نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د افغان بنديانو سره د امريکايې سرتيرو بد چلند
Baheer
20.02.2005
١ د کب ١٣٨٣
په لندن کې د ګارډين په نامه خپرېدونکي ورځپاڼې پرون، د فبروري د ١٨ نېټې ، په ګڼه کې د ځېنو بېلګو په وړاندې کولو سره داسي يواوږد راپور خپور کړي دي چې په افغانستان کې د بنديانو سره د امريکايې سرتېرو بد چلندبربنډوي.
دغه راپور واي چې د بګرام او کندهارزندانونو کې د بنديانو جسمي سپکاوي او په هغوي جنسي تيري شوي دي.
ګارډين زياتوي چې دغو ځواکونو بنديان په دې اړ کړي و چې خپلي خلي بندي وساتي که نه نو د نامالومې مودې لپاره به په بندکې وساتل شي.
يادونه: نوموړی راپور د www.benawa.com څخه را نقل شوی دی
په درناوي
څاروان
24.02.2005
وروره سلامونه مي قبول كړه.
ډير د خوابدي خبر دي خو وروره د صليبي ښكيلاكو ځواكونو څخه همدغه طمعه كيدي شي ځكه دا دوي ته له نيكونو پاتي كار دي په نني عصر كښي ددغه صليبي ځواكونو خپل ثقافت ټول زنا او شراب دي خو نن چه كوم كارونه دغه ښكيلاك ځواكونه په عراق او افغانستان كښي تر سره كوي د صليبيانو په تيرو جنګونو كښي هم مثالونه مندل كيږي.
[color=darkblue:8c92ec428d]د وحشي صليبي ښكيلاكو ځواكونو او ايمان پلورونكو څخه د هيواد د ازادي په هيله[/color:8c92ec428d]
څاروان
نقاد
16.03.2005
درنو ورونو سلام! په تشوخبرو څه نه کيږي ،پر مونږ دتاریخ درې پورونه پاتې دي :
۱ . افغانان بایدله انګلیس څخه پر افغانستان باندې د درې تاریخی جګړو غچ واخلي، انګلستان اشغال کړي او همغومره کسان ترې اعدام کړي چې په درې واړو جګړو کې یې څومره بیګناه افغانان وژلي دي .
۲ ـ پرروسیه هم برید وکړي ،اشغال یې کړي، جمهوررئیس یې د حفیظ الله امین په بدل کې ووژني او لکه دانګلیسانو په اړه چې پورته وویل شول په عین سزا یې ورسوي .
۳ـ په امریکا برید وکړي ، اشغال یې کړي اوبیا یې په علني توګه د ټولولوړ پوړو چارواکو پر کونه داسې موږي ورټک وهي چې تر مرګه پورې ترې بیرته نه راوځي .
اوکه دا غچونه نشو اخیستلای، نو دخپل ناموس ساتنې له پاره باید د طالبانو او کمونستانو په څیر سیاسي تیروتې هیڅکله بیا تکرار نکړو! والسلام
pattang
16.03.2005
نقاد صيب !
که رښتيا وائي ،پسخند نه وهي او لا ندېني ټکې دي بيله مسخرو ليکلي وي نو سمدستي بايد توپک را واخلي اوپه جګړه شروع وکړې ، ځکه چې دغه درې واړه دښمنان اوس په افغانستان کې د پښتنو په بي پتي لګيادي او دپښتنو خپلواکي ، عزم او ارده ئي فلج اوسقوط کړې دي ٠
تر څو چې دوي او ددوي ګو ډاګيان په افغانستان کي وي دپښتنودي ناموس ساتنه ډيره په خطر کې دي،ځکه دوي ز مونږ دکلتور،دين د بربادي او زمونږ د سر ټيټي لپاره افغانستان ته راغلي دي .
داشغالګرودمردار کلتور او چټل ټولنيز سيستم لپاره زمونږ کلتور او دين يو غټ رقيب او دسترګو ازغي دي٠
[color=red:3db6c7c350]وروره ![/color:3db6c7c350]
[color=darkred:3db6c7c350]غچ هم نسي اخستلاي او نا موس هم نشو ساتلي خو پټه خوله او ددوي سره يو ځاي کار کول له بينا موسي نه هم لويه ګناه او بد کار دي .[/color:3db6c7c350]
زمونږ په ملک کې يو مردار چيکړ پروت دي ، تر څو چې دا چيکړ پاک نشي نه به
خلقي نه به طالب نه به زه او نه به ته بريالي سو .
دغه چيکړ دتاريخ په دور و کې تل زمونږ پاک کالې را مردار کړې دي٠
د پښتنو په بيداري او يووالې پتنګ
[quote:3db6c7c350="نقاد"]درنو ورونو سلام! په تشوخبرو څه نه کيږي ،پر مونږ دتاریخ درې پورونه پاتې دي :
۱ . افغانان بایدله انګلیس څخه پر افغانستان باندې د درې تاریخی جګړو غچ واخلي، انګلستان اشغال کړي او همغومره کسان ترې اعدام کړي چې په درې واړو جګړو کې یې څومره بیګناه افغانان وژلي دي .
۲ ـ پرروسیه هم برید وکړي ،اشغال یې کړي، جمهوررئیس یې د حفیظ الله امین په بدل کې ووژني او لکه دانګلیسانو په اړه چې پورته وویل شول په عین سزا یې ورسوي .
۳ـ په امریکا برید وکړي ، اشغال یې کړي اوبیا یې په علني توګه د ټولولوړ پوړو چارواکو پر کونه داسې موږي ورټک وهي چې تر مرګه پورې ترې بیرته نه راوځي .
اوکه دا غچونه نشو اخیستلای، نو دخپل ناموس ساتنې له پاره باید د طالبانو او کمونستانو په څیر سیاسي تیروتې هیڅکله بیا تکرار نکړو! والسلام[/quote:3db6c7c350]
نقاد
17.03.2005
پتنګ جان ورور او درنو لوستونکو ته سلامونه !
تاسې سم ليکلي چې :
[quote:0c75a6cad6]غچ هم نسو اخستلاي او نا موس هم نشو ساتلي خو پټه خوله او ددوي سره يو ځاي کار کول له بينا موسي نه هم لويه ګناه او بد کار دي . [/quote:0c75a6cad6]
چې په ﻻس موجوده وسله (١) نه غچ اخيستل کيږي او(٢) نه ناموس ساتل کيږي، او بيا هم (٣) خوله پټه ساتل ناروا دي، او (٤) له دوښمن سره يوځای کار خو څکی څکی، چې سوال يې هم نه پيدا کيږي .
له دې نه په ډاګه کيږي چې اوس د مقاومت وسله واله ﻻر د ١ او ٢ هدف له پاره غلطه ده او يواځې ٣ او ٤ لار بايد تعقيب شي. په ٣ او ٤ ﻻر کې هم يواځې ٣ د فعاليت ﻻر ده، ٤ ﻻر غير فعال مقاومت دی .
خوله خلاصول، تبليغ کول او د ملي آزادۍ او خپلواکۍ حق غوښتل د تبليغ ، بيان او اند څرګندونو حق او امکانات غواړي او هغه په اولسواکۍ کې خوندي کيږي.
نو مونږ د ملي آزادۍ د تأمينولو له پاره لومړی اولسواکۍ ته ، ملي اولسواکۍ ته او اسلامي اولسواکۍ ته اړ تيا لرو ! په دې ﻻر کې زمونږ سره نه يواځې امريکا يان
دوښمني کوي، بلکې خپل ملايا ، طالبان ، د مجغدينو تنظيمونه او ارتودوکس کمونستان هم زمونږ د ملي او اولسواکو ځواکونو په ضد دريږي . په حقيقت کې باطل انده سياسي ځواکونه د ملي اولسواکو ځواکونو په وړاندې که وغواړي او که نه، پر يوه نامقدس اتلاف کې سره دريږي او اوبه د بهرنيو اشغالګرو پر ژرندو ورسموي .
خو له ملي او اولسواک غورځنګ څخه پرته بل هيڅ ﻻر نه ده پاتې چې ټول ملت
پرې راټول شي او بری يې د طالب، تنظيمونو يا کمونستانو آفتونه پر هيواد تکرار نکړي او دهيواد ملي اودخلکو فردي ناموس يوځل بيا له ګواښ سره مخامخ نکړي.
ددې معنی دا نه ده چې ددغو سياسي تورمخو ( کمونيستي، تنظيمي او طالبي )ځواکونو مخ نشي سپينيدلای او په ملي اولسوا ک غورځنګ کې ځای نه لري. نه داسې نه ده، دوی سیاسي تيروتنې کړي، د ملت ، دين ولس او خلکو سره يې سیاسي جفا کړې ، د ملي آزادۍ او ملي اسلامي ولسواکۍ د يواځينۍ ژغورونکې ﻻر پر ضد يې عمل کړی او د خپل ولس او هيواد پر ځای يې شوروي، پاکستان ،ایران او نورو پرديو هیوادونو او پرديو قدرتونو ته چوپړ کړی دی . پس له دې هم ددوی هر سياسی او وسله وال حرکت د ملي اولسواک ځواک له مشرۍ او څارنې پرته هيواد د ورته ګواښ سره مخامخ کوي! که طالب ه طالبيزم ، مجاهد له تنظيميزم ، خلق پرچم له کمونيزم څخه پرته او آزاد د انسانيت او افغايت ډګر ته راووځي ، يوه ملي، اولسواکه او طبعأ اسلامي رهبري او مشرتابه وټاکي چې په هر سياسي او اجتماعي ډګر کې پياوړی مقاوم وښودلی شي او د ګرد و هيوادوالو ملاتړ ورسره وي، کيدای شي په ژغورنده توګه او يا په ډيرو لږو تلفاتو سره بهرنيان له هيواد څخه وويستلی شو.
[color=cyan:0c75a6cad6]په ياد ساتۍ: هغه څوک چې په سوله ييزه اولسواکه ﻻر وطن نشي ودانولی، هغوی په وسله واله ﻻر هم د وطن ازادي نشي ګټلی ، تنظيمونه ، طالبان او کمونستان يې ښه څرګند مثالونه دي [/color:0c75a6cad6].
pattang
18.03.2005
کور دې ودان ، ښه لا ره ده٠
په طالبانو او خلقيانوکې ډير نر ا وتکړه پښتانه ما ليدلي ،خو افسوس هغوي قدرت
نلاره٠ هغه وخت چې روسان راغلل ډير خلقيان له حزبه ووتل ا و هغه وخت چې ملا عمرپه ښځو کارونه بند کړل ،ډير طالبان پر ي خپه شول اوڅو نفروئي خپل کارونه هم پريښودل ٠
دطالبانوپښتني کالي زما ډيرخوښيدل اولکه زمريان هر چيرته به ورسره ګرزيدل
خو ارمان او افسوس................................. ته ګوره چې دا نور اوس څه وا ئي ?٠
د پښتنو ا لي په مينه پتنګ
نقاد
19.03.2005
[quote:a58c1c341b]په طالبانو او خلقيانوکې ډير نر ا وتکړه پښتانه ما ليدلي ،خو افسوس هغوي قدرت نه لاره٠ هغه وخت چې روسان راغلل ډير خلقيان له حزبه ووتل [/quote:a58c1c341b]
له سلام نه ورسته، پتنګه وروره هغه خت چې روسان په ۱۹۶۸ کال کې چکوسلوایې ته ننوتل ی یی ې د حاکم کمونست ګوند مشر د وبچېک یې لیرې او داسحاک په نامه یې د کارمل غوندې یو ګوډاګی د قدرت په ګدۍ کښیناوه ، په لویدیځ کې
د هغو سختو شوروی پلوه کمونیستي ګوندونو څخه ډیر ې ډیر کمونستان داحتاج په توګه ووتل ،سره ددې چې دابرید نه ددوی پرهیواد شوی و او نه دلیویدیزې اروپاره نوروهیوادونو ته متوجه و. نو پرافغانستان باندې د شوروي له بریدڅخه وروسته یواځې له ګوند څخه وتل چندا ن غټ کار نه دی اوفایده یې له ... .. وروسته پلتۍ وهل ګڼل کیږی . دوی باید د شوروی پرضد سلاح پورته کړی وایۍ.