د موضوعګانو سرپاڼه
د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه
ودیز اقتصاد یا The Economics ofMarriage
حمید هڅــاند
10.05.2014
ودیز اقتصاد یا The Economics of Marriage تر سرلیک لاندې لیکنه مې کومه انګلېسي پاڼه کې ولیده. لیکوال په امریکا کې د ودونو پر کم والي غږېدلی ؤ او تر شا یې اقتصادي لاملونه په ګوته کړي ول. ما ته یې د لیکنې عملي اړخ په افغانستان کې لا زیات وبرېښېد: بې کاري، د نرخونو جګوالی، اقتصادي ضعف، د ولورونو ډېرښت، د خرافاتي پُرمصرفه رواجونو زیاتوالی او بلا نورو ستونزو له امله افغان ځوانان بې واده سپینږیري او پېغلي په پېغلتوب کې سپینسرې شوې.