د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

كار ساز ما...

حلیم یار فطرت
12.05.2014

کار ساز ما...
اِمام رازي (رح) د ربّ العالمین په تفسیر کي د حضرت ذُوالنون مصري (رح) یوه واقعه ذکر کوي وایي چي هغه یوه ورځ خپلو جامو د وینځلو دپاره دنیل سیند ته تللی وو چي ناڅاپه یي یو لړم تر سترګو شو چی دسیند خواته روان وو ورته ځیر شو لړم چي کله د اوبو غاړي ته ورسیدی نو له اوبو څخه یو کیشپ را وخوت لړم د کیشپ پر شا سپور شو کیشپ په لامبو دسیند دبلي غاړي پر لور روان شو حضرت ذوالنون (رح) وایی چي ما هم لنګ وتاړو او سیند ته ورکوز شوم او دوي دواړه مي څارل تر دﯤ چي د سیند بلﯤ غاړې ته ورسیدل لړم دکیشپ له شا څخه پر وچه راکوز شو زه هم له اوبو راوختم او ورپسې شوم لږ وړاندي دیوي ونې لاندي یو ځوان په ژور خوب ویده دي ما فکر وکړ چي شاید دا لړم دهمدغه ځوان دچیچلو لپاره راروان ده زه په هم دي سوچ کي وم که ګورم یو زهرجن مار چي سر یي هسک نیولی او دځوان پر لور ور روان ده مار نور ځوان ته ور رسیدلی وو چي لړم ورغی او د مار پر سر یي خپل زهرجن نیښ خښ کړ تر هغه یي په سر پسي نښتی وو تر څو مار مړ شو لړم بیرته د سیند پر لور روان شو هلته کیشپ ورته انتظار وو بیا یی پر شا سپور شو او دسیند دها بلې غاړﯤ پر لور روان شو ما چي دا عجیبه پیښه په سترګو ولیده نو د داشعر په ویلو مي شروع وکړه:
یــــاراقداً والجلیل یحـفظه
من کل سوءٍ یکون فی الظلم
کیف تنام عین عن المــلک
تأتیه منک فـــوائد النعم
ځوان زما دغږ په اوریدلو راپاڅیدی ما ورته ټوله پیښه بیان کړه دغﯤ کیسﯤ پر ځوان ډیر زیات تاثیر وکړ تر دﯤ چي ځوان نور له ګناهو او لهو لعب څخه توبه وایسته او خپل ټول عمر یي په سیل اوسیاحت کي تیر کړ
دحضرت ذوالنون مصری رحمه الله دپورته دوو بیتونو مفهوم یو فارسي شاعر په یوه بیت کي څه ښه را نغښتی ده:
کار ساز ما بساز کارما
فکرمادر کار ما آزار ما
:دمفتي محمد تقي عثماني صاحب مدظله له کتاب (#تراشے) څخه
حمدالله حلمیار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more