند دمونږ د وطن په نوي تخنيک پوره نه دي خبر بايد چې ځوانان دې اړخ ته ډېره پاملرنه وکړي .
محترم وطنمل !
ستاسودښه نظر نه ډېره مننه ، زه خبر وم چې محترم استاد صميم صاحب په windows xp باندې په پښتوژباړو بوخت دی . خو ما چې ددوئ ليکنه په ټول افغان پاڼې کې وليدله نوددانوؤ لغاتو تړون يا لنک link مې دلته ددوئ او د نورو ګرانوهېوادوالولپاره پرېښوده چې د ټولو سره په ځانګړې توګه د استادصميم صاحب اندونه ترلاسه کړم .
که تاسو ته يا هر چاته اسانه وي نو ددوئ برېښناليک ماته وليکۍ ډېر به خوښ شم .
په درناوۍ
احمدمجيب بياباني
Anonymous
07.03.2005
سلامونه وروره
دانوم خو دې والله که سم وی ( احمد مجیب بیاب )
فکرکوم دا به پایاب وي
دا له شېرزاد کامه وال ورور نه وپوښتۍ
Anonymous
09.03.2005
ګرانه وروره مېلمه اسلام عليکم!
هيله ده چې روغ رمټ اوسې ، ډېره ښه نيوکه مو کړې
دا نو اوس بايد له شېرزاد کامه وال ورور نه چې ددې ښکلې پاڼې تحنيک ګر دی وپوښتۍ ، ولې چې ښکاري چې ښکاري چې دوئ څه بنديز لګولئ چې له 12 تورو نه پورته ليکل شوئ نوم بيا پوره نه ښکاري ، خو بيا هم ستاسو له ښه اند نه مننه .
خو خدای دې تاسو او مونږ د بياب توب نه وساتي .
بله دا چې ورور جانه زما پوره نوم دی . .. احمدمجيب بياباني
په درناوۍ .
يوه بېلګه .............
Anonymous
10.03.2005
اسلام عليکم دوستانو!
ګرانو ټولو هاغو دوستانو ته دا يوه بېلګه وړاندې کوم چې ما ددؤؤ ليکنو نه دپاسه ليکنې کې ذکر کړئ دی ، لکه د سکېنډينېويا دملکونو چې دکمپيوټر دپرځو دپاره نوي لغات راويستلي دي .
دا لنک يا تړون نو هاغه کس تاعيدولئ شي چې په ناروېژي ، سويډني ،او ډنمارکي پوهېږي . هيله ده چې دمادپورتنيوليکنو حواله ورکړي .
http://i18n.skolelinux.no/retningslinjer.html#destHeader17
په درناوۍ
ستاسو يو افغان
احمد مجيب بياباني