د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرامچاند ګاندي هنديانو ته مقدس و، آیا مسلمانانوته هم محترم شخص دی؟؟؟


ع کريم حليمي
20.02.2005

درنو خويندو او وړونو سلامونه

د صاحب نظرو څخه پښتنه کوم ٠ چه ګاندي څومره خدمت کړي دۍ دغربي نړۍ ؟
او په کومه اندازه ئې تاوان رسولۍ دۍ ٠ و شرقي نړۍ ته ؟؟
هو ! طبعأ بايد هنديانو او انګرېزيانو ته ګاندي بايد مقدس وي ٠ ولي چه خدمت ئې ورته کړۍ دي ٠
ايا دئ اصلأ مقدس سړی وو ٠ که انګرېزۍ او هندۍ مېډيا مقدس کړۍ ؟؟
ستاسو نظر څه دۍ ٠ دده په باب کښي ٠
مننه


ګاندي

Anonymous
21.02.2005

ګاندي چې د سولې ، امن او د عدم تشدد کوم اواز پورته کړی وو هغه د ټول بشريت په ګټه وو نو ځکه خو باچا خان هم ورسره ملا تړ وکړو. اوس که ته وای چې هغه د انګرېزانو لاسپوڅی وو نو دا به د ګاندي شخصیت سره زياتی وي . هو منم چې هغه يو سياستمدار وو او څه فېصلې يې کيدی شی د وخت په مناسبت داسې کړي وي، چې مسلمانانو پکې خپل تاوان ليدو خو په مجموع کې ګاندي يو سپيحلی رهبر وو، چې د نړۍ ټول سوله خوښوونکي خلک په وياړي


د ګاندي ﻻر

نقاد
21.02.2005

درنو دوستانواو ګرانو لوستونکو ته سلام .
دګاندي له غير سياسي کواندتياو څخه ، چې د سياسي کواندتيا د پير سره يې تړاو نه وي لرلی ،خبر نه يم ، او سياسي ﻻر يې هم سمه نه پيژنم ، خو دومره ويلی شم چې د ګاندي ﻻر د سوچه سياست ﻻر وه، ځکه هغه څه چې په خپل اصل اوماهيت کې ذاتأ تشدد نه لري خو هم يې زيږولی او کارولی او هم يې له منځه وړلی شي ، هغه سياست دی . جنګ جګړه ، مرګ او ژوبله هيڅکله د سياست هدف او مرام ، غوښتنه او آرمان کيدلی نشي، خو د سياست يوه ، او کله هم يواځينۍ وسيله ګرځيدلی شي - چې البته همدغه يواځينۍ اړينتيا جنګ جګړې ته د بشر لويه بدبختي ده . له دغسې يوې سترې بدبختۍ او غميزې څخه د هند ژغورل او بيا هم په لږ وخت کې هند آزادول که د ګاندي د ﻻرې سپيڅلتيا نه وي، نو کمال خو يې ضرور او بيشکه دی . که ګاندي همدغه سياسي هدف درلودی او ورسره سپيڅلی هم وای ، نو نتيجه به يې بيا هم همدغه ګاندي او همدغه شخصيت وای، او که سپڅلی نه و، لکه څنګه چې ښکاري، نو هم همدغه شخصيت به يې لرلی ، په دې شرط چې هدف يې همدغه سياسي هدف وای چې تر ﻻسه يې کړ: د هندوستان آزادي!
هغه څه چې نوموړي د سياست سره او د هغه په خدمت کې له ځانه سره درلودل هغه بي له شکه يوه فلسفه يا فلسفي ﻻر وه ، چې دده سياسي فعاليت يې رهبري کاوه او تر ټولو ستره عملي نتيجه يې عدم تشدد او د هند د ملي آزادۍ ګټل وو.
نوموړي هندي ټولنه ،عقايداو مسلط اديان په هندکې تر ژورې کتنې ﻻندې نيولې وو ، بودا يې دين چې تر ټولو زيات سوله ييز دين دی، دده د عدم تشدد د ﻻرې په ټاکنه کې يوه مهم بنسټ جوړاوه. په عدم تشددکې د يوه برﻻسي جنګ غوښتونکي جبار استعماري قدرت په وړاندې ډول ډول ربړې منل او ګالل، د بودايي دين څخه دنيوي ګټه پر ځای اخيستل وو. دا کار ، له دين څخه دنيا له پاره هر پيغمبر کړی دی او همدغه اړخ پر ده هم د خلکو لهخوا ديوه سپيڅلي باور اوګمان راپاولی و. ده له بلې خوا لويديځوالې دېموکراسۍ ، په نړۍ ې د ملي او ديموکراتيکو غورځنګونو څخه هم په دغه ﻻر کې ګټه پورته شوې ده. ګاندي له دواړو غورځنګونو سره له لندن څخه نيولې ترافريقا او هندوستانه پورې ښه اشنايي لرله اود انګلستان په پارلمان کې يې مبارزې انعکاسات او پلويان موندل .
که نوموړي دعدم تشدد ﻻر نه وای خپله کړې، دغسی بری او دومره سترنوم به يې نه وای ګټلی، خوبرعکس همدغه عدم تشدد بيا په پښتنو کې د ګاندي د نږدې ملګري
خان عبدلغفار خان د ماتې سبب شو ، دا ولې ؟ ( نور بيا).


Anonymous
21.02.2005

درنو دوستانواو ګرانو لوستونکو ته سلام .
عدم تشدد د ګاندي فلسفه نه وه ٠ او نه ده ٠ دا يو هندي اخلاق وه او دي ٠ چه نقاد صاحب هم يوه نازکه اشاره ورته کړې ٠
هو ! دهند د ازادۍ وخت رارسېدلۍ وو ٠ ولي چه په شمالي امريکا کښي اول د ازادۍ ږغ پورته سوو ٠ يعني په کړبين caribbean island
کښي چه هم هندي نژاده اويا هنديان وه ٠ انګريز ماته وخوړل او مستعمرې ئې د لاسه و وتلې ٠ لکه روس چه په افغانستان کښي ماته وخوړل ٠

نو طبعأ ئې بايد په هند کښي هم د ازادۍ ږغ پورته سي ٠ که چيري هند په جنګ ﻻس پوري کړي وای ٠ نو د زر مليونو انسانانو سره جنګ د انګلستان د وسه پوره نه وو ٠
هم ئې جنګ بايلۍ او هم ئې ټوله عسکر تبا کېده ٠ لکه په افغانستان کي چه ئې ټوله
عسکر مړه سوه ٠ بيله يوه عسکره چه پېښور ته مرګي حاله ورسېدۍ ٠

داچه د هند د ازادۍ وخت رارسيدلۍ وو ٠ انګلستان مجبوره وو چه ازادي ور کړي ٠
نو ئې يو سړۍ د ګاندي په نامه او بل د محمد علی جناح په نامه ور مشران کړه
او خپل قوم مخ ته ئې و درول ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او د انګلستان عسکر ژوندي سرسلامت ګوړاسلامت ووتل ٠
که ازادي په زور واخستل شي ٠ طبيعي خبره ده چه د مستعمر عمله او فاعله ټوله منځه ځي ٠

زموږ په پياد دي ٠ کله چه روس پر ماتيدو شوو په افغانستان کښي ٠ روس نه وتلۍ ٠
ترڅو چه ايران ،پاکستان ، انګلستان،امريکا ٠٠٠٠٠
د روس سره اول په سويس کښي کښېناستل او د دوي تر منځ جوړه وسول ٠

نو هر ملک و خپل جنګي ګرپوته خبر ورکړ٠ چه روس د افغانسانه وځي ٠ او تاسو
محترم مجاهيدي امنيت ورته ونيسۍ ٠ چه څوک حمله پر ونکړي ٠
دغه سبب وو چه روس غوړه ٠٠٠ خلاص سوو ٠ او له کابله تر اموسرحده چا هم يو ټک
پر ونکړۍ ٠

نو دغو دوو مکارانو چه جناح او ګاندي دا وظيفه در لوده ٠ چه د انګلستان عسکر
ژوندي خلاص کړي ٠
د جناح هغه څوک وو چه اوردو ژبه ئې نه وه زده ٠ او لمونځ ئې نه وو زده ٠ او د مسلمانانو قائد اعظم ئې کړي ٠
نو چه د پاکستان د قائد اعظم داسي وي ٠ نوبه ګاندي څوک وي ٠
هو ٠ هند او پاکستان نه دي ملامت چه ولي جناح ته قائد وايي او هنديان ګاندي ته
قائد وايي ٠ هو هر ملک په ضرور ده چه لرګۍ و تراشي او قائد ترې جوړ کړي ٠ که دا کار ونه کړي خو بيا ملک نه جوړيږي ٠

که ګاندي او جناح انګلستان نه وای جوړ کړي ٠ هم هند ازادي اخستل ٠ او يو لوی ملک به وای نن ورځ لکه چين

او هم به يو عظيم اسلامي قدرت او هم اټومې قدرت به وای ٠
پاکستان ئې د اسلام په نامه جلا کړۍ ٠ او حال داچه په هند کښي بيا هم تر پاکستان ډېر مسلمانان سته ٠

که نن د هند ، پاکستان،بنګلدېش يو ملک وای ٠ تاسو فکر کوۍ چه څومره يو عظيم ملک او قدرت به وای ٠

هيڅ انسان نه شي کولای چه په مکارۍ سره د علميت مقام حاصل کړي ٠
اما په ټګي او مداري ګري سره انسان کولې شي چه هم پير شي او هم قائد ٠
چه د سر چنګک ولري ٠ يعني چه د انګلستان سلاس پر پروت وي ٠
د هغه ملک پر خلګو چه علما ئې بز دله او عوام ئې ړانده او کاڼه وي ٠


Anonymous
21.02.2005

ګرانه ميلمه ( حليمي صيب ) ډيره ښايسته معلومات دليکلي
رښتياهم همداسي وه
ډيره مننه


Anonymous
22.02.2005

[quote:3d161b23f9]که نوموړي دعدم تشدد ﻻر نه وای خپله کړې، دغسی بری او دومره سترنوم به يې نه وای ګټلی، خوبرعکس همدغه عدم تشدد بيا په پښتنو کې د ګاندي د نږدې ملګري
خان عبدلغفار خان د ماتې سبب شو ، دا ولې ؟ [/quote:3d161b23f9]

خان غفار خان د مکار ګاندي ملګري وو ٠ خان داسي فکر کاوه چه ګاندي يو هندي
تبعه دي او هندوستان ته ازادي اخلي ٠ او خان غفار خان بيا لاس د روس سره بند وو ٠ او انګريز لالا پرې خبر وو ٠ چه خان کاکا د روس سره لاس لري ٠
خان کاکا سياست کاوه ٠ چه که ازادي غواړي ٠ نو طبعأ بايد د دښمن د دښمن سره لاس يو کړي ٠ نو ښه امکان برابريږي ٠ د ازادۍ له پاره ٠
او قصه داسي نه وه ٠چه کاندي مکار دي ازادي اخلي ٠ بلکي انګريز لالا ازادي ورکوله هند ته د ګاندي پر لاس ٠ او ګاندي و غفارخان ته نه وه ويلي چه زه راغلي يم
د انګريز په مصلحت ٠ خان غفار خان سياست کاوه او په سياست ئې انګريز خبر وو ٠ ولي چه غفار خان د روس د اړيکو معلومات ټوله و ګاندي ته ويلۍ ٠ او ګاندي ټول خبر و انګلس ته ليکل او د هري ورځي راپور ئې ور کاوه ٠

خان غفارخان غوليدلۍ و د ګاندي د عدم تشددپه اصلو که خان غفار خان د تشدد څخه کار اخستي وای نو به محکوم افغانستان ازاد افغانستان وای ٠

د لويه سره محکوم افغانستان هندوستان نه وو ٠ يو بفر زون وو ٠ د روس او انګلس تر منځ ٠ پخوا زور غونډۍ هوارول ٠ اما اصلأ علم غونډۍ ښه هواروي ٠
ولي چه ګاندي د قانون دان ډګري درلوده ٠ چه تقرب و phd ته لري ٠
او چه هم جاسوس وي او هم د قانون دان وي او انګرېزۍ ډګري ولري ٠
د خان غفارخان غوندي شل به څاته واچوي ٠
خان غفارخان بيا هم ښه خلاص سو ٠ که ساده سړی وای ٠ نو به د ملامحمد عمر اخوند چم به په سوۍ وای ٠


نقاد
27.02.2005

سلامونه او درناوی !
محترم حلیمی صاحب د ګاندی د عدم تشدد په پالیسۍ ښه رڼا اچولې ده او د غفارخان څخه د ګاندي پټه موخه یې ښه څرګنده کړې ده ، خو د محکوم افغانستان په برخه کې خدای بښلی خان عبدلغفار خان له دوه اړخو څخه دعدم تشدد لارې ته اړ شوی و:
۱ـ دانګلیسانوپر ضد له تشدداو وسلوال پاڅون سره لومړی نادر خان پر تخت باندې د کښیناستلوسره سم مخالفت پیل کړاو دمومندودمشرانولومړۍ جرګه چې کابل ته د مرستې دغوښتلو له پاه راغلي و ه ، خفه اومایوسه رخصت کړه چې ګواکې دانګلیسانو پرخلاف بایدهیڅ ډول ګام پورته نکړل شي . د سردارهاشم د صدارت په ا وږدو کې هم همدغه انګریز پلوی سیا ست تعقیبېده . حال داچې د یووسلوال پاڅون له پاره دافغانستان له خوا لږترلږه دو سلې مرسته ،اخلاقي او معنوی ملاتړ اړین و. د وسلو مرستې له شوروی سره لږترلږه د محدهاشم د حکومت ښې اړیکې ایجابولې چې هغه له سره موجودې نه وې .
۲ـ په وسلوال پاڅون کې بریالی قومي مشران اوقوماندانان د غفار خان سیاسی مشرۍ ته وفادار نشول پاتې کیدای اوددې ګواښ رامنځته کیدای شو چې د خدایې خدمت ګارانو تحریک د غفارخان په مشرۍ دپاڅون عمومی مشری له لاسه ورکړي .
۳ـ داچې وسلوال پا څون د کنترل وړ نه بریښیده ، نو ددې احتمال هم ډیرزیات و چې تربری وروسته دبریالیوقومي قوماندانانوترمنځ دقدرت په سر اولس وژونکې جګړې رامنځته شی ،لکه په افغانستا کې چې وروسته ولیدل شول ،دازادۍ دنعمت پر ځای یې ورر وژنه او داخلي جنګ منځته راوړ چې دعبرت وړ و.
له د ې کبله ښایی غفار خان هم د عدم تشد دسوچه سیاسی مبارزې لارخپله کړې وی.
دباچاخان تیر وتنې:
۱ـ سره ددې هم باید باچاخان دعدم تشددلار نه وای نیولی ، ځکه که دغه لار هر څومره اغیزمنه هم ده ، پښتون قام یې نه پیژني او پرې نشی راټولیدای ،نو په پښتنو کې بري ته نه رسیږي.
۲ ـ د غفارخان پاڅون که څه هم یو قاي پاڅون و، خو هدف یې د قام بیله آزادي نه ، بلکې د ټول هند آزادی وه او د همدې له امله یې تحریک هم په پښتنو کې د ګاندي دلارې استازي توب کاوه او د کانګرس دګوند سره ملګری و. دپښتوستان په نامه هغه وخت بیا واوښت چې د ماتې سره مامخ شو او د شاه محمودخان او بیا وروسته هد محمدداود پام ورته واوښت. که نوموړی پاڅون وسلوال هم نه وای، خو له اول سر څخه ځانله د پښتونستان او یاافغانستان په نامه وای، هم بري ته رسیدلی
شو.متاسفانه هغه توره چې خوشحال بابا دافغان په نوم او غیرت تړلې وه ، غفار خا ن هغه له اول سر څخه دافغان په نوم نه وه تړلې اونه یې هغې تورې ته لاس تیر کړی و.
بیا هم د آزاۍ دمبارزې بیرغ یې رپاند ساته او په تربيوی لحاظ یې د پښتونستان په نامه د ټولو پښتنو په زړونو کې د وطن او آزادۍ مینه را ژوندۍ کړه او څپانده یې وساتله. اروا دې ښاده او جنتونه دې په برخه شي والسلام .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more